No-IMG

سیاسي اجماع

د ځانګړې موضوع یا مسایلو په اړه د موافقو او مخالفو د نظر وحدت او ځانګړي هدف یا موخو ته د رسېدو لپاره د سیاسیونو یو ځای کېدو ته سیاسي اجماع وایي. ارګ لګیا دی د دولت عالي شورا په نامه سیاسي اجماع جوړوي؛ خو، یاده اجماع پورتني تعریف سره په تناقض کې جوړېږي.

ولسمشر غني په واقعیت کې فرکسیونونه جوړوي؛ د ځینو کسانو ډله جوړه کړي چې خپل «ناموافق سیاسیون» پرې کم ارزښته وښایي یا یې سیاسي انزوا ته بوځي. دا جوړښتونه د اجماع مخالف وضعیت رامنځته کوي، لا فاصلې او بې باورۍ تقویه کوي. همدا راز دا فرکسیوني ډلې هم کوچنیو او مؤقتي اهدافو لپاره کاروي؛ ځکه چې هغو سره هم یوه باثباته او باکیفیته رابطه نه شي ایجادولای. څو کسان ارګ ته وروغواړي، عکسونه ورسره واخلي او خپل رنځور مشروعیت ته ترې «مُسَکِن» درمل جوړ کړي. هغه ستر هدف ته کار نه کوي چې د دې وطن بقا په کې نغښتې ده. قوي سیاسي «برنډونو» ته هم آسانه نه ده چې د ډاکټر غني «نیمې» ډوبې بېړۍ کې ځانونه ورسره واچوي؛ خو، لږ تر لږه هغه باید دوی ته صادقانه مراجعه وکړي، اعتراف وکړي چې هر څه ترې وران شول او مرسته وغواړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک