No-IMG

طالبانو ته!؛ د ایډیال او آرمان (اسلامي نظام) په سر مو کله هم سازش ونه کړئ

سیاسي نظام او د حکومت د چارو اخېستل،  د جناب نبی کریم ( ص ) د دعوت، جګړې او سولې په ستراتیژیانو کې بنستیز هدف وو.

طالبان باید د داسي یوه نظام په رامنځته کولو  او جوړولو کې اصلي،  اساسي او رغنده کردار ولوبوی، چې پایله یې افغان وطن ته لږ تر لږه د ۱۰۰ کلن ثبات د راتګ لامل شي.

له ۱۷۹۰ کال څخه چې کله د وخت انګریزی او روسې ابر ځواکونو د جغرافیا، ثروت او قدرت له دریځ څخه د خپل بهرنی سیاست بنسټیزی کرښې ټاکلي، هژمونیک لیدلوری او ستراتیژیک دوکتورین یې ترسیمول نو روسانو په افغاني جیوپولټیک کې د مرکزی، ځواکمن او تصمیم نیونکي افغان حکومت د نه شتون له امله، د بفر یا حایل تر منزوی زیندانه، د محدودلو سیاست اختیار کړل.

وروسته روسانو په ختېځی اروپا، اوسنی اوکراین او یوشمیر نورو سیمو کې د خپلو بوختیاوو او لومړیتوبونو پر بنسټ د افغانستان په سر معامله وکړله، چې پایله یې د امیر شیرعلی خان سره ټکر، په ۱۸۷۹ ز کال کې په ګران وطن فرنګی یرغل او په ۳ ټوټو د افغانستان تر وېش او تجزیی پورې شومی استعماری هڅې او طرحې شاملي وي.

اوس چې د ۳ افغان ـ انګریز جګړو، تزاری یرغل او تازه د امریکایی اشغال  د ماتي په دریځ ولاړ  یوو، نو دا په ټولو دیني فرض او ملي ـ تاریخي قرض دی چې د اسلامی او  ملي اقدارو او  د افغانستان د تاریخی ثبات په رمزونو برابر سوچه اسلامی او افغاني نظام رامنځته کولو په لار کې هېڅ ډول غفلت او کمي ونه کړو.

زه له طالبانو  هیله او غوښتنه لرم  چې په دې برخه کې د افغانستان په خیر خپل جدی او قاطع دریځ همداسي وساتي، تری تیر نشی، یو انچ سازش پرې ونه کړې او نه دې پریږدی چې د لسګوونوو زرو افغانانو په وینو،  هیلو، سرښندنو او زحمتونو  ګټلي تاریخی یون یې څوک ترې د کاذبو، احساساتی او عاطفی مصلحتونو په ترڅ کې غلا کړې.

د حدیبیی له سولې د مکي تر فتحي او  تر هغه وړاندی او  وروسته چې کله هم  د نبی کریم ( ص  ) د ستراتژیکو دوکتورینو، کرښو، کردارونو، غبرګونونو،  تعامل، هوکړو او ایتلافونو جاج واخلو، نو پوهیږو چې د دې ټولو راز او موخه د نبوی سیاست له دریځ د یوه مظبوط، تعریف شوی او باثباته نظام ـ حکومت  رامنځته کول، ټینګول  او په پښو درول  وو.

طالبان اوس د حدیبیی له دریځ څخه د مکي او خیبر په داسي غالب دریځ کې دی چې د  وطن د  وراثت، کفالت  او د تیر ۴۰ کلن  ناورین د درملولو، ګنډلو او مراندو تړلو تاریخی مسوولیت ور تر غاړې دی.

کوم چې په دې مهم ډګر کې د امریکا او  ۴۸ متحدینو له یرغل او   اشغال څخه وروسته تر ټولو اساسی کار چې باید  وکړي، د سیاسي نظام او دهغه د محتواه سره سم حکومت رامنځته کول دی.

زما وړاندیز دا دی چې د افغانستان قومی، اتنیکي، حساس جیپولټیک  او نازک  سیاسي حالت ته په کتو سره دا مهمه دی چې یو داسي نظام رامنځته شی چې بهرني سیاست او نظامي دریځ یې د ایران واکمن مذهبي نظام ته ورته وی، کورني اداری او اجرایوی جوړښتونه یې هم  ګنډلي او د هېواد په لویه کچه سیاست، اقتصاد او امنیتي اوبدنې حساسیتونه، لومړیتوبونو او ضرورتونه پکې مدغم او حل شوی وی.

هغه ملتونه چې د تاریخ له بد تکرار څخه یې ځانونه ژوندی او بریالي ایستلي، هغوی کوم خارق العاده او معجزه پنځونکي کار نه دی کړې،   بلکي له پرونه یې زدکړه کړې، د بدلون او تصمیم په کار کې قاطع وو او په  ټوله کې د خپلو باورنو، آرمانونو او ایډیالونو د دښمنانو او مخالفینو چلوټیو ته یې د تسلیم او سازش سر نه دی ښورولي.

هغه چې په دې برخه کې د کوبا د کاسټرو، د سینګاپور د لی کوان یوو، د چین دماوتڅه، د هند د ګاندي، د سویلي افریقاه د نېلسن مانډیلاء، د ونزویلاء د هوګو چاویز، د اندونیزیا د مهاتیر محمد، د ترکیی د نجم الدین اربکان او د ایران د روح الله خمینی هغه یې اوچتي، ملموسي او بریالۍ بېلګي دې.

درنښت

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟