No-IMG

باګرام؛ د تاريخ لويه تعذيبګاه او د ارامۍ ساه!

نن د تاريخ لويه تعذيبګاه له بهرنيانو خالي شوه، باګرام اډه د افغانانو د شکنجو او تعذيب يو خونړى تاريخ دى، د هېواد دا برخه تېر شل کلونه له ملي حاکميته په فراغ کې وه، نن چې د وطن دا برخه بېرته خپل خاصيت ته راستنېږي نو دا د خوشحالۍ مقام دى.

واقعيت دا و چې په 2001 کال کې امريکا د خبرو له لارې د سپتامبر د پېښو قضيه مخته وړلاى شوه، د هغه مهال اسلامي امارت دې غوښتنې منطق درلود، چې اسامه بن لادن په يوه دريم اسلامي هېواد کې محاکمې ته وړاندې کېداى شي.

د سپتامبر يوولسمې پېښه تر پايه ازادو او پياوړو څېړنو ته پرېنښودل شوه، هلته ډېرې پوښتنې وې چې بايد ځواب شوې واى.

د بوش زوروره جګړه!

بوش د ظلم نوى حد وکړ، يوه نوې زوروره او زورمداره ډيپلوماسي يې متعارفه کړه، هغه نړۍ ته د حق او باطل، باطل خط کش کړ، چې يا له مونږ او يا زمونږ له مخالف سره شئ، دريمه لاره نه شته. د بوش د ډيپلوماسۍ تر شا نړيوال ځواک و؛ نو ځکه يې ډيپلوماسۍ کې زور و او هېوادونو پرته له دې، چې د قضيې پر حقوقي، انساني او سياسي اړخونو او د امريکا پر پراختيا غوښتونکو عزايمو فکر وکړي؛ د امريکا په خوا کې ودرېدل.

رسنيو يو عاطفي ماحول ايجاد کړى و او د تاريخ دغسې لوى شر ته د احساس او عاطفې ګډون توږل کېده، يوازې زمونږ سيمې ته ازادۍ راډيو، آشنا راډيو، مشعل راډيو، ډيوه راډيو او ګڼې نورې رسنۍ فعالې شوې...

طالبان د داسې لويې فتنې په ورکولو بوخت وو، چې زمونږ هېواد يې ولايت په ولايت او کوڅه په کوڅه کومندان او پاټک سالارۍ ته سپارلى وو، د کابل تر نيولو وروسته طالبانو ته د يو لوى زغم، مدارا او سياسي تنوع د راجمع کولو اړتيا وه، خو دوى په کې په همغه خپل انډيوال صف کې مزل غوره کړ، دا اشتباه او د خبرو اترو په نسبت پر زور اتکا د تاريخ ترخې تجربې دي.

په هر صورت امريکا طالبان د خپل جنګ په ورستيو مورچلونو کې هدف کړل، او دا هدف د داسې يوه تهمت په سر و، چې هيڅ افغان په کې د سپتامبر د پېښې په طرح او تطبيق کې شريک نه و.

د امريکا بريدونو د پياوړي طالب مټونه پرې کول او لومړي خطونه يې يو په بل پسې ماتېدل، دا نن چې پخواني کومندانان وخت ناوخت د طالبانو په ماتولو کې ځانونه شريک بولي؛ دوى هغه مهال د امريکا تر هر بمبارد وروسته د ارواګانو ښاريو او کليو ته ننوتل، دوى په خپل زور کې ازمېښت ورکړى و، د دوى په زور کې دم چرته و؟

ډېر قومندانان دغه مهال کرايه شوي وو او په مسکو کې چې ملا فاضل کوم چا ته په ورانه ټنډه پيغورونه ورکړل او لاس يې ورته ټېل واهه؛ هغه  ورته خپل وختونه ورښودل هغه چې هغوى په کې د خرڅون په ارزانه بولۍ کې سيالۍ کولې او بندي شوى فاضل يې په کې ګوانتانامو ته ورسپارلو!

امريکا او ناټو ځواکونه راغلل او دا هېواد يې له ټولې هستۍ او نېستۍ سره ونيولو، په بن کې يې افغانستان ته موقتي حکومت جوړ کړ، هلته چې عبدالستار سيرت په ګڼو رايو مسترد شو او کرزى صيب په کې په نه رايو حاکم شو؛ خو همدا د حکومت امريکايي جوړښت و...

امريکا او طالبان؛ تقابل او تعامل!

د کرزي د لومړۍ منتخبې دورې تر نيمايي پورې حالات تر ډېره ارام وو، بهرنيو ځواکونو شپيني عملياتو ته زور ورکړ، په نيمه شپه به يې سړي د مېرمنو له څنګونو راپورته کړل، او د افغاني کلتور او حيا بندونه يې وار په وار ماتول... ګوانتانامو، باګرام، کندهار، پنجشېر او په لسګونو زندانونه ډک شول، او په دې ډول د بهرنيو پر ضد جګړه د شعور او جذبې امتزاج ترلاسه کړ، که پرون په نظرياتي بنياد لږو وګړو د بهرنيو پر ضد وسلې ته لاس کړى و، خو دې بنديخانو دا وسله وال لاسونه ګڼ کړل او ورو ورو دا جنګ هغه انجام ته ورسېده، چې په دوحه کې پامپيو د ملا برادر او خليلزاد په امضا ګانو کې د خپلو عسکرو د خوندي وتلو ضمانت ته چک چکې وهلې.

له واشنګټنه تر کابله او بيا تر دوحې دا سفر په ګلونو فرش نه و، دا خونړۍ ورځې او په وينو سره زمانه وه او لا هم ده، امريکايان په خپله خوښه راغلل خو په خپله خوښه نه، په نګه زور ووځي، که شل کاله مخکې د بوش د ادارې زور په ډيپلوماسۍ کې ټوپونه وهل؛ نو د دوى په مخ کې هم د زور او تقابل ډيپلوماسۍ دوه خطونه ولرل؛ يا ويستل يا رېبل! په دې خط کې طالبان د امريکايانو په وړاندې زورور ثابت شول او په اوږده تقابل کې يې ټول بهرنيان اړ کړل چې د ويستلو انتخاب لاسليک کړي، د دوحې تړون په همغسې استغنا او لويۍ کې امضا شو چې طالب لوري په کې د سپينې ماڼۍ دعوت ته رټ انکار وکړ.

په تېرو شلو کلونو کې امريکايان د جنګ اصلي برخه وه، دا جنګ اساساً هغوى پيل کړى و او لازمه وه، چې هغوى يې د پاى ته رسولو مسئولانه جهت واى.

د دوحې تړون د بهرنيانو د ويستلو په برخه کې يو لوى او تاريخي سند دى، راتلونکى تاريخ به دا سند د نننيو سياسي مودونو او اختلافونو نه لرې د يوې لويې جګړې د ګټلو او ازادۍ د شاهد او محصول په توګه لولي.

دا چې امريکايان او نور بهرنيان به څومره دېته ژمن پاتې شي، چې ووځي؟ دا به راتلونکى ثابت کړي. او د ځېنو رسنيو او سرچينو له قوله که تړون پټې او خوندي برخې ولري؛ هغه به هم تاريخ بيا راسپړي او طبيعاً د بحثونو محتوى به ورسره بيا تغير کوي.

په افغاني بعدونو کې جګړه او سوله!

د بهرنيانو تر ويستلو وروسته اړتيا ده، چې نور دا جګړه په افغاني بعدونو کې مطالعه شي، له همدې امله دا مرحله د تېرو شلو کلونو په نسبت حساسه ده، په بين الافغاني اډانه کې د سولې د مشروعيت بحث ته اړتيا ده، تر دې وروسته جګړه بايد د لويو ملي او اسلامي موخو په خاطر ودرول شي، کله چې ستونزه په خبرو هوارېداى شي نو جنګ او زور ته څه اړتيا ده؟

د نظام بحث اساسي دى؛ د دې بحث په اصل او عمومياتو کې ټول موافق دي، هيڅ لورى داسې نه شته چې ووايي زه اسلامي نظام نه غواړم، ټول وايي چې اسلامي نظام غواړو، نو په دغسې يوه متفقه اجنډا کې بايد سوله حتمي راتلونکى ولري، د اسلامي نظام تفصيل او جزيات بحث غواړي او همدا هغه ځاى دى چې د زور په ځاى بايد استدلال او منطق وکارول شي.

افغانان په ډېر طبيعي شکل اسلامي نظام غواړي، او له دې سره په څنګ کې د دولت او ټولو دولتي ادارو او بنسټونو ساتنه يو لوى تاريخي مسئوليت بولي، مونږ هېڅکله د تاريخ هغه خونړى تکرار نه غواړو، چې په داخلي جګړو کې مو دولتي بنسټونه ټول ړنګ شول او افغانستان د شرف او وياړ له مقامه اوبه اوبه څڅېده.

که څوک هم غواړي، چې دولتي بنسټونه پياوړي پاتې شي او ړنګ نه شي؛ هغوى بايد د جنګ د درولو او سولې داعيه واخلي او مبارزه وکړي.

د راتلونکي سوله ييز افغانستان لپاره اړينه ده، چې ټول لوري  په زغم، تسامح، يو دبل منلو او احترام سره د خبرو اترو مېز ته لاړ شي، اړتيا ده چې سياسي او اجتماعي تنوع ومنل شي او انحصار او استبداد ته نه وويل شي او دا هر څه يوازې په خبرو نه بلکه په عمل کې تبلور وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟