No-IMG

غزل – پير محمد کاروان

وروڼو د خدای لپاره، دا بې دینه ڪار مه ڪوئ

د دې یوسف وطن له مینې نه انڪار مه ڪوئ

 

مه یې ڪوهي ته غورځوئ مه یې داړئ په لېوه

همـ یې سودا د نوي مصر په بازار مه ڪــوئ

 

ڪه لاس مو تش وي اؤ په ګل باندې یې نه شئ ویشتی

پر سپین تندي خو یې د تورو ڪاڼو وار مه ڪوئ

 

دی ظلمـ جبر چې په زړه ورته پنجې لګوئ

ازار به و مومئ دا چارې د ازار مه ڪــــوئ

 

دې مور و پلار وطن ته ځای د زړه په تل ڪې ساتئ

بې حُرمتي خو چېرې هــمـ د مور و پلار مه ڪوئ

 

دا د مېوو، خوږو اوبو، پستو وږمو خزانه

په خپله وساتئ سپارل یې پر ښامار مه ڪوئ

 

سوله چې خیر دی په خیر ڪې ده بیړه په ڪار

جګړه چې شر ده نو په شر ڪې خو تلوار مه ڪوئ

 

«ڪاروانه» دا وطن زرینه ښڪروره هوسۍ

ښڪلا به نه وژنئ د غشو پرې ګوزار مه ڪوئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟