No-IMG

احده! ثابت اوسه!

     انس رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ، یوه ورځ د احد غره ته وخوت، ابو بکر، عمر او عثمان هم ورسره وو، نو د احد غر ولړزیدی، رسول الله ﷺ احد غره ته وفرمایل: احده! ثابت اوسه! ځکه پر تا نبي، صدیق او دوه شهیدان ولاړ دي. عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللّٰهُ عَنْهُ قَالَ أنَّ النَّبيَّ صَلَّى اللهُ عليه وسلَّمَ صَعِدَ أُحُدًا، وأَبُو بَكْرٍ، وعُمَرُ، وعُثْمَانُ، فَرَجَفَ بهِمْ، فَقَالَ: اثْبُتْ أُحُدُ؛ فإنَّما عَلَيْكَ نَبِيٌّ، وصِدِّيقٌ، وشَهِيدَانِ. رواه البخاري

    فإنَّما عَلَيْكَ نَبِيٌّ... : نبي، ځان ښیي. صدیق، ابوبکر ښیي او له دوو شهیدانو مراد عمر او عثمان دي، ځکه هغوی دواړه وروسته مظلومان شهیدان شول، صلی الله علیه وسلم ورضي الله عنهم. حدیث کې د رسول الله معجزه او د عمر او عثمان د شهادت وړاندوینه شوې ده او دا په حدیث کې نبوي اعجاز ده. داراز له حدیثه د احد غره فضیلت هم معلومیږي.

    د یوه عالم په باره کې راغلي چې هغه به کله د رسول الله ﷺ کوم حدیث واورید بدن به یې ولړزید! په دې اړه چا وپوښتی چې ولې د حدیث اوریدا پر مهال لړزیږئ؟ هغه ورته وویل: د احد له غره نه پوښتنه وکړه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟