No-IMG

مهم ترین های امروز سه شنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: وزارت صحت عامه افغانستان امروز سه‌شنبه (۵ اسد) می گوید که روزانه در سراسر کشور نزدیک به پنجاه هزار تن واکسین کووید ۱۹ را دریافت می کنند.

به گفته این وزارت،  بیش از ۱۲۰۰  مرکز تطبیق واکسین کووید نزده در سراسر کشور وجود دارد که از این جمله ۴۰ مرکز آن در بخش های گونه گون شهر کابل فعال استند.

شهروندان برای دریافت واکسین کرونا، ساعت ها در مرکز های مشخص تطبیق این واکسین انتظار می‌کشند.

شفاخانه جمهوریت یکی از مرکزهای تطبیق واکسین کووید نزده در پایتخت گواه ازدحام شهروندان برای گرفتن واکسین کووید نزده است

مسوولان این مرکز می گویند که روزانه نزدیک به ۵۰۰ تن دراین جا واکسین می شوند.

: ‏پولیس کاپیسا می‌گوید که حمله‌های طالبان بر منطقه دره فرخ شاه و دره کلان ولسوالی نجراب کاپیسا عقب زده شد.

شایق شورش، سخنگوی پولیس کاپیسا، می‌گوید که این درگیری‌ها ناوقت شب گذشته آغاز شدند و تا ساعت ۴ بامداد امروز ادامه داشتند.

‏آقای شورش می‌گوید که در این درگیری‌ها چهار تن از نیروهای امنیتی جان باختند و دو تن دیگر زخم برداشته اند.

او از کشته شدن ۲۵ تن از طالبان نیز در این درگیری‌ها خبر می‌دهد.

: ‏د توکیو المپیک سیالیو کې د تکواندو برخې افغان لوبغاړي فرزاد منصوري ماتې وخوړه.

فرزاد ته د هغه د سویلي کوریا سیال یوازې د یوه امتیاز په توپیر ماتې ورکړه.

د فرزاد نمرې ۱۲ او د هغه د سیال ۱۳ وې.

: ‏یک چرخبال نیروهای هوایی کشور در ولایت هلمند نشست اضطراری کرد.

در خبرنامه قول اردوی ۲۱۵ میوند آمده است که یک چرخبال می ۱۷ نیروهای افغان شب گذشته در جریان یک عملیات نظامی در ولسوالی نادعلی ولایت هلمند بنا بر مشکلات تخنیکی نشست اضطراری کرد.

‏بر بنیاد این خبرنامه، به سرنشینان این چرخبال آسیبی نرسیده است و همه توسط نیروهای هوایی از منطقه عملیات بیرون شدند و این چرخبال در همان ساحه تخریب شد.

: ‏د جولاۍ ۲۷ د میوند تاریخې جگړه

پوره له نن څخه ۱۴۱ کاله پخوا د ۱۸۸۰ کال د جولاي په ۲۷ افغان مجاهدین د میوند دښته کې د ملالې پدې ټپې سره بیا منسجم او د انګریزانو په وړاندې یې سخته جګره وګټله

که په ميوند کې شهيد نه شوې

خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه.

: ‏د سره صلیب نړیوالې کمیټې هغه ادعا رد کړې چې گواکې دوی د پاکستاني اتباعو مړي له افغانستان څخه پاکستان ته انتقال کړي.

: ‏د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل وايي، په افغان جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو جسدونه یې پاکستان ته د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وسیله سپارلي،  نه د سره صلیب په وسیله.

‏د ننګرهار د والي لخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وسیله پاکستان ته ددې هیواد د جنګیالیو تر راپورونو وروسته افغانستان کې د سره صلیب ټولنې وویل چې دوی پاکستان ته د چسدونو سپارلو کې دخیل نه وو.

: ‏کابل ته د وارداتي برېښنا مزی بغلان کې د جګړې له امله پرې شوی.

د برېښنا شرکت وايي د بغلان په کیلګي سیمه کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزی پرې شوی چې له امله یې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

: ‏قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر دغړي؛ محمد نبي عمري زوی له افغان ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي،انس حقاني تایید کړې چې عبدالحق عمري په جګړه کې وژل شوی دی.

کورنیو چارو وزارت هم ویلي، چې عبدالحق عمري یې په یولړعملیاتو کې وژلی دی.

: ‏سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان په تېر ۱۳۹۹ مالي کال کې بهرنیو هېوادونو ته د ۷۸۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي. د یاد وزارت په خبره، دغه توکي د هوایي دهلیزونو له لارې امریکا، ایټالیا، جرمني، تاجکستان، عربستان، روسیه، ازبکستان او اردن هېوادونو ته صادر شوي دي.

: ‏روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۵۴۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر دغې وبا اخته ۶۲ تنه مړه شوي او ۱ زر او ۱۷۳ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

: ‏د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله محمدي بلخ ولایت ته تللی دی. ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې له نوموړي سره په دې سفر کې لوړپوړی امنیتي پلاوی ملتیا کوي او د سفر عمده موخه یې هم دا ده چې ددغه ولایت امنیتي وضعیت له نږدې وڅاري.

: ‏حکومت وايي په تېره یوه اونۍ کې یې دیرش ولسوالۍ بېرته نیولې دي.

: ‏د کندز سرپرست والي نجیب الله عمر خیل وايي، وسله والو طالبانو غوښتل ۴ عرادې زغروال ټانکونه د کباړ په شکل پاکستان ته انتقال کړي، چې د ملي امنیت ځواکونو له لوري ونیول شول.

: ‏د دوشي - پلخمري په لویه لار کې په افغانستان کې د اسماعیلیانو د مشر سید منصور نادري د وراره سید داوود نادري د موټر پر کاروان چاودنې دوه تنه وژل شوی دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت د دغې پېښې له پخلي سره وايي چې ښاغلي نادري ته زیان نه دی رسېدلی.

‏خو سرچینې وايي چې د ښاغلي نادري درې ساتوونکي او یو چلوونکی په دغې پېښه کې وژل شوي دي او له هغه وروسته د هغه د ساتونکو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده؛ بلخوا طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

: ‏امریکا د وروستي امنیتي وضعیت له امله د افغانستان پر فضا پر امریکايي پروازونو محدودیتونه وضع کړي دي. د راپورونو له مخې امریکا ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی دی نو له همدې امله ددغه هېواد پر اسمان له ۲۶ زره فوټه په ټيټه سطحه پروازونه منع دي.

: ‏د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د هند او کویټ په سفر وتلی دی. هغه زیاته کړې، د دې سفر موخه یې په هند پېسفک او منځني ختیځ کې له خپلو همکارانو سره پر ګډو ګټو،خبرې دي.دغه راز ویل کېږي چې نوموړی به په دې سفر کې له کویټي او هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.

: ‏تاجکستان ویلي چې دوی په لنډمهاله توګه د هغو افغانانو د کوربتوب پلان نه لري چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی.د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ویلي، دوی داسې کوم پلان نه لري چې پر بنسټ یې شاوخوا نهه زره افغانانو ته په مؤقتي توګه پناه ورکړي.

: ‏د کډوالو نړیوال سازمان وایي چې روان کال د جنوري میاشتې راهیسي تر اوسه پورې تر شپږ نیم لکه ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د یاد سازمان په خبره، سږکال له ایران او پاکستان څخه ۶ لکه او ۵۸ زره او ۹۷۵ افغان کډوال خپل هېواد ته راغلي دي.

: ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچې لوړېدو ته په اشارې د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کړې چې هر څه ژر جګړه ودروي او د خبرو له لارې افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.

: ‏په کابل کې د امریکا سفارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی په ټول افغانستان کې د هدفي وژنو لړۍ، د حیاتي زېربناوو تخریب او د افغانانو د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو پر وړاندې ګواښونه، اعلامیې او نور اقدامات په کلکو ټکو غندي.

: ‏د پاکستان د پوځ مشر قمر جاويد باجوه د افغانستان په اړه د خبرو لپاره لندن ته ځي.

د «د پرېنټ»هندي ورځپاڼې ليکلي, د پاکستان  صدراعظم عمران خان او د پوځ مشر چې امريکا ورته ډير غوږ نږدي غواړي د بريتانيا له لارې طالبانو ته ملاتړ جلب کړي.

‏ورځپاڼه وايي, بريتانيا چې د پاکستان بهرني د سياست په جوړولو کې يې مهم رول لرلو له 1980 کال څخه راپډيخوا  يې دا رول امريکا خپل کړی و, اوس چې بريتانيا له اروپايي ټولنې څخه له وتلو وروسته غواړي بيرته دغې ستراتيژيکې سيمې ته راوګرځي باجوه ورته تر ټولو غوره انتخاب دی, ‏بلخوا پاکستان چې د تېرې سړې جګړې پر مهال په يو وخت کې ددوو رقيبو زبر ځواکونو سره د ارتباط تجربه لري, ددې هيواد ستراتيژيستان فکر کوي چې پداسې حال کې چې هم له بیجینګ او هم له واشنګټن سره اړيکې ولري , دوی ددې توان لري د چين د چټک پرمختګ مخه ډب کړي ‏او د افغانستان پر سياست پر خپل اغيز ساتلو سره به چې ددې ستراتيژيک هدف يوه برخه ده, دوی به  هم له چين او هم له امريکا سره رابطه ولري.

دپاکستان د پوځ د مشر سفر بريتانيا ته پداسې حال کې دی چې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هم له دې هيواد څخه په رسمي ليدنه بوخت دی ‏او د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر دې مخکې ويلي و چې دوی بريتانيا ته دنده سپارلې تر څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنيتي همکاريو د تړون د رامنځته کېدو لپاره هڅې وکړي.

: ‏د ناټو عمومي منشي له ولسمشر غني سره د افغنستان پر روان وضعیت ټلیفوني خبرې کړې.

د ناټو سرمنشي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې له ولسمشر غني سره یې ټلیفوني خبرې کړې،خو وایی افغانستان کې وضعیت کړکیچن دی او د سیاسي جوړ جاړي اړتیا تربل هر وخت زیاته شوې ده.

‏نوموړي ویلي، ناټو به له افغان حکومت سره د مالی ملاتړ ترڅنګ، په افغانستان کې ملکي حضور هم ولري او په بهر کې به د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.

: ‏سی ان ان به نقل از چند مقام امریکایی گزارش می‌دهد که حکومت امریکا به اعضای مجلس نماینده‌گان این کشور اطلاع داده است كه برای اقدام به تخلیه سریع ترجمانان و سایر کارمندان پیشین نیروهای خارجی از افغانستان به حدود یک میلیارد دالر نیاز خواهد شد.

‏به گفته یکی از دستیاران کمیته یی در کاخ سفید، نیاز به ۵۰۰ میلیون دالر برای وزارت خارجه و حداکثر ۵۰۰ میلیون دالرهم  برای وزارت دفاع امریکا تشخیص داده شده است.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟