No-IMG

سوله د مظلومو افغانانو مسلم حق دی او تر ملي ارزښتونو تېرېدل لويه جفا ده

ميډیا، فعال او مخکښ ژورنالستان او استخبارات د جګړې تر ټولو مهمو او تبليغاتي وسايلو څخه شمېرل کېږي. دوی داسې روزل شوي او عيار شوي وي، چې څنګه د یو هېواد په رابطه منفي يا مثبت تبلیغاتي او رسنيز پروګرامونه په عملي ډول تطبیق کړي. د جګړې په سړو او تودو دواړو ډګرونو کې رسنۍ، ژورنالیستان او استخبارات ډېر مهم رول او کرکټر لوبوي. په خورا مهارت خپله دنده ترسره کوي او ډېری وخت د لویو قوتونو له حمایت نه برخمن وي او ساتنه يې کوي.

په ټوله نړۍ کې رسنۍ، رسنوال او وياندويان يې په خپل واک کې نه وي. د ځينو خاصو استخباراتي کړیو او شبکو په وساطت کنټرولېږي. او د همدغو خاصو کړيو په امر هغه برنامې، خبرونه، شعارونه او پیغامونه خپروي، چې د حمايوي او تمويلوونکو کړيو په ګټه او نفع راڅرخي. کوشش کوي چې ټولنيز اذهان پر يو نه يو ډول مغشوش کړي، او له همدې لارې قومي، سمتي او مذهبي تربګنۍ او نفرتونه منځ ته راوړي.

زه په تمامه معنا هغه ژورنالیستانو او رسنیو ته د زړه له تله درناوی لرم، چې تر يوه بريده يې خپل رسنيز اصالت، بې پرې والی او خپلواکي ساتلې، خو له بده مرغه ځينې رسنۍ او ژورنالستان وخت ناوخت په خورا حساس او نازک وضعیت کی د پردیو پر لمسون پر داسې مسایلو تمرکز او بحثونه کوي، چې په فعلي شرايطو کې يې يادولو ته هېڅ راز اړتيا نه لېدل کېږي، بلکې نور مو هم پر ملي کچه له تهديدونو او ګواښ سره مواجه کولای شي. په فعلي وضعيت کې نبايد دومره موقع نورو ته ورکړو، چې زموږ له مظلومیت او بې وسيه سوء استفاده وکړي. سوله د مظلومو افغانانو یو مسلم حق دی او په بدل کې يې تر ملي ارزښتونو تېرېدل لويه جفا ده.

سره له دې چې ستونزې به وي، خو بيا هم افغانان په خپل منځ کې ګڼ مشترکات لري او يوه ورځ به که خدای کول خپلمنځي سولې ته ورسېږي. له سولې او د يو ټولشموله نظام له راتګ وروسته که بيا پر ځينو لويو ملي مسايلو خبرې کېږي، باک نه کوي.

په همدې هيله إن شاء الله!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟