No-IMG

مثبت فکر کول

زاهد جلالي

 

اوسنۍ ارواپوهنه کې د مثبت فکر کولو positive thinking د ارزښت او پر انسان او ټول ژوند يې د اغېزو په اړه ډېر ټينګار کېږي. د خوشاله ژوند، سترو لاسته راوړنو او بریا د تر لاسه کولو مهم شرط مثبت فکر کول بلل شوي دي. يو پنځه نوي کلن فيسلوف وايي چې په ژوند کې تر ټولو ستر درس چې ما ترلاسه کړی دی، هغه مثبت فکر کول دي.

دا د ماډرن دنيا د ريسرچونو او مطالعاتو نتيجه ده. جالبه ده چې ټول قرآن مثبت فکر کول دي. ديني سرچينو کې منفي فکر کول او مايوسۍ سخته رټل شوې ده. پر صبر ټينګار، شکر مهم بلل هغه څه دي چې قرآن پرې ټينګار کړی او د کاميابۍ کيلي يې بللې او دا د مثبت فکر کولو زړي دي. قرآن وايي چې مايوسي د کافر عادت دی.

د دې په اړه ډېر مثالونه او کيسې شته. خو زه پر يوه اکتفا کوم. د يونس عليه السلام په اړه پوهېږو چې خدای جزا ورکړه او پر ماهي يې وخوړ. ويل کېږي چې يوه ورځ يا درې ورځې شاوخوا د ماهي په خېټه کې و. تپه تياره وه. ځکه شپه وه، د سمندر تل و او د ماهي خېټه... خو يونس عليه السلام څه وکړل؟ يو روایت کې راځي، کله چې د ماهي معده کې وغورځېد، هغه همالته دوه رکعته لمونځ وکړ او د خدای شکر يې ادا کړ. ولې؟ د څه شکر؟ يونس عليه السلام مثبت ګرا و، ويل يې زه په ټولو انسانانو کې يوازنی انسان یم چې دغه ځای کې د خدای عبادت کوم. نو دا د خدای ستر رحم دی. دېته مثبت فکر کول وايي!

روحانيت انسان ته خوشالي ورکوي، آرامي ورکوي او مايوسي وژني. ځينو سروې ګانو کې اسراييل يو له ډېرو خوشاله هېوادونو څخه بلل شوی. اسراييلو کې سيکولر هم پرېمانه شته او دينداره يهودان هم. وروسته څېړنو ښودلې چې په اسراييلو کې د خوښۍ ګراف هغه کسانو پورته وړی چې نه پيسې ډېرې لري، نه ملکيتونه او نه سترې دندې، دوی يوازې د خېټې مړولو له پاره څه پيدا کوي او شپه ورځ تورات ته پراته دي، لولي يې، تفسيروي يې او تشريح کوي يې. هغه اسراييليان چې سيکولر دي، هغو د خوشالۍ او رضايت ګراف ټيټ کړی دی.

په نړۍ کې د ځان وژنې، خپګان او سټرېس حالتونه هغه کسانو کې ډېر دي چې ملحد و سيکولر دي. جالبه دا ده، دوی کې ځينو داسې کسانو ځان وژنه کړې چې خلکو ته يې د سټرېس د له منځه وړو په اړه درسونه ورکول او کتابونه ليکل. د دې معنا څه ده؟ انسان روحاني مخلوق دی، خدای سره د اړيکو د نشت په صورت کې به انسان همداسې لالهانده و سرګردانه ګرځي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟