No-IMG

افغانستان ته د امریکا واقعي پالیسي څه ده؟

پرون جو بایډن افغانستان لپاره خپله پالیسي اعلان کړه. ده وویل چې دوی به د افغانستان حکومت سره بشري مرستو او خپلو پراخو اړیکو ته دوام ورکړي.

د امریکا د نوې ستراتیژۍ په داسې وخت کې اعلان چې طالبانو په لنډه موده کې په لوی تعداد ولسوالۍ نیولي، خپل اهداف لري. امریکا غوښتل افغان حکومت ته روحیه ورکړي او نړیوالو ته دا ووايي چې دوی به د افغان دولت ملاتړ کوي. په عین حال کې د دې ستراتیژۍ بل لوی هدف افغانستان او امریکا کې عام ذهنیت ته ډایرکشن ورکول ؤ.

په ټوله کې د بایډن پروني پریس کانفرانس کې نوي هېڅ نه ؤ. اوس سوال دا دی چې د افغانستان ته د امریکا واقعي پالیسي څه ده؟ دوی څه کول غواړي؟ افغانستان څخه په نړیوال سیاست کې څه ګټې لري او هغه ګټې دوی په کوم ډول افغانستان کې ویني؟ آیا سوله ریښتیا امریکایانو ته مهمه ده که هسې چل کوي؟

افغانستان کې د امریکا د آینده سیاست په اړه دوه تیوریانې دي.

اوله تیوری دا ده چې امریکا غواړي افغانستان کې سولې ته په ریښتونې مانا کار وکړي. دوی خپل نظامیان وویستل او اوس ښايي کوښښ‌ وکړي چې طالبان او حکومت سره یو توافق ته ورسوي، هیواد نسبي امن شي او دوی د آینده حکومت د ملاتړ ژمنه وکړي. دا کار به امریکا دې لپاره نه کوي چې دوی ته د افغانستان د خلکو وینه ارزښت لري او یا هم دوی ته زمونږ د هیواد آرامي مهمه ده بلکې په دې بنیاد چې د چین او سیمې شا او خوا هیوادونو په وړاندې افغانستان یو قوي‌ هیواد را څرګند شي او د امریکا دښمنان ونه توانېږي چې د افغانستان له ضعف سیاسي ګټه پورته کړي. دا هغه څه دي چې امریکا وروسته له دویمې نړیوالې جګړې جاپان او جرمني سره وکړل. اوس یې انډونیزیا، استرالیا، جنوبي کوریا او تایوان سره کوي. د روس په وړاندې دوی ترکیې، یوکراین او د مرکزي اروپا هیوادونو کې هم د همدې ستراتیژۍ په بنسټ مخکې روان دي. دا پورته یاد شوي هیوادونه امریکا دې لپاره بسپنه کوي چې چین او روسیې ته د دې هیوادونو له ضعف څخه د نفوز زمینه برابره نه شي.‌

بله تیوري دا ده چې امریکا غواړي افغانستان په ژبنیزو، مذهبي، پاړکیزو او قومي بنسټونو وویشي.‌ دا کار به امریکا هغه وخت کوي چې پوهه شي چې افغانستان کې سوله دوی لپاره ګټوره نه ده. پورته یاد شوي هغه هیوادونه چې امریکا یې د روسیې او چین پر وړاندې سیاسي او مالي ملاتړ کوي، د هغې هیوادونو سیاسي مشرتابه هم له امریکا همدا غواړي.‌ اوس که چېرته امریکا په دې پوهه شوي وي چې د سولې په نتیجه کې داسې حکومت منځ ته راځي چې دوی سره توافق نه کوي او نه غواړي د امریکا د بلاک برخه اوسي د دې پر ځای چې افغانستان د چین بلاک ته ولوېږي دوی لپاره په سیاسي لحاظ ګټوره پالیسي همدا ده چې افغانستان نا امنه کړي، سوله تخریب کړي او کورنیو جګړو ته لار هواره شي.

که واقعي تحلیل وشي او اوضاع له دې زاویې وڅېړل شي، په لاندې دلایلو دا مهال ټول قرائن د دوهمې تیورۍ دي

۱ جو بایډن په ۲۰۰۶ کې چې کله د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ؤ، د عراق په اړه دا نظر درلود چې عراق کې جورج بوش نه شي کولی یو مرکزي قوي حکومت رامنځ ته کړي. ده او د ده نږدې ملګري لسلي ګلب په ۲۰۰۷ کې د امریکا د هغه وخت ادارې ته عراق په اړه یوه طرحه ورکړه. دې طرحه کې جو بایډن د امریکا له حکومته غوښتي ؤ چې د امریکا پوځیان باید له عراقه ووځي‌ او عراق دې په درې برخو؛ شیعه عرب، شیعه سني او کردانو وویشل شي. دی هلته د یو داسې فدرالي نظام پلوی ؤ چې یو کمزوری مرکزي نظام وجود ولري خو هیواد په درې ټوټو ویشل شوی وي. د بایډن او ګلب دا طرحه هغه مهال ډېره نقد شوه خو بلاخر اکثریت امریکایي سیاسیون په دې موافق شول چې امریکا باید له همدې لارې له عراقه خپل پوځیان وباسي.‌ کله چې په ۲۰۱۱ کې اوباما رئیس جمهور شو او جو بایډن یې معاون رئیس جمهور ؤ دوی په عراق کې همدا طرحه عملي کړه. دوی غوښتل د ایران تر څنګ او منځني ختیځ کې د مداخلې لپاره عراق نا امنه کړي. هماغه وشول چې تر ننه پورې عراق په پخو ونه درېد.‌

۲ جو بایډن په فروري ۲۰۲۰ کې د  ډیموکراتانو په خپلمنځۍ مناظره کې وویل چې امریکا افغانستان ته د حکومت جوړونې، نظام جوړونې او د ډیموکراسۍ پلی کولو لپاره نه ده تللی بلکې دې لپاره تللی چې افغانستان کې د امریکا ګټې وساتي. هغه دا هم وویل چې افغانستان کې په یکپارچه ګي، اتحاد او اتفاق د امریکا ګټې نه خوندي‌ کیږي له دې امله اړینه ده چې امریکا په افغانستان کې قدرت وویشي او خپل طبیعي ملګري تقویه کړي تر څو امریکا ته د افغانستان لخوا تحدید ختم شي.‌

۳ همدې ته ورته خبرې پرون جو بایډن بیا هم تکرار کړې چې افغانستان په خپل تاریخ کې هېڅکله متحد هیواد نه ؤ. دا څرګندونې د امریکا واقعي ستراتیژي په ډاګه کوی.

۴ د روسیې، چین، ایران، پاکستان او مرکزي آسیا هیوادونو وارخطايي بل دلیل دی چې د افغانستان له راروانې اوضاع څخه د سیمې د هیوادونو ډار په ډاګه کوي.

۵ له کومې ورځې چې بین الأفغاني خبرې بن بست سره مخ شوي تر اوسه امریکا له اعلامیو پرته بل داسې هېڅ فعالیت نه دی کړی چې په واقعي مانا د سولې لپاره تپ و تلاش و ګڼل شي. دوی تر ډېره دواړو خواؤ ته دا وعدې ورکوي چې دوی به رول اداء‌ کړي خو په عملي لحاظ هېڅ نشته.‌

۵ که افغانستان کې ناامني په سیمه کې د امریکا لوی دښمنان لکه د ایران، روسیه او چین داخلي امنیت ته خطر پېښولی شي، امریکا ښايي دومره ساده نه اوسي چې زمونږ د آرامۍ لپاره خپلې ګټې پرېږدي.

دا او دې ته ورته نکتې د یو بل نه ختمېدونکي ناورین پیل دی.

که افغان حکومت او طالبان په دې وخت کې د دې لویو ښامارانو له زاویې د افغانستان ایندې ته ونه ګوري او په خپلو غوښتنو ټینګ ولاړ وي، لرې نه ده چې مونږ هم د عراق په برخلیک اخته شو. بیا به نه اسلامي حکومت وي او نه هم دا جمهوریت.‌

دا یاد ساتئ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟