No-IMG

مهم ترین های امروز پنجشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏ځايي سرچینې وایي بغلان ولایت کې د ملي اردو یوه مرکز ته نږدې موټربم برید شوی، چې له امله یې ۶ سرتېري وژل شوي او له ۱۰ زیات ټپیان دي.

خو شمال‌ختیځ کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو قوماندان عباس توکلي وایي، دا موټر هدف ته تر رسېدو وړاندې امنیتي ځواکونو معلوم کړی او له‌منځه یې وړی دی.

: ‏د افغانستان لپاره د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دوحه کې د طالبانو او امریکا له پلاویو سره کتلي دي.

مطلق القحطاني دوحه کې د شیخ حکیم په مشرۍ د طالبانو له مذاکراتي ټېم او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي پلاوي سره د افغان سولې پر پروسې او ځینو نورو مسایلو خبرې کړې دي.

: ‏طالبانو تېره ورځ ناوخته هرات کې یو پل په بمونو الوزولی دی.

د هرات ولایت مقام په یوه اعلامیه کې وایي چې طالبانو تېره ورځ ناوخت د هرات ـ پښتون زرغون پر عمومي سړک یو پل د بمونو په واسطه تخریب کړی دی.

: ‏د بدخشان ولایت ارغنجخواه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته ورغلې.

ځايي چارواکي وایي یاده ولسوالۍ وروسته له هغې د طالبانو لاست ته ورغله، چې طالبانو ولسوالۍ ته نږدې دوه مهمې پوستې ونیولې.

محلي چارواکي وايي امنیتي ځواکونو اوسمهال «دشت پینګ» سیمې ته شاتګ کړی دی.

‏خو د بدخشان د والي ویاند بیا د طالبانو لاس ته د ارغنجخواه ولسوالۍ لوېدل ردوي او وایي چې پر ولسوالۍ جګړه روانه ده.

: ‏د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان عالمانو په ګډه افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او د جګړې پر ښکېلو اړخونو یې غږ وکړ چې د خبرو له لارې اوربند او پراخ بنسټه سیاسي حل ته ورسېږي.

‏د علماوو په یاده ناسته کې، چې نن مکه مکرمه کې ترسره شوه، د پاکستاني عالمانو مشر انورالحق قادري وویل، افغانستان کې سوله سیمه او په ځانګړې توګه پاکستان باثباته کوي.

هغه زیاته کړه، په ټول توان سره به افغانستان کې د سولې او سیاسي حل ملاتړ وکړي.

: ‏اترا: د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې د ټول هېواد په کچه د جګړو، ناامنیو او تهدیدونو له امله ۵۱ مخابراتي ټاورونه په بشپړ او یا نسبي ډول تخریب شوي دي.

: ‏د چین له لوري افغانستان سره مرسته شوي د کرونا ضد ۷۰۰ زره ډوزه واکسینونه کابل ته راورسېدل.

عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه واکسین د تطبیق چارې به د راتلونکې شنبې په ورځ پیل شي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت ویاند، طارق آرین وايي، د افغان ګاز دولتي  تصدۍ عمومي رئیس انجنیر عبدالقیوم د ۲۲۳ میلیونه افغانیو اختلاس په تور د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري ونیول شو.

: ‏د افغانستان حج او اوقانو وزیر، مولوي محمد قاسم حلیمي مکه مکرمه کې د افغانستان او پاکستان د علماوو ترمنځ ګډه ناسته کې: د سولې په اړه د افغانانو دریځ یو دی.

هغه وايي، د اسلامي نړۍ دې افغانستان کې د سولې راتګ لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.

‏حلیمي: مقابل لوری هم زموږ وروڼه دي، هغوی اهل د قبلې دي او موږ کفار نه ورته وایو.

: ‏سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر، جاوید مجددي په مکه مکرمه کې د پاکستان او افغانستان د علماوو په ګډه ناسته کې: افغانستان کې روانه جګړه جهاد نه، بلکې د افغانانو خلاف یوه نامشروع جګړه ده.

: ‏افراد مسلح ناشناس، سلیم رسولی، مسؤول میکانیزم تقویتی وزارت صحت‌عامه را در شاهراه پروان-کابل تیرباران کردند.

محمد حنیف صدیقی، ولسوال قره‌باغ کابل می‌گوید که این رویداد پس از چاشت امروز رخ داده‌است.

تاکنون گروهی مسؤولیت این رویداد را به‌عهده نگرفته‌است.

: ‏بورد کرکت کشور امروز اعلام کرده‌است که هشتمین دور لیگ کرکت "شپگیزه" به‌‌علت محدودیت‌‌های ناشی از شیوع ویروس کرونا، به‌تعویق افتاده‌است.

قرار بود هشتمین دور این لیگ در ماه‌های جون و یا جولای سال روان میلادی، برگزار شود.

: ‏وزارت صحت عامه از ثبت ۱ هزار و ۸۲۲ رویداد تازه مثبت ویروس کرونا در یک شبانه‌ روز گذشته خبر می‌دهد.

بر بنیاد آمارهای این وزارت، در یک شبانه روز گذشته، ۵۶ بیمار مبتلا به ویروس کرونا جان باختند و ۴۰۹ تن دیگر بهبود یافته‌اند.

: ‏ولسمشر غني ویلي چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي. نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي.

: ‏د افغانستان د حج او اوقافو وزیر په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي چې طالبان د دوی د کلیمې وروڼه دي او دوی د یادې ډلې په څېر نه دي چې خپل ورور ته د کافر کلیمه استعمال کړي.

: ‏د کابل پولیسو ددې ښار ۱۵ ناحیه کې په یو جومات کې د یو ځای پر ځای شوي ماین له کشف او شنډیدو خبر ورکوي.

: ‏مایک پمپئو: فروش F-35 به ابوظبی نقش مهمی در عادی‌سازی روابط اسرائیل و امارات داشت.

: ‏د امریکا د ولسي جرګې یهودي غړو ددې جرګې د مسلمانې غړې الهان عمر پر هغو څرګندونو غوسه شوي چې ددوی په وینا د اسراییلو او امریکا جنایتونه یې د طالبانو جنایتونو سره مساوي بللي.

د امریکا د ولسي جرګې یهود غړو په یوه اعلامیه کې د الهان عمر څرګندونې غندلې دي.

‏دا مریکا د ولسي  جرګې مسلمانې غړې الهان عمر د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې یو مجلس کې د خپلې هغې پوښتنې ويډیو پر خپله ټویتر پاڼه خپره کړه چې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر یې پوښتلي وو چې د امریکا، اسراییلو، حماس ډلې، طالبانو او افغان جکومت له لوري د ترسر شوو حنایاتو قربانیان به څنګه عدالت ترلاسه کړي، پداسې حال کې چې ددې هیوادونو محکمې دې جنایتونو ته رسیدګې نشي کولای او امریکا د نړیوالې محکمې د پلتڼو مخالفت کوي.

: ‏د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې به د یرغمل شوو امریکايي وګړو خلاصول ستونزمن شي. امریکایي رسنۍ وايي چې د امریکا په شل کلن ماموریت کې ځینې امریکایي وګړي په افغانستان کې تښتول شوي چې لا هم له وسله والو ډلو سره دي او د راخلاصولو لپاره یې باید هڅه وشي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بايډن ویلي چې له فایزر کمپنۍ به ۵۰۰ میلیونه ډوزه واکسین اخلي او په ټوله نړۍ کې به یې وېشي. دده په وینا دا به تر ډېره پر بېوزله هېوادونو وېشل کېږي او موخه یې دا ده چې وکړی شي ددغه وبا په ختمولو کې همکاري وکړي.

: ‏ناټو وايي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته له افغان پوځ سره د همکاریو نوی باب پرانیزي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټېفانو پانتیکورو د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د سولې پر بهیر، روانه جګړه او تاوتریخوالي پر کمولو خبرې شوې دي.

: ‏د امریکا ولسمشر جو بايډن له ولسمشر کېدو را په دېخوا خپل لومړنی بهرنی سفر پيل کړی دی. هغه برېتانیا ته رسېدلی دی چې هلته به له برېتانوي چارواکو او ملکې الیزابت سره ګوري، تر هغې وروسته به بروکسل ته ځي د ناټو او اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو سره به ګوري.

: ‏وسله والو کسانو د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې دوه پاکستاني پولیس په ډزو وژلي دي. فرانس پرس خبري د مردان د پولیسو د مشر له قوله ویلي چې وسله والو دا دوه پولیس تېره ورځ د مردان په جنوبي سیمه کې په داسې حال کې په نښه کړي دي چې د ګوزڼ ضد واکسین کوونکو یوه ښځینه ډله یې بدرګه کوله.

: ‏ډیپلوماټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د دغه هېواد د وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې افغان حکومت او طالبان دواړه ځانونه یوې تازه جګړې ته چمتو کوي.

: ‏نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي چې طالبانو وروستیو څو اوونیو کې د یو شمېر سیمو د نیولو هڅې پیل کړې دي او داسې فکر کوي چې د زور له لارې واک ته رسېدلی شي خو د ورځپاڼې په باور،جو بایډن او اداره یې هیڅکله نه غواړي چې طالبان بیا واک ته ورسېږي او یا لږ تر لږه ښارونه د دغې ډلې لاس ته ولوېږي.

: ‏ګارډین ورځپاڼې لیکلي، چې که څه هم د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې روانې دي خو د سولې بین الافغاني مذاکراتو څخه هم کوم روښانه لرلید نه تر سترګو کېږي.

: ‏هند کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶،۱۴۸ کسان کورونا مړه کړي.

: ‏سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر، بلال اکبر د افغانستان او پاکستان د علماوو په ګډه ناسته کې: افغانستان کې سوله، پاکستان کې د سولې په معنی ده.

هغه وايي، د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.

: ‏نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼه د دغه هېواد د لوړپوړو چارواکو له خولې وايي، پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت د داسې اجازې ترلاسه کول ارزوي چې که د طالبانو له خوا د کابل یا د افغانستان د نورو مهمو ښارونو د نیولو وېره وي، نو ځواب کې یې دوی د افغان پوځ په ملاتړ هوايي بریدونه وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟