No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د ازادو رزمي سیالو یا فري فایټ افغان لوبغاړي عظیم خُرم خپل هندي سیال مظهر خان "تخنیکي ناک اوټ" کړ او د سیالۍ اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ تېره شپه د هند په ممبیي ښار کې د اتلانو د شپې مبارزې یا "هیرو فایټ نایټ" د ازادو رزمي سیالیو د نړیوال سازمان په پنځم پړاو سیالیو کې ترسره شوه.

‏د عظیم خُرم روزونکي ضیاالرحمان همدرد وايي چې خُرم د لومړي رونډ په دویمې دقیقې کې خپل سیال ته ماتې ورکړه.

: ‏د تورغندۍ بندر تړل کېدو له امله هرات کې نانوایانې د اوړو له کمښت سره مخ دي.

د هرات د نانوایانو ټولنه وایي، چې له څو ورځو راهیسې د تورغنډۍ بندر د تړل کېدو له امله هرات ولایت ته د اوړو واردات بند شوي، چې دې کار ډېرې ستونزې جوړې کړې دي.

‏دوی وایي، چې د هرات په نانوایانو کې اوړه خلاص شوي او ټولو نانوایانو خپلې ذخیرې هم ختمې کړي دي.

مسوولان وایي، چې هرات کې د اوړو بیه له یو زرو ۴۰۰ څخه یو زرو ۸۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

‏ځايي مسوولانو د هرات له خلکو او پلورونکو غوښتي که د اوړو ذخیرې لري باید د نانوایانو په اختیار کې یې ورکړي، څو د اوړو د کمبود مشکل حل شي.

‏له تېرو درې اونیو راهیسې د تورغنډۍ ګمرک د طالبانو په اختیار کې دی او کابل نیوز ته د رسیدلو معلوماتو په اساس افغان حکومت له هغو ګاونډیو هیوادونو چې په پوله یې بندرونه موجود دي او دا بندرونه اوس د طالبانو لاس ته ورغلي غوښتي څو د دولت تر بیا واکمنېدو یاد بندرونه بند وساتي.

: ‏سرور دانش وایي د بهرنیو ځواکونو وتل د نړیوالې ټولنې یوه نه بښوونکې تېروتنه ده.

د ولسمشر دویم مرستیال وايي، د بندیانو خوشې کولو لپاره د فشار واردول، د بهرنیو ځواکونو وتل او د طالبانو حملو ته په یوازې توګه د افغان حکومت پرېښودل د نړیوالې ټولنې نه بښوونکې تېروتنې دي، چې نه جبرانیږي.

‏سرور دانش وایي، چې د طالبانو په افکارو کې هیڅ تغییر نه دی راغلي خو نړیوالې ټولنې دغې ډلې ته د نسبي مشروعیت په ورکولو سره اوس طالبان ځان د جګړې فاتح بولي.

دانش ویلي، چې نړیوالو غونډو ته د طالبانو دعوتول یو ناسنجول شوی عمل او د سولې پروسې په اړه یوه کاذبه خوشبیني ده.

: ‏طالبان وایي هغه ولسوالۍ او مرکزونه چې دوی نیولي د افغان هوايي ځواکونو له خوا پرې هوايي بریدونه کیږي او تخریب کیږي.

د طالبانو ویاند وايي تیره ورځ د بدخشان ارګو ولسوالۍ مرکز کې افغان ځواکونو د کلوب په نوم پر دولتی مرکز هوايي برید کړی، چې له امله یې یاد مرکز په بشپړه توګه تخریب شوی.

‏تردې مخکې د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې د دولتي تاسیساتو او عام المنفعه ځایونو د ورانولو په تړاو انتقادونه شوي دي.

: ‏له غازي اباد وروسته د کونړ ناړۍ ولسوالۍ هم طالبانو ته پرېښودل شوې ده.

د کونړ د ولایتي شورا غړی ملک شیرزمین وايي، د طالبانو لاس ته د غازي اباد له ورتللو وروسته نن سهار ناړۍ ولسوالي هم له «ډېرکم» مقاومت وروسته طالبانو نیولې او امنیتي سرتیري دوکلام صفري نقطه کې سرحدي کنډک ته ورغلي.

‏ملک شیرزمین حکومت ملامتوي، چې ګنې د ولسوالۍ له پرېښودو مخکې یې د دوی غږ نه دی اوریدلی او وروسته بیا څو نمایشي هوایي بردیونه کوي.

د کونړ ولایتې اداري په رسمې توګه څه نه دي ویلې خو باوري امنیتې سرچینې د ولسوالۍ پریښودل مني او وايي د سیلاب قول اردو لوړپوړي مسولین په سیمه کې دي.

: ‏کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د اختر ورځې پر لمونځ کوونکو د راکټي برید اصلي طراح یې نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایی، د مؤمن په نوم دغه کس چې د اختر ورځې د راکټي برید اصلي طراح دی، د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې له خپلو درېیو همکارانو سره نیول شوی دی.

‏مسوولان وایي، نیول شوي کسان طالبان دي، چې د کابل په پغمان ولسوالۍ کې یې په ورته نورو بریدونو کې هم لاس درلوده.

: ‏د کابل ولایت ګلدرې ولسوالۍ اړوند،ناصري دښته کې پنځه کسان چې دولت کې یې دنده درلوده وژل شوي دي.

ځایي خلک وایي،دغه کسان تیره ورځ په یاده سیمه کې له موټر ښکته شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.

کورنیو چارو وزارت په یاده سیمه کې دپنځوکسانو وژل تاییدوي،خووایي دپېښې په اړه څیړنې روانې دي.

: ‏په کابل کې د تیرې شپې اورلګېدنې مالي زیانونه اړولي دي.

دغه اور لګېدنه چې تیره شپه شاوخوا نهه بجې، د کابل ښار اوولسمې ناحیې اړوند سیمه کې د تیلو یوه ټانک ته نږدې رامنځ ته شوه، له امله یې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي دي.

: ‏رییس جمهور اشرف غنی در نشستی با مسوولان ادارۀ ملی احصائیه و معلومات، بر تسریع روند توزیع شناسنامه‌های برقی تأکید کرد و گفت که برای این کار از ظرفیت موجود داخلی کار گرفته شود.

بر اساس آمارهای ادارۀ ملی احصائیه و معلومات، تاکنون شش میلیون شناسنامه برقی در کشور توزیع شده است.

: ‏د ننګرهار سره رود ولسوالۍ ته د ځانګړو ځواکونو له رسېدو وروسته طالبانو سیمه پرېښې ده.

چارواکي وايي، له تېرې شپې راهیسې ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ سرخیلي چوک سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات پیل کړي.

‏سیمې ته د ځانګړو ځواکونو په رسېدو سره طالبان پر شا شوي او سیمه یې خوشې کړې ده.

د چارواکو په خبره، افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو پر مرکزونو او پتن ځایونو د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي، چې په پایله کې پنځه طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

: ‏د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند، لطیف محمود: اوربند، سیاسي هوکړه او د ټاکنو له لارې د واک لېږد د افغان حکومت او ټولو افغانانو غوښتنه ده.

: ‏وروسته تر هغه چې طالبانو د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالي د نیولو ادعا وکړه، د کونړ والي اقبال سعید د دغې ولسوالۍ تر سقوطه وروسته ویلي چې شاتګ او پرمختګ د جګړې اصل دی او دوی د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له یادې ولسوالۍ شاتګ کړی دی.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۴۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۵۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۲۲۴ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي وایي دغه ولسوالۍ ته دې ژر تر ژره کومانډو ځواکونه د ځانګړو عملیاتو لپاره ورشي. ددوی په خبره دمګړی ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده چې د جګړې پر مهال یې لسګونه کسان وژل شوي او زرګونه نور بېځایه شوي دي.

: ‏امریکا له هند سره د افغانستان په اړه خبرې کوي. ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن روانه اونۍ هند ته سفر وکړي او ددغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکې خبرې وکړي.

: ‏د راپورونو له مخې د روسیې ددفاع وزیر سرګي شویګو له خپل تاجکستاني سیال سره د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان وضعیت د اندېښنې وړ دی نو ځکه له دغه هېواد سره پراته هېوادونه باید د خپل امنیت لپاره اقدامات ډېر کړي.

: ‏امریکا وایي افغانستان کې د سولې یوازینۍ لار سیاسي توافق ته رسېدل دي. د سپينې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د طالبانو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړې ویلي چې د ولسمشر غني حکومت او افغانستان د امریکا ملاتړ له ځان سره لري.

: ‏د امریکا ددفاع وزیر لویډ آسټین ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. دده په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي.

: ‏په کابل کې د هند سفارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. د سرچینې په خبره طالبانو خپلې جګړې شدیدې کړې دي، د ملکي وګړو په نښه کول ډېر شوي، عامه تاسیسات ورانېږي او د سړک غاړې ته د ماین چاودنې د ملکیانو ژوند اخلي.

: ‏د ایران پخوانی ولسمشر وایي په افغانستان کې د طالبانو اوسنۍ کړنې یوازې د نړۍ زبرځواکو هېوادونو او ددوی پلانونو ته ګټه رسولی شي. محمود احمدي نژاد په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو اوسنۍ کړنې د منلو نه دي او افغانستان به د جګړې پر ډګر بدل کړي.

: ‏د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کړې ده چې هند له افغان خاورې څخه وسله وال د ترهګریزو کړنو لپاره پاکستان ته اړوي. موید یوسف له هندي رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې چې هند باید د نورو په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي ځکه چې دا چاره د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم ترینګلې کولی شي.

: ‏د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر اوسني وضعیت او دلته پر روانه جګړه خبرې اترې کړې دي. راپورونه وایي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې جګړه د حل لار نه ده.

: ‏د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا د بربادۍ او نابودۍ پر لور روانه ده. ټرمپ په اریزونا ایالت کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ته په اشارې ویلي چې تېرې ټاکنې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې او فاسدې ټاکنې وې.

: ‏د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو  پخواني مشر ډاکټر راني جاکسون  وړاندوینه کړې او ویلي یې چې ولسمشر بایډن له ګڼو ناروغیو کړیږي او ددې احتمال ډیر دی چې،له څه مودې وروسته بایډن له دندې لاس په سر شي، جاکسون وایي چې په دې وروستیو کې د بایډن ناروغۍ شدیدې شوې او روغتیایي حالت یې ښه نه دی.

: ‏کابل کې د امریکا سفارت وايي: «موږ د طالبانو د روانو بریدونو چې د خبرو له لارې یوې سیاسې حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي، او ملکي خلک زیانمنوي او بېځایه کوي، د چټک بندېدو غوښتونکي یو

: ‏د روسيې او تاجکستان دفاع وزيرانو له افغانستان څخه د ممکنه ګواښونو د مخنيوي په اړه خبرې کړې دي

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویوګو د تاجکستان ددفاع له وزير شیر علي میرزا سره د افغانستان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې د طالبانو د ګواښونو د مخنيوي د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.

: ‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې نږدې اونیو او میاشتو کې د افغانستان د سولې برخه کې خپل فعالانه نقش ادا کړي.

شاه محمود قریشي د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره خبري ناستې ته ویلي، چې چین او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري.

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي د افغانستان ګاونډي هیوادونه دې نږدې اونیو او میاشتو کې د افغانستان د سولې برخه کې خپل فعالانه نقش ادا کړي.

شاه محمود قریشي د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره خبري ناستې ته ویلي، چې چین او پاکستان په افغانستان کې ګډې ګټې لري.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک