No-IMG

فريدون کلا، فراه افغانستان

په تاريخي اسنادو کي د فريدون کلا د فراه لرغوني ښار وو چي د ځينو په عقيده د فراه ښار د [فريدون کياني] په واسطه اباد سوی دئ او په همدې سبب د فراه نوم په هغې ناحيې ايښوول سوی دئ چي د  سيستان يو له مشهورو ښاورنو څخه وو٭

د فريدون کلا[د فراه پخوانی ښار] د فراه رود په غاړه ۹۹ برجه لرونکې د اومو خښتو جوړه کلا ده چي پخوا يې ګردچاپېره لوی فصيل/کلا لرله او هغې کلا کلک برجونه، خندقونه او دوې ستري دروازې لرلې چي د وخت د پوځي جوړښت له نظره يو مأمون ځای وو

چي د دېوالونو اوچتوالی يې ۵۰فټه او د هر دېوال اوږدوالی يو کليوميټر ته رسيده، د افغانستان د لويديځ په سوځونکو دښتو کي د فريدون لرغونې کلا د وخت له عجايبو يوه ده چي د ځينو کسانو په اند ښايي چي دا کلا ستر سکندر جوړه کړي وي خو ځيني نور بيا وايي چي

دا کلا د  داريوش په وخت کي د زرتشتي تورياليو له خوا جوړه سوې ده، ځيني بيا فکر کوي، دا تاريخي کلا ډيره لرغونې نه ده، بلکي٣٠٠ کلونو پوري لرغونتوب لري. ځيني نوښتونه چي ددې کلا په پورتنيو پوړونو کي وينو د هغه لرغونتوب تر پوښتني لاندي راولي، خو په عامو خلګو کي د دودیزو او روايتي عقایدو پر بنسټ دا کلا د فريدون په کلا يادېږي چي د [یما جمشېد] له توکمه وو چي په اويستا کي د [ثْرَئیتَونَ] په نامه یاد سوی دئ.

د تېموریانو او نادر افشار په تاریخي لیکنو کي د فریدون کلا [د فراه زوړ ښار/د داوري کلا] په نامه یاده سوې خو وروسته کرارـکرار دا نوم بیخي له منځه تللی او نن ورځ دغه تاریخي کلا یوازي زوړ ښار بلل کېږي.

فرانسوي سیلاني[جي پي فریه ]په ۱۸۴۸ع کال کلا ليدلې او ليکي:

"د فراه ښار د لویو خټینو دېوالونو څخه جوړ دئ چي پوښلې لار ورځي او  د کلا شاوخوا د اوبو یو لوی کانال سته چي د جنګ لومړی کرښه ده، د سيستان تاريخ ليکي: «د امیر نوروز راتګ فراه ته پر ښار یرغل کول، د ښار نیول، د خلکو برمته کول، وژل، د ولایت نیول، د ملک جلال الدین بن تاج الدين نیول او هرات ته لېږل، او د داوري «فریدون کلا» نیول او ملک رکن الدین د نوموړي کلا پر امارت او ولایت کښېنول..."٭٭.

یاقوت حموي هم په خپل نامتو کتاب [ معجم_البلدان]کي ليکي:

"فراه یو لوی ښار دئ. چي شاوخوا شپېته کلي لري".

د افغانستان په جنوب کي دغه ستر ښار  په ۱۲۱۹ع کال چنګېز چور او وران کړ او پکښي لومړی حيوانان، وروسته کارېزونه او وروسته انسانان له منځه يوړل، وروسته نادر افشار هم ددې کلا (ښار)۶۵۰۰ وګړي قتل عام کړ.٭٭٭

د بده مرغه ددې ماڼى بيارغونه د پيړيو راهيسي له پامه لويدلې ده. د دېوالونو دننه د شوروي د وخت د زنګ وهل سويو ګاډو پاتي شوني ښيي چي ښايي پکښي نظامي چاري هم تر سره سوي، چي وروسته مجاهدينو د وسلتون په توګه د دې کلا څخه کار اخيست.

د افغانستان لرغوني ودانۍ که سمي ورغول سي، د يوه لرغوني هيواد په توګه ددې هيواد د راتلونکې لپاره يو ارزښت لرونکى تبليغات بلل کيږي. ګرځندوى به زرګونو کسانو ته د کار کولو موکى په لاس ورکړي او د افغانستان اقتصادي ودې ته ګړنديتوب ور په برخه کوي.

٭اطلس جغرافيايي افغانستان، فراه -۲-۱

٭٭کاروان سره په سرګردانۍ کي سفر

٭٭٭جغرافيای افغانستان طبع ۱۳۶۸، ۸۸-۸۷

قلعه فریدون - ولایت فراه

این بنا با ۹۹ برج یادگاری از دوره باستان و محل فرمانروایی فریدون شاه اسطوره یی است . قدامت آبده بیش از دو هزار سال تخمین زده شده است.

مساحت داخلی و حریم آن در حدود ۳۰۰ جریب زمین را احتوا مینماید.

Farah Citadel (Citadel of Alexander)

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟