No-IMG

اشرف غني له امريکايي چارواکو څخه د اسدالله هارون د خلاصون غوښتنه وکړي

کلېو سټافورډ سمېت

په ګوانتانامو کې د افغان بندي اسدالله هارون مدافع وکيل

 

د جون په ۲۵مه د جمعې په ورځ به ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په سپينه ماڼۍ کې له ولسمشر جو بايډن سره وګوري. زه له دوی دواړو دا غوښتنه لرم، چې مهرباني وکړئ په ګوانتانامو کې «د بې ارزښته بندي» اسدالله هارون موضوع هم ورسره راپورته کړئ. هغه دا څوارلس کاله په ګوانتانامو زندان کې له هر ډول جرم او محکمې پرته د بند شپې ورځې تېروي.

زما هېواد له هر ډول عذر او مبرِر پرته اسدالله هارون څو کاله په زندان کې ساتلی په داسې حال کې، چې د هغه هېڅ ډول بشري حقونو ته په کې درناوی نه کيږي. زه او زما همکاران هڅه کوو، چې روان وضعيت سمې خوا ته بوځو او موږ له هر ډول فيس او لګښت پرته د اسدالله هارون د خلاصون لپاره حقوقي هڅې کوو. بله دا چې زه غواړم، ولسمشر غني ته يادونه وکړم، چې د اسدالله هارون د خلاصون غوښتنه به په زړه پورې کار وي، ځکه چې ولسمشر بايډن غواړي، د ګوانتانامو زندان دوسيه نوره وتړي. په ګوانتانامو زندان کې ۷۸۰ زندانيان وو او اوسمهال په کې يوازې ۴۰ تنه پاتې دي او د اسدالله په خلاصون او هغه خپلې کورنۍ ته په لېږلو به موږ د خپل هدف پر لور ور نږدې شوي وو.

د رسنيو د رپوټونو له مخې واشنګټن ته د اشرف غني وروستی سفر په داسې حال کې ترسره کيږي، چې د افغانستان راتلونکي په اړه بې باوري او وېره مخ پر زياتېدو ده، چې خلک يې نهيلي کړي، تر څو خپل هېواد پرېږدي. په دوی کې هغه زرګونه سړي او ښځې هم دي، چې د غچ له اخيستو وېريږي؛ ځکه چې دوی له بهرنيو ځواکونو سره دندې تر سره کړي دي. که دا رښتيا وي، نو دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده. زه هيله لرم، چې افغانان به پر خپلو کورونو پاتې شي او په سوله‌ييزه توګه دې خپل ويجاړ شوی هېواد بېرته له سره جوړ کړي.

رښتيا خبره دا ده، چې دا ډېره د خفګان او اندېښنې خبره ده، چې ځينې خلک افغانستان پرېږدي؛ ځکه چې اسد داسې کار ته مجبور شوی دی او اوس غواړي، چې بېرته ستون شي، د هغه لپاره هېڅ داسې غوره ځای نه شته، چې دی يې له خپل هېواده غوره وبولي او دی غواړي، چې په افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره يو ځای شي او هلته ژوند وکړي. د ده خپله څوارلس کلنه لور مريم ډېره ياديږي او ده يوازې هغه مهال ليدلې وه، چې ډېره کوچنۍ او د غېږې ماشومه وه. دی غواړي، چې څوک له مريم سره مرسته وکړي، تر څو ډاکټره شي او افغان ولس ته خدمت وکړي. دی ټينګار کوي، چې د کرونا وبا له امله هم ډېری افغانان له مناسبې درملنې څخه بې برخې دي.

زه دا پوښتنه لرم، چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله په کومه موضوع له ولسمشر بايډن سره ګوري. ولسمشر غني زما هغې غوښتنې ته ځواب نه و ویلی، چې د اسدالله د وضعيت په اړه دې بحث وشي. ډېری وخت سياستوال خپل بنسټيز مسؤوليت له ياده باسي، چې هغه د خپلو هېوادوالو ساتنه او څارنه ده.

زه درته وايم، هغه څه، چې ولسمشر غني کولای شي، زما ولسمشر ته يې ووايي، چې د افغانستان په اساسي قانون کې ځينې قوي او مهم بندونه شته دي. په ۲۸مه ماده کې راغلي: «جايز نه دي، چې هېڅ افغان د جرم په تور له متبادلو ترتیبونو پرته اجنبي هېواد ته وسپارل شي.» همدارنګه نړيوال تړونونه هم دا وايي، چې افغانستان يې برخه ده، خو اسدالله په ډېره سادګۍ له هر ډول قانوني مشروعيت پرته له خپل کوره د نړۍ بل سر ته لېږدول شوی دی.

۲۴مه ماده وايي، «ازادي د انسان طبيعي حق دی» خو متحده ايالتونو د څوارلسو کالو راهيسې د اسدالله له دې طبيعي حقه انکار کړی دی. ولسمشر بايډن پوهيږي، د زوی له لاسه ورکول څومره ستره غميزه ده او اسدالله له تېرو څوارلسو کالو راهيسې له خپلې لور څخه همداسې لرې دی.

۲۵مه ماده وايي، چې تورن کس تر هغو پورې پاک بلل کيږي، تر څو، چې باوري محکمې پرې حکم نه وي کړی، خو اسدالله له هر ډول تور او محاکمې پرته نیول شوی دی. ۳۰مه ماده وايي، هر هغه بیان او اعتراف، چې له تورن او يا بل تن څخه په زوره اخيستل شوی وي، هغه باطل بلل کيږي. په داسې حال کې، هېڅ شی په خوښه نه بلل کيږي، چې ته يو سړی له خپلې کورنۍ ۱۲ زره کيلومتره لرې يوسه او هلته يې د کيوبا په يوه کوچنۍ فولادي پنجره کې بندي کړه او اقرار ترې واخله.

په پای کې ځان اړ بولم، چې ولسمشر غني ته يادونه وکړم، چې د اسدالله په اړه خپل قانوني مسؤوليت ته متوجه شي او دا خبره له ۳۹مې مادې اخيستل شوې، چې «دولت اړ دی، له افغانستانه بهر د خپلو اتباعو د حقوقو ساتنه وکړي.» دا د ولسمشر غني مسؤولیت دی، چې د اسدالله د بنسټيزو حقوقو ساتنه وکړي او که يې ونه کړه، نو ده به د خپلې دندې په اړه له شوې لوړې سره خيانت کړی وي، چې د خپلې دندې د پيل پر مهال يې کړې وه.

له همدې امله په ډېرې رښتينولۍ او صداقت دا هيله لرم، چې د جمعې په ورځ په ډېر روښانه او لوړ غږ دا خبره واورم، چې ولسمشر غني زما د بې چاره موکل په اړه خپل مسؤوليت ادا کړی او زه به په تمه يم، چې په لنډ وخت کې کابل ته سفر وکړم، تر څو د اسدالله له کورنۍ سره يو ځای د هغه د خلاصون خوښي ونمانځم.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟