No-IMG

مهم ترین های امروز چهارشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په اسلام اباد کې د افغان سفیر د لور د تښتولو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د غیرمسلکي څرګندونو په تړاو اندېښنه ښودلې ده.

‏د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، په داسې حال کې چې تر دې دمه څیړنې پای ته نه دي رسیدلې او مجرمین نه دي نیول شوي، یو اړخیزه او تر وخت وړاندې څرګندونې د تحقیقاتو پروسه تر پوښتنې لاندې راولي او د بې اعتمادۍ سبب ګرځي.

‏اعلامیه کې ویل شوي چې د سلسلې علي خېل د جسمي او روحي شکنجې اسناد په روغتونونو کې موجود دي او په کار ده چې  تر بشپړو څيړنو وړاندې له هر ډول غیرمسلکي څرګندونو ډډه وشي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی  وايي، افغانستان کې نظامي بریا هیڅ لوري ته ممکنه نه ده او نه یې هم په ګټه ده نو ځکه باید پر مذاکراتو تمرکز وشي تر څو سوله یزې حل لارې ته ورسیږو.

‏پخواني ولسمشر حامد کرزي چې د والدای د خبرو کلب ته یې په انلاین توګه وینا کوله ویلي،  افغانستان کې شخړه پیچلې ده او اساسي ریښې یې هم د افغانانو تر منځ نه بلکې د نړیوالې لویې او سیمه ایزې مداخلې پایله ده. نو ځکه یې پایلې ددې عناصرو په تصمیم پورې اړه لري.

‏کرزی وايي، د افغانانو د نیت او ارادې په رسمیت پیژندلو سره، امریکا او د سیمې د نورو مهمو قدرتونو لکه روسیې چین او افغانستان نږدې ګاونډیانو لکه پاکستان او  ایران ترمنځ واقعي همکاري کولای شي دې شخړې ته حل لار ومومي.

: ‏ولسمشر محمد اشرف غني وایي د طالبانو جګړه دیني او ملي مشروعیت نه لري او له دریو تر شپږو میاشتو یې ټول تمرکز د اوسني وضعیت په مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو او برنامو پر اساس به لا زیات مثبت بدلون ومومي.

‏ولسمشرغني وايي، چې طالبان له القاعدې، جیش محمد او لشکرطیبه ترهګریزو ډلو سره ژورې اړیکې لري.

ولسمشرغني د کومانډو ځانګړو عملياتو قول اردو څخه د ليدنې پر مهال وویل، چې طالبان د القاعده، جیش محمد اولشکر طیبه ترهګریزو ډلو سره اړیکې پالي او غواړي ‏افغانستان د تروريستانو په پټنځي بدل کړي،  خو زیاتوي چې د افغانستان دولت او ملت ورته هېڅکله دغه اجازه نه ورکوي.

غني ویلي چې د عادلانه او پایداره سولې اراده لري خو خبرداری ورکوي چې دښمن ته به هیڅکله تسلیم نه شي.

: ‏د افغانستان د وسله‌ والو ځواکونو لوی درستیز هند ته ځي.

هندي رسنۍ وايي جنرال ولي محمد احمدزی راتلونکې سه شنبه د دوه اړخیزو پوځي اړیکو د پراختیا په هدف د خبرو لپاره په درې ورځني سفر هند ته ځي.

‏د هندوستان «NDTV» ټلوېزیوني شبکې رپوټ ورکړی چې په دې سفر کې به له هندي چارواکو سره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره جوخت د بریدونو پر زیاتیدو هم خبرې وشي.

احمدزی به له خپل هندي سیال، جنرال منوج مکند نرونی  او د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم وګوري.

: ‏د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن سهار انګلستان ته ولاړ.

د ملي امنیت شورا د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي شوي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن سهار د انګلستان له سیاسي او امنیتي رهبرۍ سره د لیدنې په هدف یاد هیواد ته ولاړ.

‏د خبرپاڼې له مخې محب به ددغه سفر په لړ کې د انګلستان له چارواکو سره پر بیلابیلو موضوعاتو بحث او خبرې وکړي.

: ‏پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، چې امریکا د افغان دولت د کمزوري کولو په هڅه کې ده.

‏پخوانی ولسمشر وايي، د سولې تر جدي خبرو وړاندې امریکا هڅه کوي چې ځینې ولایتونه د طالبانو په اختیار کې ورکړي. نوموړی زیاتوي کله چې په واک کې و، طالبانو ده ته هم ورته وړاندیزونه کړي وو خو د نوموړي له مخالفت سره مخ شوي وو.

: ‏ځایي سرچینې وايي چې د کونړ غازي اباد ولسوالۍ کې ۷ افغان امنیتي سرتېري وژل شوي، ګڼ شمېر ټپیان دي او ولسوالۍ په بشپړ ډول تر محاصرې لاندې ده.

د سرچينې په خبره، پر ولسوالۍ جګړه لاهم روانه ده او طالبانو د جلالا بېز په بشپړ ډول لمنځه وړی دی.

‏سرچینه ادعا کوي چې طالبانو د دې بېز ۳۵ تنه سرتېري له ځان سره وړي.

امنیتي مسوولينو بیا په دې اړه څه نه دي.

‏د کونړ د دویمې لوا د مطبوعاتو امر بیا د جلالا بېز لمنځه تلل ردوي او وایي، کونړ کې پر جلالا بیز، څو ولسوالیو او پر ګڼ شمېر نورو پوستو د طالبانو شدیده جګړه روانه ده.

: ‏د ايراني رسنیو د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظريف د ټيليفون له لارې نن د هند د بهرنیو چارو له وزیر جای‌شنکر سره د دوه اړخیزو موضوعاتو سربېره، د افغانستان پر وضعیت هم خبرې کړې دي.

: ‏د راپورونو له مخې، روسیه خپل پوځ د نظامي تمرینات په موخه د تاجکستان - افغانستان او ازبیکستان - افغانستان ترمنځ پولو ته نږدې لیږي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي، د دغو نظامي تمریناتو موخه داده چې څنګه کولای شي د افغانستان له پولو څخه د احتمالي نظامي ګواښ پر وړاندې مبارزه وکړي.

: ‏د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې نامعلومو کسانو د دې هیواد د یوه پخواني سفیر له لور غاړه پرې کړې ده.

ویل کیږي، چې دغه پېښه د اسلام اباد په کهسار سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

‏د معلوماتو پر اساس د نجلۍ غاړه تر تښتول کېدو وروسته په یوه تېره شي غوڅه شوې ده، ځينې سرچينې وايي، دا نجلۍ د هغې د يوه نامشروع ملګري ظاهر جعفر له خوا وژل شوې ده.

‏د سیمې خلک وايي، دا نجلۍ نور مقدم نومېده، اووه ويشت کلنه وه او د شوکت مقدم په نامه د پاکستان د يوه پخواني ډيپلوماټ لور وه.  نوموړی په دوه زره دوولسم کال کې په جنوبي کوريا او په دوه زره څوارلسم کې په قزاقستان کې د پاکستان سفير و.

: ‏ایکنومیسټ خپرونه وایي په داسې حال کې چې افغان دولت او امریکا د سولې یو توافق ته د رسېدو لپاره په مذاکره بوخت دي په دغه هېواد کې د بهرنیو لوبغاړو مداخله کولی شي افغانستان نور هم بې ثباته او روانه جګړه د څو نورو کلونو لپاره وغځوي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په دوه ورځني سفر هند ته ځي. راپورونه وایي چې نوموړی به د روانې جولای میاشتې په ۲۷مه او ۲۸مه د هند له لومړي وزیر نریندار مودي او نورو چارواکو سره د یو شمېر نورو موضوعاتو سربېره په افغانستان کې پر خرابېدونکي وضعیت هم خبرې اترې وکړي.

: ‏داعش ډلې د اختر د لمانځه پر مهال پر ارګ د پرونیو توغندویي بریدونه پړه پر غاړه اخیستې ده. د فرانسې خبري اژانس ویلي چې داعش ډلې پر خپل ټلګرام د دې برید مسوولیت منلی دی. کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو بریدونو له امله چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.

: ‏افغانستان کې د اسټرالیا د ماموریت د پایته رسېدو لا میاشت پوره نه ده خو دغه هېواد وایي چې افغانستان ته پر بېرته تګ غور کوي.د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن ویلي، کله چې یې ډاډ تر لاسه کړ چې افغانستان ته له کومې امنیتي پېښې پرته بېرته ستنېدای شي نو ډېر ژر به دغه هېواد ته لاړ شي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي چې پاکستان دې د ملګرو ملتونو د لیست مطابق له ترهګرو ډلو سره کارنده مبارزه وکړي. هغه زیاته کړې چې یاد هېواد باید د سختدریځو ډلو پر ضد پلټنې وکړي او هغوی ته سزا ورکړي.

: ‏د روغتیایي متخصصینو یو تازه راپور په ډاګه کوي چې په هند کې د کرونا وبا له امله د مړه شویو کسانو شمېر تر هغه لس برابره لوړ دی چې د هند حکومت یې اعلانوي. راپور کې راغلي چې په هند کې د کرونا له امله ۴ میلیونه او ۷ لکه کسان مړه شوي دي. د هند حکومت دا راپور رد کړی دی.

: پس از رهایی یکی از زندانیان گوانتانامو در هفتۀ روان، پرسش‌ها دربارۀ سرنوشت ۳۹ زندانی باقی مانده در این زندان افزایش یافته‌اند.

عبدالطیف ناصر، نخستین زندانی است که پس از روی کار آمدن حکومت جو بایدن در امریکا از گوانتانامو رها می‌شود و به مراکش فرستاده می‌شود.

او به اتهام پیوند با القاعده در افغانستان، بازداشت شده بود.

اکنون وکیلان مدافع برخی از زندانیان باقی مانده در گوانتانامو، جنگ افغانستان را پایان یافته می‌دانند و خواهان رهایی موکلان شان استند.

شبکۀ اسکای نیوز بریتانیا در گزارشی از زندان گوانتانامو، می‌گوید که پرسش‌ها دربارۀ سرنوشت زندانیان باقی مانده در این زندان، افزایش یافته‌اند.

هفتۀ گذشته، عبدالطیف ناصر، کسی که به اتهام پیوند با القاعده اما بی هیچ محاکمه‌یی ۱۹ سال را در گوانتانامو سپری کرده بود، رها شد.

اکنون وکیل مدافع عبدالهادی العراقی، یک زندانی دیگر گوانتانامو می‌گوید که موکلش باید رها شود.

او بیش از پانزده سال پیش به این اتهام بازداشت شده بود که از فرماندهان القاعده‌است و حمله‌های مرگبار را در افغانستان، سازماندهی می‌کرد.

: ‏کمیتۀ بین‌المللی صلیب‌سرخ می‌گوید که این نهاد از ماه جنوری تا ماه جون سال جاری میلادی ۴۹۵۰۰ تنی‌ را که در جنگ‌ها در افغانستان زخمی شده‌ بودند، تداوی کرده‌است.

به‌گفتۀ این نهاد، شمار کسانی‌که امسال در جنگ‌ها زخمی شده‌اند در مقایسه با سال گذشته بیش از دو برابر افزایش یافته‌اند.

: ضمر کابلوف، نمایندۀ ویژۀ روسیه برای افغانستان می‌گوید که حمله‌های گروه طالبان بر نیروهای دولتی افغانستان شدت یافته‌اند، اما این گروه برای دریافت راه حل سیاسی به جنگ افغانستان، آماده‌گی دارند.

آقای کابلوف که در یک نشست آنلاین با حضور حامد کرزی، رییس‌جمهور پیشین سخن می‌زد، تأکید کرد که ممکن است در آینده طالبان شهرها را نیز بگیرند، اما به‌گفتۀ او طالبان ظرفیت نگه داشتن شهرها را ندارند.

او بیان داشت: «فکر می‌کنم که جنگ بیست سال گذشته رهبران طالبان را به ستوه آورده‌است؛ از همین‌رو درک کرده‌اند که اکنون باید به دنبال یک راه حل سیاسی باشند

ضمیر کابلوف افزود: «طالبان اکنون نمی‌توانند مرکزهای ولایت‌ها را بگیرند، اما شاید در آینده بتوانند کابل و مرکزهای ولایت‌ها را بگیرند، اما برای نگه داشتن این شهرها ظرفیت ندارند

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟