No-IMG

حکمتيار: زما شهید پلار زما په خاطر یی بی شمیره کړاوونه وګالل

یوه ورځ پداسی حال کی چی د کورنۍ ټول غړی پلار، مور، وروڼه، خویندی، ښځه او ماشومان می او د تره ټوله کورنۍ په یوی خونی کی را غونډ شوی وو، پلار می راته مخ کړ او ویی ویل:

تا دا څه کارونه شروع کړي، ستایی له حکومت سره څه، چی ملایان، پیران، شیخان او نور څه نه وایی، د حکومت مخالفت نه کوي، نه اسلام په خطر کی ګڼ او نه وضع د اسلام په خلاف بولي، ته څه ته دا خبري کوې، سر له غره سره جنګوې، ولې ځان او ټوله کورنۍ تباه کوې، زموږ یی له حکومت سره څه، یا لدې کارونو نه لاس واخله او یا دي کډه او ماشومان درسره واخله چی چېري دی خوښه وي هلته ولاړ شه... هر یوه له یوی بلی ګوښی دا خبری تائیدولې او ما د ویلو لپاره هیڅ نه درلودل، داسی څه په نظر نه راتلو چی په ویلو سره یی دوی قانع کړی شم، ساکت او حیران ناست وم او دا خبری می اورېدلې.

تصمیم می دا وو چی په هیڅ صورت کی به له مبارزی نه لاس نه اخلم، خدای ته می سوال وکړ چی صبر او استقامت را په برخه کړي.

زه ګمان کوم چی د یوه مجاهد لپاره تر ټولو لویه او سخته آزموینه د کورنۍ مخالفت دی. عظیم الشان قرآن د ابراهیم علیه السلام، نوح علیه السلام، لوط علیه السلام او یعقوب علیه السلام په لار ښودونکو قصو کی دغی ستر ابتلاء ته اشاره کړی.

زما شهید پلار په داسی حال کی چی زما له مبارزېو سره موافق نه وو، خو زما په خاطر یی بی شمیره کړاوونه وګالل، دری کلونه یی د سردار په واکمنۍ کی او پاتې عمر یی د تره کي او امین د حکومت په دوران کی د زندان په تورو خونو کی تېر کړ او په پای کی د جلاد امین د بی رحمه ملګرو په لاس په دېر مظلومانه طور په شهادت ورسېدو، هغه یی د کندز او امام صاحب ترمنځ لویه دښته کې، ژوندی او په داسی حال کی چی په لاس پښو کی یی زولنې وی په موټر پسی وتاړو او په کشولو کشولو یی شهید کړ.

له شهادت نه څو اونۍ مخکی یی د یوه زندانی په لاس ماته احوال لېږلی وو چی اوس درسره موافق یم او دعا درته کوم.

ما ته لا تر اوسه نه د ده قبر معلوم دی او نه زما د دوو شهیدانو وروڼو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟