No-IMG

د لویانو لویې سینې

    د اندلس مشهور محدث او عالم الغازي بن قيس (199هـ) رحمه الله مدینې منورې ته د زده کړو لپاره ولاړ، هلته یې لومړی له امام مالک رحمه الله نه درسونه پیل کړل، دې لومړیو شپو ورځو کې یوه ورځ نبوي جومات کې ناست و، چې ابن أبي ذئب رحمه الله راغی او د جومات له دوو رکعتونو کولو مخکې د ده خواته کېناست، الغازي ورته وویل: پاڅه دوه رکعته وکړه، جومات ته ننوتل او دوه رکعته نه کول؛ جهل دی. څو نورې پوچې خبرې یې هم ورته وکړې. ابن ابي ذئب پورته شو، دوه رکعته لمونځ یې وکړ او کېناست.

    امام ابن ابي ذئب رحمه الله چې لمونځ وکړ، د جومات یوې ستنې ته یې ډډه ووهله او د درس لپاره خلک پرې راټول شول، الغازي بن قیس چې د ده حالت ولید؛ وشرمیدی او سخت پښېمانه شو. له چا یې د هغه پوښتنه وکړه، چې دا څوک دی؟ ورته وویل شول دا ابن أبي ذئب دی، د مدینې ستر فقیه او مشهور و مخور مشر. الغازي چې فرصت پیدا کړ ورغی او عذرونه یې ورته پیل کړل، چې زه نوی راغلی یم، نه مې پېژندلې، دا ده او ها ده. امام ابن أبي ذئب ورته وویل: وه وروره! عذرونه ولې کوې، هیڅ خبره نه ده، د ښه کار امر دې راته وکړ او ما خبره درسره ومنله. (التمهيد لابن عبد البر : ٢٠ / ١٠٦).

    بې شکه چې د لویانو لویې سینې یي، دې کوچنۍ کیسه کې، د یوه مسافر او نابلده شاګرد د سخت او وچ چلند مقابل کې د مدینې د ستر امام ابن ابي ذئب رحمه الله له مینې او شفقته ډک چلند کې؛ زموږ د هر مشر، هر عالم، هر مدرس او هر ښوونکي لپاره پرېمانه پندونه او نصیحتونه نغښتي دي. (وه وروره! عذرونه ولې کوې، هیڅ خبره نه ده، د ښه کار امر دې راته وکړ او ما خبره درسره ومنله).

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟