No-IMG

تکبیرات تشریق واجب دي

دتشــــریق دتکبـــــیرونو کلـــــمات:( اَلَّلهُ  اَكْبَرُ اَلَّلهُ اَكْبَرْ،لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ اَكْبَرُ،الْلَّهُ اكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ.)   

د دې مبارکو کلماتو دتلاوت او ترکیب صحي سند دابن ابي شیبه په روایت دسیدنا حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) نه نقل شوی.(بحر الرائق)، اتو هم همدا کلمات دسیدنا حضرت علي (رضی الله عنه) نه هم روایت دي.

خو په اصل کې دا کلمات چاو ویلي ؟.

  دسترو علماوو او په ځانګړي توګه د علامه ابن عابدين (رحمه الله) قول دی: کله چې حضرت ابراهیم خلیل الله خپل زوی (حضرت اسمعیل علیه السلام) دالله سبحانه وتعالی په آمر دقرباني لپاره عملاً چمتو کړ، الله سبحانه وتعالی دخپل خلیل د محبت او تابع داري جزبې ته دارزښت په بدل کې، حضرت جبرائيل(علیه السلام) ته د جنت پسه(ګډ) د فدیه وړلو او داسمعیل(علیه السلام) په بدیل کې دقرباني کولو حکم وکړ.

حضرت جبرائيل(علیه السلام) ګډ واخست او په تلوار ئې حرکت وکړ خو دا اندیښنه ورسره وه چې حضرت ابراهیم خلیل الله د سیدنا حضرت اسمعیل(علیه السلام) په ذبحه کولو کې تلوار ونکړي، دا مبارک کلمات ئې په جهر تلاوت کړل:(الْلَّهُ اكْبَرُ الْلَّهُ اكْبَرُ ).

سیدنا حضرت ابراهیم خلیل الله چې دسیدنا حضرت جبرائيل(علیه السلام) دا مبارک تلاوت دپیغام په صورت کې واورید، وېې ویل:(لااله الاالله والله اکبر).

په همدې جریان کې سیدناحضرت اسمعیل(علیه السلام) خبر شو چې ،حضرت جبرائيل(علیه السلام) دګډ فدیه راوړې او د ده پرځای قرباني کیږي، وېې ویل:(الْلَّهُ اكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ).

د دې دریواړو قرآتونو جوړښت او دکلماتو مجموعه(:( اَلَّلهُ  اَكْبَرُ اَلَّلهُ اَكْبَرْ،لَا اِلَهَ اِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ اَكْبَرُ،الْلَّهُ اكْبَرُ وَلِلَّهِ الْحَمْدُ.)   

دتشریق تکبیرات ذ الحجې دمیاشتې دلمړې او دویمې لسیزې  له عبادتونو څخه یو ستر عبادت دی.

دا مبارک عبادت په مبارکو احادیثو کې توضیح او تشریح شوی چې راویان ئې خپله صحابه کرام دي.

 دحنفي مذهب په نزد دتشریق تکبیرات اتفاقاً واجب دي، که څه هم چې دځینو بزرګانو په نزد سنت دی، خو دوجو په هکله ئې د قرانکریم دا مبارک آیت(وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ: البقزه:۳۰۳) دلیل دی، د همدې مبارک آیت په تفسیر کي  حضرت عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما)، عطا بن ابي رباح،مجاهد، إبراهيم، قتادة، سدي، ضحاك، او...(رحمهم الله) فرمائې چې له (أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ) نه مراد دتشریق ورځي دي، نو په دې بنأ دا حکم دالله سیحانه وتعالی دی.

  پيل تکبیرات تشریق په اتفاقي ډول د عرفې دورځي دسهار لمونځ دسلام ګرځولو سره سم ویل کیږي، خو دپای په اړوند ئط یو څه اختلاف شته.

دامام ابو حنیفه(رحمه الله) په قول: تکبیرات تشریق دعرفې دورځي دسهار لمونځ نه متصل پیل او پای ئې د اخترد لمړي ورځي دمازدیګر لمونځ نه وروسته په ویلو سره ختمیږي، چې ټول اته(۸) امونځونه کیږي.

د صاحبینو په قول:تکبیرات تشریق دعرفې دورځي دسهار لمونځ نه متصل پیل او پای ئې د اخترد څلورمې ورځي دمازدیګر لمونځ نه وروسته په ویلو سره ختمیږي،چې ټول درویشت(۲۳) لمونځونه کیږي.

فتوی به قول د صاحبینو په قول دی، چې د ذی الحجې له نهمې نیټي(عرفې ورځي) دسهار لمانځه نه دسلام ګرځولو سره جوخت دتشریق تکبیراتو تلاوت پیلیږي او دهمدې میاشتي د دیارلسمې نیټي( داختر څلورمې ورځې ) دمازدیګر لمونځ نه وروسته ختمیږي، چې ټول (۲۳) لمونځونه راځي (دا قول د احتیاط په بنأ غوره شوی اوپه عباداتو کې احتیاط ضروري وي)  .

همداراز فتوی به قول دادی چې دتشریق تکبیرونو تلاوت په هر هغه نارینه، ښځینه اومشترګ جنس لرونکو(مؤمنینو) واجب دی چې لمونځ پرې فرض وي، پر چا چې لمونځ فرض نه وي پرهغو دتشریق تکبیرات نشته.

نارینه به دا تکبیرات په چهر او ښځي به ئې خفیه لولي.

دتکبیرات تشریق به څو ځله وايي؟

دتشریق تکبیرات په همدې معین او معلومو ورځوکې دهر فرض لمانځه نه وروسته یو ځل لوستل واجب او له هغه زیات مستحب دي.

که له امامه تکبیرات هیر شول؟

مناسب او لازم دی چې دهر فرض لمانځه وروسته امام دتشریق تکبیراتو په جهر لو ستلو پیل وکړي او مقتدیان ئې متابعت وکړي،که له امام څخه دتشریق تکبیرات هیر شول مقتدي به ئې تلاوت په جهر کوي تر څو امام هم متوجه شي، دتشریق تکبیرات تلاوت کړي.

امام ابو یوسف (رحمه الله) یو ورځ امامت کوو، چي دتشریق تکبیرات  ترې هیر شول،امام ابو حنیفه (رحمه الله) ئې تر شا د مقتدي په توګه ناست و، هغه د تشریق تکبیرات پیل کړل او بیا همدا تکبیرات امام ابو یوسف(رحمه الله) ویل پیل کړل او ټولو مقتدیانو متابعت وکړ.

مسبوق

مسبوق: هغه چې دجماعت لمونځ، یو او یا زیات رکعتونه ترې پاتي وي، دی به هم د سلام ګرځولو سره سم دتشریق تکبیرات په جهر لولي.

که په دغو ورځو کې له چانه لمونځ قضأ شي؟

له هر هغه چاچي په دې ورځو کې د معذرت په بنأ لمونځ قضأ شي، که په همدې ورځو کې قضأ ئې را وګرځوو، تکبیرات تشریق به هم لکه څنګه چې ذکر شوي باید ولولي.

که دغه ورځو لمونځ په نورو ورځو کې او یا هم دنورو ورځو لمونځونو قضأ په ایام تشریق کې را ګرځوي تکبیرات پرې واجب نه دي،که هغه دتیر کال د تشریق دورځو قضأ لمونځونه هم وي.

دتشریق تکبیرات او لمونځ

تکبیرات تشریق دلمانځه له خصوصیاتودی، په همدې اساس متصل د لمانځه فراغت سره سم لوستل کیدل ئې واجب دي .

کوم عمل چې منافي دلمونځ وي یعنې لمونځ فاسدوي، نو تکبیرات تشریق هم باطلوي، لکه خبرې، خوراک او...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟