No-IMG

پلان شوې جګړه او بې پلانه سوله

عبد الوحيد وحيد

 

متأسفانه په افغانستان کې سیاست د پوخوالی او کره توب هغې کچې ته نه دى رسیدلى چې له نړیوالو معیارونو سره پرتله شی. دلته عموماً د سیاسی بریاو لپاره د عامه خلکو د کمزوری نکات کارول کېږی. دروغ ویل، چل، فریب، دوکه، هوایی ژمنې کول، د خپلې سپیڅلتیا د تبلیغاتو لپاره د ړندو مقلدینو  پیداکول، د عامه ولس د باور ترلاسه کولو لپاره عبادت کول، مذهبی ځایونو ته تلل، له ولس سره د الفاظو په کچه ځان خواخوږئ ګڼل، د قوم، سمت، ډلې او ژبې د حق غوښتنې لپاره د مبارزې  چیغه اوچتول، د زنده باد ویلو لپاره د ګوسفندی خلکو پیدا کول، له خلکو سره د خبرو په مهال د خاورې هیواد او د ملی ګټو لپاره د قربانی ورکولو دروغینې چیغې وهل د سیاست د بریا ضمانت ګڼل کېږی. زمونږ د سیاست  لوبغاړی پوهیږی چې په دغه هېواد کې د دین، هیواد، سولې، قوم او ژبې د چوپړتیاوو سوژې د سیاسی بریا ضمانت ده.

هر سیاستوال چې کومه سوژه ځان ته د خلکو د غولولو او د خپلو جیبونو ډکولو لپاره ګټوره وګڼله، کاروی یې او کله چې فرصتونه بدلیږی نو سوژه بدلوی، خو که فرصت بالکل ختمیږی نو زمونږ سیاستوال خپل متبوع هیواد ته او یا هم دوبئ تهران، کولاب او اسلام اباد ته مخه کوی او ولس پریږدی.زه د مقدساتو او ارزښتونو په نوم جګړه د سقوط د سناریو   بریاوې، ویاړونه، یا هم عیب او بدنامی د وژل شویو انسانانو، د بورو میندو، کونډو میرمنو، یتیمو بچیانو او در په دره تورسرو کونډو هویت ته په کتو،  د روانې مجهولی او مبهمې جګړې د توجیه نیمګړی منطق او د افغانانو له توی شوې  وینې سره په ترازو کې اچوم، بیا پوهیږم چې ګټه چا وکړه او زیان چا ولیده.

هدیرې له چا ډکې شوې او د یتیمانو لښکر چاته پاتې شو. بیا پرپکړه کوم چې دغه جګړې د ویاړ ارزښت درلوده او که د ماتم کولو وړ وه؟ باور لرم چې دغه جګړه داسې ډیزائن شوې ده چې تلفات  زیات، د افغانانو خپلمنځی دښمنی لا پیاوړی او د سولې مخه یو ځل بیا د یوه نامعلوم وخت پورې ډب شی.په جګړه کې له ولسمشر څخه نیولې تر والی پورې د هیڅ مشر زوى ګډون نلری. د هیڅ مشر  کورنئ  د جګړې په لیکو کې د خپل فامیل د وژل شوی غړی جسد ننداره نه ده کړى. په جګړه کې زمونږ د عام ولس د بچیانو وینه توئیږی. خویندې کونډې کیږی میندې بورې کیږی د پلارانو د ملا تیر ماتیږی، خورکئ ته د اختر کالیو راوړلو پسې د تللیو وروڼو جسدونه راوړل کېږی افغان ماشومان یتیمان کیږی او بالاخره د هیواد راتلونکئ مو تیاره کیږې. اوس خو اصفهان او دهلى هم نه فتحه کوو چې دومره په هسکه غاړه یې کیسې وکړو او یا هم ورباندې وویاړو. خپلې ولسوالی نن له یوه لاس څخه بل لاس ته تلل یو عیب او سبا له فاتح څخه مفتوح ته راګرزیدل یې بل عیب دى.د جګړې د خاتمی لپاره د  خپلو ټولو وړتیاوو  کارولو ته اړتیا ده.

خپلمنځی جګړه د افغانانو تر منځ د خپلمنځی اختلافاتو د حل په تړاو د هغوى د بى بسی ثبوت  ده. د یوه هېواد وګړی د یوه رب منونکی د یوه اسمانی کتاب پلویان د یوه پیغمبر امتیان او د یوه ملت افراد په خپل منځکې سره وژنی نو افتخار د څه؟  عسکر او که طالب مو ووژل، نو د افغانې مورکۍ د زړګی ټوټه مو ورڅخه واخیسته. که له ځان څخه د دفاع حق ومنم، نو بیا هم د تأسف مقام ده چې د ورور وژلو ته بل ورور ولې مجبور شو؟څو لسیزې وشوې چې زمونږ له هیواد څخه د سیستمونو د ازمویلو لابراتوار جوړ شوئ ده. هر بخت ازمویونکی افغانستان ته زمونږ له عقائدو او دودونو سره په ټکر کې پردی افکار  له ځان سره راوړل. چا د بورژوازی دیکتاتوری په وړاندې د مبارزې په موخه پرولتاریا دیکتاتوری خبرې کولې، خو له دواړو دیکتاتوریو سره یې یو ځاى سر وخوړ، چا  اسلامی نظام د نفاذ شعارونه ورکول خو وروسته معلوم شول چې د واک حرص ورباندی غلبه کړې وه.

چا د دین په نوم  دودونه په ښاری ټولنه کې د تطبیق هڅه وکړه، خو نه د ښار شو نه د کلی او چا هم د پاپولیستی دیموکراسی په نوم له زر،  زور، توپونو او الوتکو له غوړمبا سره ګډه ناپړیته نسخه زمونږ په لابراتوار کې له ازموینو لاندی ونیوه، خو داسې کړنې یې وکړی چې اوس د دیموکراسی مخکښان هم ورباندی شرمیږی. مونږ په خپلو دودیزو عقائدو ولاړه ټولنه یو. بدلون یوازې د ژورې اړتیا او یا هم د سپیڅلی ټریبیون له ادرس څخه منو.غیرمتزلزل باور لرو چې غنی  د یو متعهد ملی او ولسواک مشر په توګه نه کار کوی او نه یې هم وړتیا لری. د ښې حکومتولی،پیاوړی کاری ټیم جوړولو کې سترې نیمګړتیا لری د لویدیزوالو د حمایت ترلاسه کولو لپاره داسې عجیب او غریب کارونه وکړل چې نه یوازې خپل ملت یې له حکومت څخه بیزاره کړ بلکې د غرب حمایت یې هم ترلاسه نکړاى شو. نوموړۍ د واک لپاره  هر ډول معاملې وکړی. فساد سیستماتیکه بڼه خپله کړه، خو مونږ بیا هم له نسکور او پاشلی حکومت څخه د غنی فاسد حکومت په مراتبو ښه ګڼو. البته دا به عینی واقعیتونو سره ټکر وی چې د ولسمشر غنی تېرو تخلفاتو او تخطیو ته له کتو وروسته هم فکر وکړو  چې  په زعامت کې له بدلون پرته به زمونږ ستونځه حل شی. اوس خو لا داسې ښکاری چې غنی په خورا تیزی سره وخت له لاسه ورکوی.د اوس لپاره خو طالبان فکر کوی چې د سقوط تسلسل او له امریکا سره هوکړه واک ته د هغوى د رسیدو پیل ده. غنی بیچاره د سړیو له کمبود سره  مخ ده. د واک د غځولو په ویروسی رنځ اخته دى. له ستونځمن حالت سره له مخکې کیدو وروسته فکر کوی او بیا احساساتی ګام پورته کوی. خپله جګړه یې د واشینګټن دفاع بلله، خلیلزاد یې ستایه، خو اوس پوه شو چې هر څه خوب او خیال وو.څومره به ښه واى چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو له هوکړې وروسته له افغانانو سره د خپلو ستونځو د هوارولو ژمنو او افغان حکومت د بین الافغانی مذاکراتو په ترڅ کې سولې ته رسیدل خپل مسئولیت ګڼلاى واى.

دواړو خواوو په قطر کې د وخت تیرولو، ناندریو وهلو، د یو بل په پړه ګڼلو، د یو بل په وړاندې د سپکو الفاظو او اصطلاحاتو کارولو پرځاى د دوحې مذاکراتی ټیمونو ته د A پلانپلان او C پلان په توګه د جګړې د ختمولو لپاره ځانګړی، په ملی ګټو ولاړ، متمائل د عمل وړ او په مشخصو غوښتنو راڅرخول شوی مختلف وړاندیزونه کړی واى. متأسفانه چې تر اوسه د دواړو خواوو له لوری داسې طرحه نه وړاندی شوې چې په ځمکنیو حقایقو ولاړه او د توجیه وړ وی.د پوستو او ولسوالیو له مسلسل سقوط او د سترو ښارونو له نسبتاً خوندی حالت څخه داسې ښکاری چې د جګړې لپاره بشپړ پلان او د اړونده اړخونو ترمنځ همغږی هم شتون لری خو سولې ته ظاهراً هیڅ پلان او پروګرام نه ترسترګو کیږی. که اوسنى کړکیچن امنیتی او سیاسی  وضعیت دوام کوی او دواړه اړخونه په ملی او بین المللې کچه له فشار لاندې رانشی ، نو په ناببره توګه او یا د کوم مرموز پلان له مخې   د نظام د چورلټ سقوط وړاند وینه به دروغ نه وی او ددغه ډول ممکنه سقوط په تړاو د چارواکو اوسنى سیاسی سکوت به بوږنونکی پایلې ولری. کیداى شی طالبان د نظام سکوټ سقوط ونه غواړی خو د مخنیوی لپاره یې هڅه هم نکوی. نور قوتونه به شتون ولری. پردی استخباراتی ادارې د خپلو عمالو په لاس د نظام له د ننه څخه د نړولو هڅه کولاى شی.  د سولې د ضمانت ترلاسه کولو په شرط به په سیاسی زعامت کې بدلون  به د نظام د ژغورلو یوازنئ بریالئ لاره وی.

بخت ازمویونکو ته هم وایم چې دلته څو ځله مخکې هم سقوط تجربه شوى دى خو هیڅ فاتح په نظام جوړولو باندی نه دى بریالى شوى. مونږ د نړولو مهارت لرو خو جوړول بیا راڅخه پاتې شی او یو بل فاتح د سقوط پړاوونه بشپړ کړی. سقوط مه لمانځئ. اوس هم وخت شته. ژور فکر وکړئ. دغه ملت اوس سولې ته اړتیا لری. که غنی د واک د جنون او د قحط الرجال په ویروس اخته وو او هیواد یې بحران ته ورساوه، نو له تاسو مو غوښتنه داده چې تاسو هغه د پخوانیو ناکامو فاتحینو اشتباهات مه تکراروئ. دغه هېواد ته د فاتح ځواک په توګه نه د مالک په سترګه وګورئ، ستاسو خپلې او ستاسو د اسلافو سهوې او د ناکامی لاملونه وارزوئ. ځواک ښه ده خو یوازې ځواک هم ستونځه نشی حل کولاى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟