No-IMG

هرمن، او سلطان ایوبي!

د عکا تر فتحې وروسته سلطان صالح الدین ایوبي ته خبر ورکړل شو چې یو ډېر مهم صلیبي نیول شوۍ دی، هغه وویل څوک دۍ!؟ ځواب ورکړل شو چې هرمن جرمنی د علي بن سفیان په څېر د کمال خاوند او د استخباراتو ادارې مشر دۍ، هرمن جرمني په فلسطین کې د مسلمانانو خلاف دومره ورانکاري کړې وه چې زیاتو مسلمانانو پېژانده، کله چې عکا/عکره ونیول شوه هغه د خپلو ورانکارو نجونو سره یو ځای د تېښتې په حال کې ٶ چې د یو مسلمان څارونکي پرې سترګې ولګېدې، هغه د اطرافي او قبایلي خلکوجامې اغوستې وې، او نجونو ته یې هم هماغه ډول جامې کړې وې؛مسلمان څارونکي یو قومندان ته وویل چې دا هرمن دی او دا نجونې هم شکمنې ښکاري

هرمن نېغ سلطان صالح الدین ایوبي ته وروستل شو، خو سلطان ایوبي ورسره د دښمن په شان نه بلکې د یو مېلمه په حیث چلند وکړ، هغه ته یې سمدستي شربت ورکړ معنا دا چې د هغه سرپه امن کې دۍ،

.هرمن وویل: که تاسې زما د خبرو اترو پرته زما د وژلو حکم صادر کړۍ وای نو دا به ښه ٶ؟

سلطان صالح الدین ایوبي وویل: زه ستاسې په څېر پوه او مېړني انسان ته د قدر په سترګه ګورم،

هرمن وویل: آیا تاسې له مانه د دې پوښتنه کول غواړۍ چې په کومو- کومو سیمو کې زموږ څومره پوځ پروت دی!؟

سلطان ایوبي وویل: هیڅکله نه!

 دا زما څخه پوښتنه وکړه چې زه تاسې ته ووایم، ځکه ستاسې

.په زړه کې زموږ مجاهدین ناست دي

په حطین کې ستاسې پوځ بې شمېره ٶ خو .بریالیتوب مو په برخه نشو،

صالح الدین ایوبي وویل: تاسې ولې د مسلمانانو په منځ کې بد اخالقي، بې اتفاقي او د چوکۍمینه او محبت خپرولو او پدې توګه تا زموږ ملت او خلک څو کاله پرله پسې وجنګول؟

هرمن وویل: دا زموږ مسئولیت دی، موږ په صلیب باندې قسم خوړلی چې په هر ترتیب کېږي

موږ به مسلمانانو ته زیان رسوو، د هغوی ابرو، عزت، ناموس، حیا او ایمان به اخلو او په مقابل کې به عیاشي، فحاشي او وطن خرڅول دترقۍ اوآبادۍ تر نامه لاندى ور زده کوو؟

که نن تاسې دا خلک منع کړۍ نو سبا زموږ کسان په دې باندې کامیابېږي، موږ او تاسې به نه ٶ خو تاریخ به دا په یاد ولري چې په راتلونکي کې به د مسلمانانو واکمنان، مشران او سرداران زموږ روزل شوي او ګمارل شوي کسان وي، د حکومت ټول کارونه به هغوی ته سپارل کېږي، هغوی به ښکاره د نورو په شان مسلمانان وي خو په باطن کې به زموږ ملګري.او مرسته کوونکي وي،

:سلطان صالح الدین ایوبي وویل مېلمه! دا راته ووایه چې د پوځ کړه وړه نور څرنګه ښه کولۍ او د هغوی وقار پورته کوالي شو؟

هرمن وویل: محترم سلطان! زه ستاسې د فراست او هوښیارۍ ستاینه کوم، ستاسې داستخباراتو نظام ډېر ښه دی؛ د علي بن سفیان، حسن بن عبدالله  او بلبیس په څېر خلکو په شتون کې تاسې هیڅکله نه ناکامېږۍ، په ليکنه کى عبرت دۍ، چى بايد درس ترى واخلو،!!!

ربه توفيق!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟