No-IMG

د اسلام ريښتينى پيروان

يو دنګ ځوان، سپيره ويښتان، خړ مخ، خيرن كالي، څو ځايه شليدلې پڼې، اوږده لكړه په لاس په څادر کې څو لرګین لوښي په شاکړي وو چې جومات ته را ننوت .

امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رض او مسجد کې ناستو كسانو ته يي سلام واچاوه او په يوه ګوټ كې غلى كښيناست . امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ ، سلام يي ور بيا كړ او په خپلو كارونو بوخت سول . ځوان هم ناست و ، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا سي . د خلافت په دربار كې خلك يو څه كم شول ، عمر فاروق (رض) مسافر او سر وهلیً بر وهلیً ځوان ځانته راوغوښت او د حاجت پوښتنه يى ځني وكړه .

ځوان ورته وويل : امير المؤمنينه ! زه تاسو راغوښتى وم ، څو ورځې وړاندى ستاسی ليك راغى او دا دى زه له فرمان سره سم حاضر سوم .

امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ ، خو داسې څه يي په ياد نه سول ، چې دغه ځوان ته دې یي ليك استولى وی ، نو په خورا تعجب يي ترې وپوښتل .

ځوانه ! ومې نه پيژندلې ! زما نه دي په ياد چې تا ته مې كوم بلنليك در استولى وې !

په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شليدلى ګريوان سره را ټول كړ او په ډيره عاجزۍ او حيا سره يي د خداى (ج) د رسول وفادار ملګري ته وويل :

امير المؤمنينه ! زما نوم عمير بن مسيب دى او زه تير كال ستاسي له لوري د حمص والي ټاكل سوی وم . تيره اوونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسيد او دا دى زه له هغه سره سم د خپل مال ، اسباب او هر څه سره يوځای حاضر سوم .

امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې ، ګوته يي په غاښ كې نيولې او څو شیبې يي په ځير ځير د هغه حالت ته كتل . امير المؤمنين ته ورپه ياد سو چې تير كال يي دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و . هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانيدﺉ نو د ښكلا ، خوښۍ او شتمنۍ نښي يې په ټنډه كى له ورايه معلوميدې . دهغه دکوراو اغوستلو كالې په څو او ښانو بار وو ، د تورو ، زغرو او ډاليو حساب يي نه كيدﺉ , خو نن په داسي حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندي ناست و چې د فقر ، غربت اوبي چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و . پڼې او كالي يي شليدلي وو او څيره يي د بې خوبۍ او نه خوراك له امله تكه ژيړه سوې وه . د اسلام خليفه ورته و فرمايل :

الله اكبر ! عميره ! ته چې مې تير كال استولې ، خورا پنډ او ترو تازه وې ، د مال او اسباب حساب دې نه كيدﺉ ، خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې درته كتلاى هم نه سم ، خير خو به وي ؟ ولي په داسې حال يې ؟

 هغه ورته وویل چی امير المؤمنينه! له دندي مخكې ما سودا ګري كوله اوكله نا كله به ستاسو سره د خداى (ج) په لاره كې جهاد ته تلم ، ماته خداى (ج) ښي ډيري پيسې او شتمني راكړه ، خو كله چې مو د مسلمانانو په دنده و ټاكلم ، نو د مسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ .

امير المومنينه ! د حمص خلګ زكات او جزيه په مينه وركوي ، تير كال مو په مليونونو درهمه بيت المال ته تحويل كړل ، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلي پيسې مو دهيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کی لګولي ، په حمص كې مو لاري ، كاروان سرايونه ، ښارونه ، بازارونه ، كلا ګانې ، حمامونه ، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي ، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان ، ښيرازه او بډاى ولايت دی .

امير المؤمنين ترې وپوښتل : د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی ؟

 عمير بن مسيب ځواب وركړ :

امير المؤمنينه ! د ورځي روژه یم ، د شپې په اوبو روژه ماتوم او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم . دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي ، يو دغه څادر لرم ، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه ، چې ځان پرې ساتم .

حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی سو . دعمیر په حال یي غبطه راغله او خورا په زوره یي په ژړا پیل وکړاو لا س یي داسی په دعا پورته کړ:

ای الله (ج) ! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی . خدایه ، ماپه جنت کې له عمیر سره یوځای کړې . د عمیر سر یي ښکل کړاو د راتلونکې کال لپاره یي بیا حمص ته واستاوه!

دى اسلام ريښتينى پيروان!!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟