No-IMG

خدايه! نور به څه غواړم؟ - حکمتيار

تا ته مي په اوښكو په وار وار؛ گرېوان لوند شوى دئ

بل ته دي له طمعى چي بې نياز كړم؛ نور به څه غواړم؟

زما د دې ماشوم زړه؛ لويي هيلي دي ترسره كړې

نن كه بل فرعون ته بل موسى شم؛ نور به څه غواړم؟

اوږد مزل مي مخكي؛ پښې تڼاكي؛ لار مي وركه شوه 

صحرا او په سراب كي كه درياد شم؛ نور به څه غواړم؟  

تگ مي د تروږميو؛ پښې مي لوڅي؛ لار اغزنه ده

سست نشم او كوږ له لاري نشم؛ نور به څه غواړم؟

هره ورځ مي سل ځله ستا پښو كي خپل سر اېښى دئ

ستا د رضاء لار كي كه سر بايلم؛ نور به څه غواړم؟

اوري له آسمان سكروټي؛ زمكه ئې سور اور كړله

تا په سرو لمبو كي وساتلم؛ نور به څه غواړم؟

كلي ئې راوران كړل؛ جوماتونه ئې په وينو سره

وران ويجاړ وطن ته كه معمار شم؛ نور به څه غواړم؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟