No-IMG

د افغانستان روانه غمیزه

عبدالباري جهاني

 

د افغانستان روانه غمیزه، په حقیقت کي، د څه باندي څلوېښتو کلونو سل ګونو او زرګونو غمیزو یوه لویه مجموعه ده چي بشپړ بیان یې په څلورولویو کتابونو کي نه ځاییږي. دا غمیزه د خلقیانو او پرچمیانو له واکمنۍ څخه پیل سوې او تر نن ورځي پوري یې په راز راز شکلونو دوام کړی دی. د دې اوږدو غمیزو ګډ مسوولیت له خلقیانو او پرچمیانو څخه نیولې بیا د مجاهدینو تر تباهکاریو، د طالبانو تر ظالمانه واکمنی او بیا د اوسني شل کلن نظام تر واکمنانو پوري د ټولو په غاړه دی.

زه د افغانستان له اوسني حکومت سره هیڅ ډول خواخوږي نه لرم؛ ځکه چي د افغانستان په تاریخ کي دغه ډول فاسد حکومت هیڅ وخت موجود نه وو. د همدغه حکومت اداري فساد، تر اندازې زیاته رشوت خوري، ظلم او بې عدالتي د روانو ستونزو او جګړو یو مهم عامل دی. که څوک سترګي ورڅخه پټوي نو د لمر مخ به په دوو ګوتو پټوي.

په دې وروستیو یوه یوه نیمه میاشت کي طالبانو د افغانستان زیات وکم ۱۵۰ اولسوالی یا په جنګ او یا بې جنګه نیولي او په ځینو ځایونو، په تېره بیا کندهار کي، د جنګ حالات حاکم دي. د فیسبوک تر خبرونو او تبلیغاتو چي را تېر سو نو موږ، په تېره بیا، په کندهار کي له خپلو دوستانو سره په ټلفوني تماسونو کي هره ورځ ډېر ربړوونکي اطلاعات تر لاسه کوو. یوه دوست مو راته وویل چي طالبانو په ارغنداب کي دوی او د دوی ګاونډیان د کورونو پرېښودولو ته مجبور کړل او له دوی سره یې ژمنه وکړه چي کورونه به یې ورته وساتي. خو کله چي دوې هفتې وروسته د کور نارینه خپلوکورونو ته ورغلي ول ویې لیدل چي نه یوازي یې ټول مالونه چور سوي بلکه د کورونو دروازې او کړکۍ یې هم وړي وې. د کندهار د میرویس مېني او شین غزي بابا له سیمي څخه مو، چي د طالبانو تر کنټرول لاندي ده، د خپلو دوستانو څخه دغه ته ورته خبرونه تر لاسه کړي دي.

ما او ډیرو نورو کسانو فکر کاوه چي طالبان به، په دې شلو کلونو کي، تر پخوا بهتر سوي وي خو که دغه اطلاعات چي موږ ته له دوستانو او کورنیو سره له شخصي تماسونو څخه ترلاسه سوي وي جدي وګڼو، چي باید یې جدي وګڼو، نو طالبان تر پخوا بهتر نه بلکه څو چنده بدتر سوي دي.

موږ د قلات د شینکۍ په اولسوالۍ، د کونړ د ناړۍ په اولسوالی، د بولدک په اولسوالي کي، د فیسبوک او ويديو ګانو له لاري طالبان ولیدل چي اوږدې خیرني څوڼي یې تر اوړو تیري وې. د دې اوږدو خیرنو څوڼو لیدل د انسانانو په زړونو کي وحشت ایجادوي. سړی له دغه راز قیافو او خیرنو اوږدو څوڼو څخه د ښه عمل انتظار نه سي درلودلای. دغه راز اوږدې او د وحشیانو په څېر خیرني څوڼي د افغانستان د هیڅ سیمي کلتور نه دی . د کندهار د ماشومانو په پارک کي د طالبانو د خرمستیو او په ټالونو کي، د ماشومانو په څېر، زنګېدلو څخه ښکاري چي نه یوازي کندهار بلکه د افغانستان زیاترو سیمو ته ډېره بده آینده په مخ کي ده. خدای دي د افغانستان ملګری سي.

څلېرویشت کاله مخکي مي، د طالبانو د حکومت په وخت کي، لوی ملاصاحب ته، چي وکیل احمد متوکل هم ناست وو، وویل چي ما په کندهار، کابل او جلال آباد کي شپې تیري کړې او په دې دریو واړو ښارونو کي مي ستاسي څخه یو سړی هم راضي ونه لیدی. خلک له اسلامي نظام او امارت څخه نه بلکه ستاسي طالبانو له اعمالو څخه په عذاب دي. طالبان وهل کوي او په بازارونو کي خلک په کېبلانو وهي او په محبسونو کي شکنجې ورکوي. ما ملا محمدعمر ته وویل چي زه پرون د کابل په هوايي ډګر کي ولاړ وم او ستاسي یوه طالب، چي لښته یې هم په لاس کي وه، ښځو ته داسي پوچ ویل چي د مجلس ادب ماته د هغو ښکنځلو د تکرار اجازه نه راکوي. ملاصاحب زما د خبرو په مقابل کي چوپ پاته وو. متوکل صاحب ناست وو او هغه شاهد دی.

زما د طالبانو له محترمو مشرانو څخه دا غوښتنه ده چي که په ریشتیا هم په افغانستان کي سوله او امن غواړي او که په ریشتیا هم غواړي چي په راتلونکي نظام کي برخه ولري او یا راتلونکی نظام رهبري کړي نو دا دي په یاد ولري چي پر ناراضه اولس باندي حکومت کول د زمري سورلي ده. په دې څه باندي څلوېښتو کلونو کي تاسي ولیدل چي پر ناراضه اولسونو باندي حکومت کول غیر ممکن دي او پای یې د واکمنانو رسوايي او، په ډېر بد شکل، نسکورېدل دي.

طالبان ځکه قدرت ته ورسېدل چي خلک د مجاهدینو د وحشت له حکومت څخه، چي سر اومال او ناموس یې ټول په خطر کي وه، تر پزي رسېدلي ول. طالبانو د خپلي واکمنی په وخت کي لږترلږه امنیت قایم کړی وو او اوس که یې چیري څوک نوم په ښو یادوي نو د هغه وخت د امنیت صفت یې کوي خو که چیري د دوی راتلونکی نظام د نني ورځي په وحشت او د دې وحشي څوڼورو په بې باکي پیل کیږي نو آینده دي خدای په خیر کړي.

له لیکوالانو څخه مي، د یوه سپین ږیري په حیث، دا غوښتنه ده چي یو بل ته ښکنځل مه کوی. یو بل په حوصله وزغمی. د حکومت مخالفت خامخا د طالب طرفداري نه ده او د طالب مخالفت باید حتما د حکومت طرفداري نه وي. وطن په احساساتو نه جوړیږي. یو بل ته په ښکنځلو نه بلکه د یوه بل پر خبرو باندي په غوږ نیولو او د یوه بل پر لیکنه باندي په غور کولو او مودبانه جواب ویلو جوړیږي.

د ارغنداب، میرویس مېني، ژړی اولسوالی او نورو سیمو څخه به خلک د طالبانو د حملو له لاسه ښار ته کوچېدلي وي؛ مګر حکومت د کندهار په ښار کي له دې زیات و کم دوو سوو زرو بېځایه سویو کسانو سره څه وکړل؟ له دې خلکو سره که د کندهار شته منو کسانو مرستي نه وای کړي اکثر به یې یا له لوږي او تندي او یا له ګرمۍ له لاسه تلف سوي وای. دا خلک اوس هم له خطره وتلي نه دي. ښايی نور کسان هم پر زیات سي. دا بېځایه سوي کسان، تر هر څه مخکي، تنظیفاتو او د پاک کاری خدماتو ته ضرورت لري. خېمو، نرسانو، ډاکټرانو او دارو درمل ته اړتیا لري؛ چي دا کارونه د تاجرانو او شته منو کسانو نه په وس پوره دي او نه یې وسایل لري. حکومت تر اوسه پوري یا هیڅ نه دي کړي او یا یې د نشت په حساب مرسته کړې ده. په همدغو غم لړلو حالاتو کي هم چور شروع دی او مامورین د جېبونو په ډکولو لګیا دي. د کندهار د ولایتي شورا د رییس سیدجان خاکریزوال او د والي صاحب روح الله خانزاده وروستۍ ویناوي یې ښه شاهدي ورکوي.

خلګ د پاڼ او پړانګ ترمنځ دي. په دې حساسو او غم لړلو حالاتو کي د لیکوالانو دا وظیفه ده چي خپل مسوولیت ته متوجه سي او لږترلږه د یوه بل پر ضد د رکیکو الفاظو کارولو او ښکنځلو څخه ځانونه وژغوري. پر حکومت او طالبانو دواړو باندي فشار واچوی چي د سولي په هر راز مذاکراتو کي د اولس استازو، لیکوالانو، د پوهنتون استادانو او قومي مشرانو ته ونډه ورکړي. مه پرېږدی چي د سولي خبري ستاسي له حضور څخه پرته ترسره سي. په هغه صورت کي به هر ډول روغه جوړه نیمګړې وي.

والسلام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟