No-IMG

افغانستان له پاکستان سره لوبو ته د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

افغانستان له پاکستان سره دریو یوې ورځنیو لوبو ته د ۱۷ لوبغاړو نوملړ«سکواډ» اعلان کړ. حشمت الله شهیدي‌ کپتان او رحمت شاه زرمتی یې مرستیال دی.

په سکواډ کې د لوبډلې دوه مخکني کپتانان اصغر افغان او ګلبدین نایب نشته.

چپ لاسی ځوان اوپنر بیتسمین صدیق اتل، بل بیتسمین شاهد کمال، ورو توپ اچوونکی نور احمد لکڼوال، تیز بالر فضل حق فاروقي او الراونډ عبدالرحمن هغه لوبغاړي دي چې په لومړي ځل د افغانستان د یوې ورځنیو لوبو د ملي لوبډلې په سکواډ کې شامل کړل شوي دي. دوی او مینه والو ته دې یې مبارک وي. داسې ښکاري چې د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۳ نړیول جام سیالیو لپاره د لوبډلې په ترکیب، په لوبډلې کې د تغیراتو د راوستلو بهیر او مستعدو ځوانانو ته د چانس ورکولو لړۍ له پاکستان سره له لوبو پیلوي. دا ښه فکر او ښه اقدام دی.  دا ځوانان باید همداسې مسلسل ولوبول شي،‌ چانس ورکړل شي، پر ځان یې باور او اعتماد نور هم زیات شي چې را روانو دوو دریو کلونو کې د ملي لوبډلې لپاره ښه برابر لوبغاړي شي.

ملي لوبډلې ته د ابراهیم ځدراڼ او اکرام علي خیل په بیا راتګ سره د افغانستان توپوهنه نوره هم غښتلې کیږي. د لکڼوال په شاملولو سره داسې ښکاري چې افغانستان به د پاکستان په خلاف خپل د ورو توپ اچونې له قوت څخه کار اخلي. دا لوبې په سپتمبر کې دي،‌ شاید په سري لانکا کې وشي،‌ افغانستان کوربه دی او طبعي ده چې خپل قوت ته په کتو به پچ برابروي.

د پاکستان سره لوبو لپاره زه په سکواډ کې د عثمان غني او ګلبدین طرفدار هم وم، ځکه چې: پاکستان قوي ټیم دی، زموږ کپتان نوی دی او دا یې اولې لوبې دي نو په ټیم کې د ګلبدین غوندې یو بل مجرب لوبغاړي او عثمان غني غوندې یو بل مجرب بیتسمین موجودیت ورته ډېر ضرور و. په هر حال، اوس به د خپلو ځوانانو د بري ‌دوعاوې کوو او ان شاءالله ځوانان به مو نه مایوسه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي: «دغه سکواډ د څو هفتو تحليل او تجزيې، بحثونو او د يو- يو لوبغاړي د ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو ته په کتو برابر شوی چې مونږ مطمين يو د پاکستان پر وړاندې به ښه کارکردګي ترسره کوي....»

د افغانستان د بري په هیله.

افغانستان

کرکټ

آينده

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟