No-IMG

د مرحوم قاضي محمد امين وقاد کورنۍ ته د ورور حکمتيار د تسليت پيغام

 

بسم الله الرحمن  الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

د مرحوم قاضي صاحب محمد امين وقاد درنې کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته؛

د مرحوم قاضي صاحب محمد امين وقاد؛ د وفات په مناسبت؛ تاسو او ستاسو ټولو خپلوانو او عزيزانو ته تسليت وړاندي کوم، الله تعالی دي پر هغه د خپل مغفرت او رحمت سيوری و غوړوي او تاسو ته دي صبر او اجر درکړي.

دعاء کوم چي الله تعالی د ده او زموږ د ټولو مجاهدينو او شهيدانو سپېڅلي آرمانونه په دنيا او آخرت کي تر سره کړي، او هغه ورځ دي ژر راولي چي د آرمانجنو مؤمنو افغانانو، شهيدانو، مجروحينو او مجاهدينو آرمانونه تر سره شي او د اسلامي امت تېر مجد او عظمت اعاده شي، ان شاء الله دا ورځ به راځي او په نږدې راتلونکي کي به راځي.

په لوی الله مو سپارم.

په احترام

حکمتيار

۲۴-جوزا -۱۴۰۰

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟