No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د حزب اسلامي افغانستان مشر ګلبدین حکمتیار وایي امریکا په جګړه کې ښکېل افغانستان پرېښود او سرتیري یې وواېستل.

حکمتیار، چې د لوی اختر تر لمانځه وروسته خبرې کولې وویل، چې امریکا افغانستان کې ناکامه شوه، افغانستان یې په جګړو کې ګېر پرېښود او خپل سرتیري یې و اېستل.

‏حکمتیار وایي چې دا مهال د ملیشه سازۍ لپاره هڅې په چټکۍ روانې دي او ځیني هیوادونه افغانستان کې له دغو غیر مسوول وسله والو او ملیشو ملاتړ کوي.

نوموړی وایي حکومت د سولې اراده نه لري او اوس له وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار داده چې یو غیر ائتلافي انتقالي حکومت جوړ شي.

: ‏په داسې حال کې چې ولسمشر غني دوه کاله مخکې له ټرمپ څخه وغوښتل چې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره دې سرتیري له افغانستان څه نه وباسي، او افغان حکومت تیار دی، چې خپل لګښتونه کم کړي، خو ولسمشر نن د اختر تر لمانځه وروسته خبرو کې وویل، بهرني ځواکونه ده خپله له افغانستان څخه اېستلي.

: ‏ولسمشر غني وايي طالبان د ظاهر شاه د دوران د اساسي قانون د پلي کېدو غوښتنه کوي.

ولسمشر غني ويلي, طالبان د ظاهر شاه د وخت د اساسي قانون پر پلي کېدو سره غواړي د امارت بيا راګرځېدو ته لاره اواره کړي ځکه په وينا يې 1964 کال کې د افغانستان د اساسي قانون له مخې شاه له مسووليت مبرا و.

‏ولسمشر غني يوځل بيا د طالبان جګړه ناروا بللې او پر طالبانو يې غږ کړی تر څو د افغانستان د معادنو, اوبو , امنيتي ځواکونو او ډيورنډ کرښې په اړه له پاکستان سره د خپلو پټو معاهدو په اړه وضاحت ورکړي.

: ‏امنیتي سرچینې وایي چې ارګ کې د اختر لمانځه پر مهال د ښار ځینو برخو کې، د لګیدلو راکټونو په تړاو جدي  پلټنې پیل شوې او ژر به له رسنیو سره جزییات شریک کړل شي.

: ‏ولسمشر غني د اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ. هغه وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د سولې لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري.

: ‏پخواني ولسمشر حامد کرزي د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا تمه ښودلې چې افغان جګړه ژر تر ژره د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

حامد کرزي پر طالبانو غږ کړی چې د جګړو د ختمولو لپاره جدي اقدام وکړي او له افغان حکومت یې هم غوښتي چې رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي.

‏کرزي همدا راز ویلي چې طالبان باید د عامه تاسیساتو له ویجاړولو لاس په سر شي ځکه دا د نړیوالې ټولنې په مرسته د افغانانو د هوساینې لپاره جوړ شوي تاسیسات دي چې ویجاړول یې له دې وطن سره ستره جفا ده.

پخواني ولسمشر تمه ښودلې چې تر اختر وروسته مذاکرات چټک او جګړې کمې شي.

: ‏ولسمشراشرف غني نن ماذدیګر د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد له والیانو، د قول اردوګانو او امنیه قومندانانو او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو سره خبرې کړي او هغوی ته یې د امنیت خوندیتوب لپاره لازمې سپارښتنې کړي.

: ‏ولسمشر اشرف غني نن د لوی اختر لمانځه تر ادا کولو وروسته له افغان هندوانو او سکانو سره کتلي.

لیدنه کې ولسمشر ویلي، چې د افغان هندوانو او سکانو په اړه زموږ دریځ له اساسي قانون سرچینه اخلي او زموږ پر وړاندې د دوی مقام لوړ او ارزښتمن دی.

: ‏اردوغان: ترک‌های قبرس از استقلال خود هرگز دست نخواهند کشید.

: ‏عراق کې خونړۍ چادونه؛ ۳۵ کسان  وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

: رییس جمهور ترکیه از کمک برای شتاب بخشیدن روند صلح افغانستان خبر می‌دهد.

رجب طیب اردوغان می‌گوید که باور دارد ترکیه با کمک به روند صلح دوحه درباره افغانستان آن را بهتر خواهد کرد.

او تاکید می ورزد که درکنار این گزینه های دیگر نیز برای کمک به ایجاد ثبات درافغانستان ادامه دارند.

آقای اردوغان گفت: «روندی وجود دارد که در دوحه ادامه دارد. من معتقدم که ما این روند را بهتر خواهیم کرد. گزینه های دیگری نیز وجود دارند. ما در حال حاضر بر روی آنها کار می کنیم

درهمین حال آقای اردوغان ازایالات متحده می خواهد تا منابع مالی را دراختیار انقره برای پیشبرد کارهای میدان هوایی حامد کرزی قرار دهد.

رییس جمهور ترکیه پس ازادای نماز عید درقبرس شمالی می پذیرد که طالبان درباره چه گونه گی سپردن مسوولیت میدان هوایی کابل ملاحظاتی دارند اما او تاکید می ورزد که انقره این مسوولیت را درصورت بردوش خواهد گرفت که هزینه های مالی آن ازسوی امریکا فراهم شوند وامکانات کنونی دراین میدان هم دراختیار نیروهای ترک قرار داده شوند.

: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې دوی په نږدې ورځو کې شاوخوا ۲۵۰۰ افغان همکاران له افغانستان وباسي او په موقته توګه یې په ویرجینیا کې په فورټ لي نظامي اډه کې ځای پر ځای کوي.

: ‏روسیه، تاجکستان او ازبکستان افغان پولې ته څېرمه نظامي تمرینات پیلوي. د روسي پوځ یوه جنرال الکساندر لوپین په تازه څرګندونو کې ویلي چې دغه تمرینات د تاجکستان په یوه ستره نظامي اډه کې د پنځو ورځو لپاره ترسره کېږي.

: ‏په امریکا کې په ځنګلي سیمو کې د تاریخ تر ټولو ستره اورلګېده رامنځ ته شوې ده. د راپورونو له مخې دغه اورلګېدنه د روانې میاشتې له شپږمې پيل شوې چې تر دې دمه یې ۱۲۰ زره هکتاره ځنګل سوځولی دی. دا اورلګېدنه په اورګان نومې سیمه کې رامنځ ته شوې.

: ‏اسراییلي ځواکونو په سوریه کې د ایران ملېشو د وسلو پر زیرمتون هوایي بریدونه کړي. د سوریې د حکومتي رسنیو د راپورونو له مخې پوځ بریالی شوی چې د هوایي دفاعي سیستم په مرسته دغه توغندي خنثی کړي، خو ځینې نورې رسنۍ بیا وایي چې دې توغندیو د ایراني ملېشو د وسلو زیرمتونونه په نښه کړي.

: ‏امریکایي پوځیان وایي په افغانستان کې د نامعلومې او بایلل شوې جګړې له امله له خپلو کرغېړنو سیاستوالو کرکه کوي. رویټرز د افغانستان د شل کلنې جګړې په اړه له ځينو امریکايي پوځیانو سره مرکې کړې دي او دوی ورته ویلي چې په افغانستان کې یې شل کلنه جګړه مبهمه وه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟