No-IMG

افغانستان کي جنګ هميش له بهره تپل شوى

د جنګ تمويلونکى، ډيزاينر، او برنامه جوړونکى بهرنى دى.

مګر بهرنى جنګ په افغانستان کي لوبغاړو، مخالفينو، عقيدوي بنسټ، او شعارونو ته ضرورت لري.

دغه جنګ هميش قومي بڼه غوره کړې. د پښتون او غير پښتون جنګ. مګر جنګ ته هميش ځينو قومي او ځينو مذهبي رنګ او شعار ورکړى.

د غير پښتنو د قومي يووالي حس زيات دى. قوميت ته زيات ارزښت ورکوي. لکه ځکه په قومي شعار راټوليږي، خپلمنځي يووالى او د مخالفينو پر ضد جنګ يې هميش پر قومي اساساتو پيليږي.

پښتون غير متحد، له قوانينو ياغي باغي، ځيږه خوى لرونکى، او پښتونولي ته کم ارزښت ورکونکى قوم دى. که ځيني يې هر څومره قومي شعار ته زور ورکړي، مګر پښتانه د يوه قومي هدف لپاره نه راټوليږي. پښتانه په قبيلو، ټغرونو، او پښو وېشل شوى قوم دى. پښتون په کمونست، مجاهد، طالب، سيکولر، افغان ملت، غربپال، ملا او مکتبي وېشلى قوم دى. ضمناً پښتانه متحده رهبري او متحد شعار نلري.

لدې کبله غير پښتانه د مخالفينو پر ضد جنګ ته قومي رنګ ورکوي. پښتون چي قومي اتحاد نلري، له ځکه خپل جنګ ته هميش د مذهب په نامه اسلامي نوم ورکوي. اسلامي مدرسه، اسلامي مکتب، اسلامي پوهنتون، اسلامي شفاخانه، اسلامي حکومت، اسلامي تنظيم، اسلامپال، اسلامي شخصيت، اسلامي جنګ، اسلامي ښارګوټى، بس هر څه اسلام پوري تړي ترڅو لدې لارې د پښتنو ترمنځ يووالى رامنځته کړي و يا يې د يوه سياسي هدف لپاره وکاروي.

حقيقت دا دى چي نن ورځ بهرنى جنګ د قومي جنګ په بڼه کي د پښتون، تاجک، ازبک او هزاره ترمنځ د امتيازاتو او قومي واک د مزيد لاسته راوړنې لپاره په لاره اچول شوى.

نالوستى، مذهبي متشدد، کليوال او بې روزګاره پښتون د طالب په نامه د پاکستان د سياسي موخو ذريعه ګرځېدلې.

دموکرات، منځلارى پښتون يا په سياسي خوځښتونو کي مصروف دي يا د کابل نظام د دريم څلورم لاس وظيفې په لاس کي لري.

غربپال او سيکولر پښتون يې له غرب څخه فکراً او په مالي او سياسي لحاظ خړوبه کيږي.

په قومي عقيدې کي متشدد غير پښتون د ايران، هند، روسيې او غربي هيوادونو لپاره د پاکستان ضد طالب پروژې په وړاندي د جنګ او تفرقې ښه پرزې دي.

کم لوستى، مذهبي، کليوال، او متعصب پښتون د خپل طالب ننګه کوي. کمونست، غربپال، منځلارى، دموکرات، او پوهنتوني پښتون د حکومت، بېلابېلو احزابو، او خوځښتونو ننګه کوي.

مګر غير پښتون، مجاهد او غير مجاهد، ملا او مکتبي، کمونست او اسلامپال، اکثريت يې، خپل قوميت, خپل قومي شخصيت او قومي شعارونو ته په زيات ارزښت قايل دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟