No-IMG

د اشرف غني نماينده د پکتيا ولايت لپاره را څخه پنځه لکه ډالر غوښتله

محمد اسماعيل ځاخی

 

اسلام عليکم؟

وعليکم اسلام؛

ځاځی صاحب زه دی فضلي نماينده يم دی فضلي صاحب سلامونه او پيغام تاسو ته رسوم هغه دا چه دی پکتيا امنيتي حالت خراب دي نو ريس صاحب جمهور غواړي دی پکتيا دی ولايت لپاره داسی څوک وګماري چه مجاهد وي او تر څنګ يی سواد ولري او په پکتيا کی په ولسونو کی  ځای ولري او تر څنګ يی اقتصادي حالت هم شه وي.

ځاځی وي يا منګل خو چون شميم کټوازی له منګلو سره څه مشکل لري مونږ کله چه دی پکتيا ولايت ولايتي شورا ريس او دی ځاځيو بعضی قومي مشرانو څخه پوښتنه وکړه نو ډيرو ستاسو معرفت وکړو نو  خبر شوو چه تاسو په سفر کی ياست غوشتل مو له نږدی بعضی مسايل درسره شريک کړو>

پس له ډيرو خبرو هغوی دغه فيصله وکړه چه تاسو دوبی ته راشی زمونږ نماينده هلته شته زه دوبی ته راغلم پرون شپه می يو په يو دی هغه سره ملاقات وکړو ما دی خپل اطمينان په خاطر له هغه څخه وغوشتل چه له فضلي سره خبری وکړم هغه عاجل اړيکه ټينګه کړه او لس يا شل دقيقی می له هغه سره خبری وشوی خو بلاخره تر ټولو خبرو وروسته ياد کس وويل ځاځی صاحب آخري خبره دا چه نور ولايتونه تر لس لکو ډالرو ورکړل شوي خو چون دی پکتيا حالت خراب دی تاسو به پنځه لکه ډالر په دوبی کی هغه صراف چه مونږ يی درته معرفي کوو ورکړی.

نو په دغه خبری سره می فشار جګ شو او ورته ومی خندل چه غلط پوه شوی يی زه دومره پیسی نه لرم زه چه دی جاپان څخه تر دوبی راغلم او دغه دندی ته می غاړه کيښوده خاص دی خپلو ولسونو لپاره چه پکتيا په ډير بد حالت کی ده تاسو کولی شی بل آدرس پيدا کړی .

دوستانو دا وطن شو او دغه يی هم حاکمان.

نو ښاغلي اشرف غني ته وايوو دغه ستا دی ملګرو او مشاورينو حال دی ملت په وينو کی لت پت دی او هغوی سره دی ډالرو غم دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟