No-IMG

نشنلیزم

نیشنليزم د اقوامو د ارتقاء لپاره په انساني ذهن جوړه شوې فلسفه ده چې ريښې يې آن تر زرعي انقلابونو ( Agricultural revolution ) پورې رسېږي .

د دې فلسفې ستر لارويان تېر شوې چې په تېرو نېږدې وختونو کې يې ګاندي,  باچا خان او کاسټرو مهمې څېرې دي ، د باچا خان عقايد او افکار جدا خبر ده البته په دې کې شک نشته چې هغه يو هوښيار شخصيت وو ، زما په آند معاصر نيشنليستان اصلا د نيشنليزم په فلسفه نه دې روان بلکه موږ په تېرو او معاصرو نيشنليستانو کې يو مهم توپير دا ليدلی شو چې هغوئ د هر استبداد او استعمار پر خلاف تر اخري حده انقلابي کوښښونه کړي وو البته معاصر نيشنليزم کې د استعمار تعريف کاملاً بدل شوې ، د معاصرو استعمارونو خلاف د دوئ کوښښ د نشت سره برابر دی .

دويم توپير دا دی چې پخواني نيشنليستان د خپل قام سره تر ټولو زيات مخلص ول ، خپلې شتمنۍ جان او مال يې د قام لپاره وقف کړې وو البته معاصرو يې ټاپوګان ، بنګلې ، حجرې چلول او په ډېرو جرايمو سرپه نه کوي .

بل مهم توپېر يې دا دی چې نيشنليزم کې تر هرڅه زيات قامي مفاد ته زياته پاملرنه کېږي البته معاصر نيشنليستانو يو موروثي سیستم جوړ کړی چې لمسي او زامن د بابا په اوږه ټوپک کېږدي او په هماغه نوم سياست کوي چې دا کار د نيشنليزم د بنسټيزو اصولو خلاف  دی ، ځکه چې په نيشنليزم کې به د قام قيادت د قام مفاد ته په کتلو ټاکل کېږي نه دا چې موروثيت ته اهميت ورکړل شي لکه څنګه چې بلور ، هوتي يا خان خاندان يوه روحاني اجاره داري جوړه کړې .

د پخواني او معاصرو نيشنليستانو نور هم ډېر توپېرونه شته خو وس په دې اکتفاء کوو .

نيشنلزم ولې يوه نا مساعده تګلاره ده ؟

په دې خبره کې شک نشته چې د نيشنليزم لارويانو کې ډېر مخلصه خلک هم شته چې غواړي قامي پرمختک وشي البته نشنليزم خپله دومره قوت نه لري چې انسان يې وسيله کړي او مسلسل پرمختک وکړي ، لامل دا دې چې نيشنليزم د نامساعده فلسفه ده ، د دې  ډېر لاملونه دي چې يو څو دلته ليکل غواړم ، 

۱: نيشنليزم کې توازن يا بيلنس ساتل ناممکنه ده ، پخواني وختونو کې به کلي يا ټولنې يو قام نه جوړې وې البته وس ډېر لګ قامي رياستونه (  nation states )  ليدلی شو وس اکثره کثير قامي رياستونه  (multinations states) دي ، يعنې په يو هيواد کې ډېر قامونه او ژبې والا مشترک ژوند کوي ، د دوئ ترمنځ معاملات ، ثقافت ، تمدن او نور مادي غير مادي اشياو تبادله کېږي ، ډېر وختونه راځي چې د دې ترمنځ تصادم رامنځته شی ، لکه مثال په ملټي نيشن رياستونو کې چې د کوم قام خلک واکدار شي نو په خپل مفاد ترلاسه کولو کې افرآط وکړي او بالاخر يې تصادم راشي ، د دې لوئ مثال په پاکستان کې د پنجابي او پښتونو ترمنځ تصادم دی ، چونکه پنجابي ( حکومتي او فوځي )  قيادت زيات دی نو ځکه د هغوئ زياته توجه هم خپلو قامونو ته ده ، کله قبايل د خپلو مفاداتو قرباني کړي ، کله تاجرانو ته مشکلات جوړ کړي ، کله کارخانې او ميلونه هلته منتقل کړي ، کله د پښتنو وسايل لکه بجلي يا اوبه د خپل مفاد لپاره کاروي ، چې دې کړنو سره د پنجابي په لاشعور کې د پښتون خلاف عقده جوړه شوې ، که پښتانه څومره هم قام پرست او ښه شي خو جانب مقابل ظالم دی ، تا دې ته نه پريږدي چې په رضا خپل حقوق ترلاسه کړې ، نو همدا لامل دی چې په نيشنليزم کې خو اول توازن نشي جوړېدای که بيا هم يو اړخيز توازن جوړ شي بل اړخ ته توازن برقرار نه ساتل کېږي . د دې خبرې لپاره معاصر مشهور ليکوال يوال نوح حراري دوه اصطلاحات کاروي چې يو ته سپينه قام پرستي ( white nationalism ) او توره قامپرستي ( black nationalism ) وايې .

۲: د نيشنليزم يو داخلي عنصر دی چې هغې ته پراګماتيزم وايې ، يعنې په هر کار کې بايد د خپل قام مفاد ته ترجيح ورکړل شي ، څومره ترجيح ورکړل شي ؟ دومره ترجيح ورکړل شي چې ترڅو بل قام ته ضرر ونه رسېږي ، سوال دا دی چې آيا ممکنه ده چې يو قام دې د دې حدودو کاملا پاسداري وکړي ؟ هو تر يو حده ممکنه ده البته مسلسل دوام يې نا ممکنه دی ، خامخا به خبره کله نا کله دسې يو موړ ته  رسېږي چې يو کار کې به د يو قام مفاد وي خو د بل قام تاوان به وي هغه بل قام مجبور دی چې د خپل مفاد دفاع وکړي ، دلته تصادم رامنځته کېږي او بالاخره تصادم په جنګ بدل شي ، د دې خبرې لوي مثال د جرمنيانو يا انګريزي نيشنليزم دی ، دوئ په خپل مفاد کې افراط وکړ او بلاخره په ميليونونو خلک قرباني شول دواړه شعوري خلک ول خو البته د دوئ شعور ونشو توانېدلی چې د دوئ مطلب پرستي يا سيلفيشنيس ته لګام ورکړي نو ځکه دوئ د مفاد پرستي حدود مات کړل  او افراط ښکار شول  ، نيزدي وختونو کې د مشرف پاليسي د پښتنو پر وړاندې يو لوي مثال دی .

نور بيا .......

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟