No-IMG

د مسلمانانو د اته (٨) سوه کلن حکومت کولو راز !

يوه ورځ قطب الدين ايبک ښکار ته ولاړ، هلته ٸې په هوسۍ پسې غشى وويشت خو کله چي د ښکار په طرف ورغلو نو هلته ٸې وليدل چي يو ښايسته ځوان د هغه په غشي لګيدلى دى او په خپلو وينو کې تړپېږي تر دې چي لږ ساعت وروسته هغه ځوان مړ شو، قطب الدين ايبک ډېر سخت خفه شو د معلوماتو له کولو څخه وروسته ورته معلومه شوه چي نوموړى ځوان د نېږدى کلي اوسيدونکى وو او د يوې سپين سرې مور وروستۍ هيله او اميد وو، ځوان ځنګل ته لرګيو پسې راغلى وو، هغه ٸې خرڅول او خپله او د خپلې مور خيټه به ٸې ورباندي ساتله.

قطب الدين ايبک د هغه ځوان جسد راواخيست او د هغه د کور په طرف روان شو، کله يې چې مور سره ملاو شو او دا ٸې ورته وويل چي په غلطۍ کي راڅخه ستا زوى په غشي ولګيده او مړ شو نو سپين سرې مور يوه چيغه وکړه، په زمکه راپرېوته او بې هوشه شوه، وروسته قطب الدين ايبک خپل ځان قاضي او محکمې ته حواله کړ او خپل جرم ٸې ورته ووايه او هم ٸې ورته د پريکړې کولو پوره آزادي ورکړه.

قاضي مقدمه پيل کړه او هغه سپين سرې مور ٸې عدالت ته راوغوښته او ورته يې وويل:

کومه سزا چي تاسي وایاست همغه ډول سزا به مجرم ته ورکول کېږي؛ سپين سرې مور وويل: بيا به داسي بادشاه چيرته پيدا شي چي په خپله بادشاهۍ کي په خپل ځان مقدمه وچلوي، نوموړي زما زوى قصداً نه دى وژلى، له نن څخه وروسته قطب الدين زما زوى دﺉ او ما ورته د خپل زوى وينه وبښله.

قاضي هم قطب الدين بري کړ او ورته ٸې وويل: که چرته مو په عدالت کي معمولي د خپل بادشاهت څه زور او يا اثر ښکاره کړى وو نو بيا مې بوډۍ ته نه حواله کولې بلکي خپله مې درته سزا درکوله، په دې خبره باندي قطب الدين خپل خنجر راوويست او قاضى ته ٸې وښوده او ورته يې وويل: زما دي په خداىﷻ قسم وي چې که چرته تا زما سره د يو مجرم په څېر معامله نه وای کړې او زما د پاچاهي خيال مو ساتلى وى نو همدا خنجر مي درته په خيټه کې خښولو او وژلې مي، همدې ته د بادشاهۍ اصل ويل کيږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟