No-IMG

آیا لوبغاړي مقدس او سپيڅلي دي؟

نه مې غوښتل چې د «افغانستان د کرکټ د ځینو لوبغاړو په اړه د ځینو خپرو شویو اوازو» په اړه څه ولیکم. زما یو شمېر خواخوږي لوستونکي دي، د افغان کرکټ اړونده هره موضوع چې وي، د دوی توقع دا وي ‌چې زه هم پرې نظر ورکړم او خپل معلومات شریک کړم، دا هم د هغوی غوښتنه ده. دوی دې خدای ودان لري.

خبر خپور شو چې «شهزاد محمدي چا د بورډ له میلمستون څخه شړلی» دی او بد «چلند» یې ورسره کړی، خو د کرکټ بورډ مطبوعاتي‌ مسئول حکمت حسن دا خبره «درواغ، تور او تهمت» وګڼله. غواړم په همدې پلمه د افغان کرکټ مینه والو ته ځينې خبرې وکړم.

آیا لوبغاړي مقدس او سپيڅلي دي؟

 ګورئ، هېڅ یو لوبغاړی او هېڅ انسان مقدس،‌ پاک او سپڅلی نه دی او نه باید «د تقدس درجه» ورکړل شي. لوبغاړي هم انسانان دي. لوبغاړي د افغانستان د کرکټ‌ بورډ سره د یو قرارادا په اساس په ملي لوبډله کې لوبیږي. ښه معاشونه اخلي،‌ سفر خرچه اخلي، ښکلیو هوټلونو کې اوسیږي، د طیارې ښه سیټونو کې سفرونه کوي او ډېر نور امتیازونه ورکول کیږي او د ولس مینه هم وړیا ترلاسه کوي. په افغانستان غوندې وطن کې د «کرکټ لوبغاړي» له ولسمشر څخه هم «محترم بلل کیږي او بې حسابه امتیازونه ورکول کیږي». مګر زموږ په همدغو لوبغاړو کې یې ځینو د افغانستان «پاسپورټ ایسته غورځولی» دی. په دې اړه د تاج ملوک علم صیب کتاب ولولئ. «ځينو نورو لوبغاړو» په نورو هېوادونو کې بیا د افغانستان هېڅ ښه استازیتوب نه دی کړی، متاسفانه.

د لوبغاړو امتیازات، مګر په کوم قیمت؟

لوبغاړي د کرکټ بورډ قراردادي‌ ماموران دي. معاش اخلي،  سفر خرچه اخلي،‌ میلمستون کې وړیا شپې سبا کوي، چې سر او پښې یې په درد شي، له ملي بودجې څخه ورته لسګونه زره ډالر تشخیص کیږي چې جوړ شي. نوم لري،‌ شهرت لري، په ولس کې مینه لري او ډېر نور. آیا د کوم بل مسلک مامور به داسې امتیازات ولري؟

ځينې همدا لوبغاړي‌ نه وو چې د خپلو شخصي غوښتنو او غرضونو له وجهې یې په تېر نړیوال جام کې د ولس هیلې له خاورو سره خاورې کړې؟ د همدغو لوبغاړو شخصي غرض نه و چې افغانستان په نړیوال سټيچ کې ټوک ټوک او مات مات شو؟

ستاسو باور کیږي،‌ چې دا اوس چې موږ له ایرلنډ/زمبابوې سره لوبې لرلې، ځينې لوبغاړي ټي-۱۰ ته غوره شوي وو او یو څو تنو یې په ښکاره چېغې وهلې چې دوی اماده دي خپل ځای نورو ځوانانو ته پرېږدي او دوی دې د ټي -۱۰ تجارتي لیګ ته  ولاړ شي!

څو کاله مخکې، په جلال اباد کې د کرکټ په یوې «اکاډمۍ» کې ناست وو، یو لوبغاړي چې اوس ډېر مشهور دی، په عام مجلس کې وویل: که ماته دانګلنډ په کاونټۍ کې د لوبو چانس برابر شي، د افغانستان ملي لوبډله همدا اوس پرېږدم!

ګورئ، د لوبغاړو حق او امتیاز سره هېڅ مشکل نشته، دوی دې لوبې وکړي، د وطن لپاره دې بري راوړي او د کرکټ بورډ اداره دې ورته د نړۍ تر ټولو ښه امکانات او امتیازات ورکړي. ټول پرې خوشحالیږی. خو، ملي لوبغاړي هغه وخت ملي وي، چې ډسپلین، نظم،‌ اداري اصول، ملي ګټې او د ولس هیلې او احساسات ورته محترم،‌ ښاغلي او درانه وي، که بر عکس وي،‌ ملي نه دي تاجر او سوداګر دي‌ چې متاع خرڅوي او پېسې ګټي.

د کرکټ‌ لوبې او «ملي لوبغاړي» چې په خلکو ګران دي، په دې نه دي‌ چې ښکلي وېښته لري، ښایسته دي،‌ د دوی د سیمې او ټبر دي، ملګري یې دي، شناسه دي او ستوري لوبغاړي دي، بلکې په دې ورته ګران دي چې د «افغانستان نوم» ورسره تړلی او دوی «د وطن استازي»‌ بلل کیږي، که دا نه وي، دوی د نورو غوندې عادي افراد دي!

نظم او ډسپلین

دا ومنئ چې موږ «افغانان په عمومي ډول» او« لوبغاړي په خاص ډول » نظم، ډسپلین او اداري اصولو ته ډېر پابند نه یو او زموږ ډېر مشکلات له همدې پلوه دي. د لوبغاړو د ډسپلین خبره چې کیږي، یو د میدان ډسپلین دی چې د لوبې سره تړلي‌ مسائیل دي او بل یې د میدان څخه د باندې ډسپلین دی چې دوی د افغانستان استازي دي.

دا اوس په کابل کې د پاکستان سره سیالیو ته د یو شمېر لوبغاړو تمرین پيل شوی. د کرونا وضعیت ته په کتو، باید لوبغاړي قرنطین وي، ځای یې مشخص وي، دستکشې، ماسکونه د لاس وینځلو مایعات او نور ټول ترتیبات ورته ونیول شي او یوازې مشخص لوبغاړي او ماموران دغو ځایونو ته د تګ راتګ او دغو امکاناتو ته لاسرسی ولري. اوس، که د ملي لوبډلې یو بل لوبغاړی چې په تمرین کې نشته،‌ خو غواړي چې دغه محدود ځای ته ورشي، مګر نه پرېښودل کیږي، ملامت څوک دي؟ نظم، ډسپلین او اداري ‌اصول که لوبغاړی؟

بل مثال، زموږ لوبغاړي مسلکي لوبغاړي دي.‌ مسلکي په دې مانا چې همدا یې کار او همدا یې مسلک دی. دوی باید ۲۴ ساعته د ځان، صحت،‌ ملت، ورزش،‌ مسلک او کار په فکر کې وي. مګر، زموږ اکثریت لوبغاړي دا نظم او ډسپلین نلري. زما هېڅ زړه ته نه لویږي، چې ځوان-ځوان لوبغاړي‌ دې د یو-یو ټست کې ناکام شي؟ علت یې د هغوی په ژوند کې بي نظمي، مسلک، ورزش او ځان ته نه پاملرنه او بې احتیاطي ده. البته، ځینې یې د عمر په لحاظ د یو-یو ټسټ څخه بریالي‌ نشي وتلی. مګر ولې داسې وشي؟

په ماضي‌ کې بند پاتې کېدل

په افغانستان کې اکثریت سیاستوال له حکومت څخه په دې خاطر امتیاز اخلي چې په ماضي کې یې «کوم کار» کړی دی. که دې امتیاز ورکړ، هر څه سم دي،‌ خو که دې امتیاز ورنکړل، بیا حکومت هم فاسد دی، نظام هم فاسد دی او هر څه خراب دي. ځکه چې شل کاله مخکې «مشرانو یې او یا دوی قربانۍ»‌ ورکړي او اوس هم باید «امتیازات» ورکړل شي. له بدغه مرغه دا فرهنګ په ورزش او کرکټ کې هم مخ په دود کېدو دی. دا اوس ځینې داسې مخکني لوبغاړي او چارواکي شته چې د بورډ له بودیجې څخه یې «د قرض په نامه لسګونه زره ډالر اخیستی او نور په خپلې مخې تللي»، بورډ هم دا جراآت نشي کولی چې نومونه یې خپاره کړي او پېسې ترې واخلي. دا یو ډول «باجګیري»‌ ده. تاسو ته دې خدای اجر درکړي چې په خپل وخت مو کرکټ او کرکټ ته خدمت کړی دی. ژوند همداسې دی، موږ نن یو شاید سبا نه یو..

د «کرکټ بورډ» ستونزه

د افغانستان د کرکټ‌ بورډ ستونزه دا ده چې لا هم په ټولو مامورانو او لوبغاړو باندې نظم، ډسپلین او اداري اصول په پوره ډول پلی کولی نشي. البته په کرکټ بورډ کې دا مشکل ډېرې ژورې رېښې او سابقه لري، خو حل کول یې د «توغندي جوړولو علم»‌ نغواړي.

بل مشکل دا دی چې په بورډ کې یو شمېر کارکوونکي «د اداري اصولو په ځای خپلو شخصي ګټو او ډلو ته» ژمن دي چې د ډېرو ستونزو بیخ همدوی دي. دا کار هم له وطن، هم له کرکټ او هم له ادارې سره ظلم او جفا ده.

د بورډ بله ستونزه دا ده چې کله ناکله معلومات په وخت نه خپروي او ډېر کله داسې سوء تفاهم هغه وخت پیدا شي چې د کرکټ مینه والو ته «ناقص، ناسم، نیمګړي او یو طرفه معلومات» ورسیږي.

موږ ته څه کول په کار دي؟

وطن په ښه وضعیت کې نه دی. موږ باید هڅه وکړو چې ښه، مثبت او هیله بخښونکي خبرونه، معلومات او نور مواد خپاره کړو. وطن خو هسې هم له منفي خبرونو ډک دی او زموږ ذهنونه او فکرونه هم. جګړې زموږ روح او روان هم ډېر ځپلی دی، بنآ باید موږ ډېره هڅه وکړو چې ښه، مثبت، رغوونکي او د پرمختګ خبرونه خپاره کړو. البته، دا هېڅکله په دې مانا نه ده چې «حقیقت»‌ به نه وایو. خپل نظر او فکر به نه ښکاره کوو، حتمآ به دا کارونه کوو، حتمآ به «حقیقت» وایو او خپروو.

ماته هره ورځ د خپګان، لانجې، شاته تګ، ورنکارۍ، خشونت او ډېر داسې نور پیغامونه او معلومات راځي، خو زه یې ټول نه خپروم او نغواړم چې خپاره یې کړم، زه په دې عقیده یم چې که په یو ښه خبر، ښه پیغام او ښه تصویر د یو افغان ذهن ته هم مثبت فکر او پيغام انتقالیږي، ماته تر هغو  منفي او ناهیلي کوونکو خبرونو چې زرو کسانو ته رسي، غوره دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟