No-IMG

طالبان؛ او په داخل او ګاونډ کې ډیزاين شوي تحولات!

د قطر شنډو مذاکراتو نتیجه هماغه شوه چې د قضیې حل یې په منطقي ډول امریکا او هغه طرف ته چې د معاملې توان او ذوق لري پرېښودل.

دا چې طالب مشرانو استانبول شاته کړ دا پکې یؤ قوي احتمال په همدې موخه پرانیست چې افغانستان د یؤ ملي حل ظرفیت نلري.

دا چې د معاملې طرف به پکې کابل وي که طالب دا ددې تحولاتو ډیزاین شوی مسیر په نښه کوي.

کابل ته د انګلیس او پاکستان د لوی درستیزانو راتګ دا پکې اول سوال پارونکی تحول دی، د پاکستان لوی درستیز تحرک لس سواله په ځای پرېږدي او دا چې له هغه سره د انګلستان لوی درستیز ملګری کېږي دا پکې شل نور سوالونه ایجادوي.

که په همدې حساب د سوال پارونکو تحولاتو پسې پل واخلو نو په پاکستان کې پاړه چنار او کویټه کې د امریکا لخوا د اډو غوښتل بل تحول دی او دا چې پاکستان پکې روک او سپین دریځ نه ښیي دا پکې بل یؤ شکمن سیاست دی.

همداسې چې په همدې سلسله کې د شکمنو تحولاتو پسې پل واخلو نو د طالبانو په قطر کې د کابل فوځ د جنګیالیو د تدریب او ټرینینګ مرکز غوښتنه دا پکې نه دا چې سوال پارونکی ده په عینې حال کې یؤ کمیډي تحول دی چې کاوبای امریکایان یې په خپلو بې وسو دوستانو هم منلی شي هم زغملی.

چې له دې ور تېر شو د جوبایډن او پوتین ملاقات او بیا پکې د زٰړو ناندریو سپیناوی چې په جومات کې د وژل شوو کسانو لپاره څه ځواب لري دا خپله ښیي چې ددې ډیزاین شوو تحولاتو لپاره جوبایډن د خپل حریف سپورې په خندا وزغملې.

که په همدې حساب د امریکایي مشرانو اظهاراتو ته لاړ شو هغه تر دې سوال پارونکې دي د خپلو لښکرو د وتلو او په کابل کې د خپلو ملګرو ناهیلۍ ته د بې ځوابۍ له مخې کله له بهر نه او یا استخباراتي عمل په ذریعه د همکارۍ تسلي ورکوي او بیا په دې خاطر چې طالب پکې ونه پارېږي په يؤ بل تور ماښام کې همدا خبره په یو بدل تعبیر کې داسې عوضوي چې که د امریکا سفارت په خطر کې شو او د څو ورځو په تېرېدو دا هم پکې یوه بله د وارخطایي خبره ده چې که سفارت تر ګواښ لاندې شو موږ به خپل سفارت وتړو.

دا ټول تحولات چې سره پرتله او تفسیر کړو او بیا هغه د څو درجنه ولسوالیو له سقوط سره پیوند کړو نو ډېر سطحي تحلیل کونکی هم پکې پوهېږي چې ددې تحولاتو شاته د معاملې او بولۍ خطرناک احتمال شته.

دا چې دا معامله به له طالب سره د کابل پر ضد او یابه د کابل او پاکستان سره د طالب پر ضد وي دا هغه پېچلې غوټه ده چې امریکا پکې تر اوسه کامیابه روانه ده.

د یوې خوا د طالبانو پرمختګ او د بلې خوا د شمال د جبهې مخکښانو ته په کابل کې حساسې دندې سپارل دا پکې د هغه تقسیمېدونکي افغانستان خطر ښيي چې سیاستمداران لا په کابل کې تر اوسه د مذاکراتو لپاره نۀ په عالي شورا موافق شول او نه هم قطر ته د یوې باوري جرګې په لېږلو.

تر کومه چې زه پوهېږم او د طالبانو پرمختګ او د امریکا نۀ ورخطایې ته ګورم ماته ښکاري چې دا ټول تحولات ددې لپاره ډیزاین شوي چې طالبان د خپلو شوو فتحو په پای کې په یؤ سیاسي چړ کې وغورځول شي، ماته راتلونکې ورځې د بدو پایلو له مخې بلاربې ښکاري.

ګورئ! چې دا بدبخت ملت به بیا د تېرو جګړو په شان پکې د جګړو یؤ بل تریخ پړاو ته غورځول کېږي.

د ولسوالیو مسلسل سقوط د امریکا او د هغه د ملګري حکومت سوړ سکوت دا الهام له ځان سره لري چې مبادا د پروني تاریخ نه عبرت نه اخیستی طالب او په مرګونو مخامخ روان طالب په درېیمه او بدغونې محاصره کې دا ځل د دشتې لیلې او جنګي کلا په بدتره یؤه ماجرا کې ښکیل کړي د جنګي کلا او د دشتې لیلې فاصله ښئي چې دا ځل به ددې اوږدې فاصلې او مسلسلو فتحو په غرور روان طالب بیاهم د خپلې دنیا د توطیو په ناخبرۍ کې مبادا هماغسې یوه خونړۍ فاجعه کې ښکیل کړي.

هغه چې د ملګرو ملتونو ایله جار مسولین یې له وار د مخه ګاونډیانو ته د مهاجرینو د منلو او زغملو توصیې کوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟