No-IMG

د اجتماعی بدلونونو لار

په یوه ټولنه کی اجتماعې, اقتصادې او سیاسې تحولات او بدلونونه هغه وخت اغیرمن وې او مثبتی پایلې لري چی نوموړې بدلونونو خپله طبیعی لار وهلې وي. د تحولاتو میوه هغه وخت خوږه وې چې د وخت د مختلفو موسمونو په سړو او تودو کی ورو, ورو  پخه شې, په خپل مناسب وخت کی راټوله شې او په خلکو وویشل شي.

هغه میوې چې د وخت له مخه راټولې شي, خامی وې. خامی میوې که په اومه شکل وخوړل شې او یا په مصنوعی توګه پخې شې, د انسان صحت ته ضرر رسوې.

همدارنګه هغه تغیرات چې خلکو په طبیعي توګه نه وې منلې او په زوره پر هغوی تحمیل شوې وې, ملتونه او اولسونه په ډول, ډول اجتماعې, اقتصادې او سیاسې امراضو او مشکلاتو اخته کوي.

د الله ج د استازو او پیغمبرانو لار او طریقه دا وه چې په خپلو خلکو او قومونو کار وکړی تر څو هغوی د نوو بدلونونو منلو ته داسې اماده کړي چې نه یوازی دا بدلونونه په شعورې ټوګه ومني بلکه نورو ته هم پدی اړه دعوت ورکړې.

نوح علیه السلام نهه نیم سوه کاله خپل قوم توحید او عدالت ته دعوت کړ. خو ډيرو لږو کسانو پرې ایمان راوړ, حتی خپله ښځه او زوی یی هم په مخالفینو کی ول.

موسی ع خپل قوم د فرعون له استبداد او غلامۍ وژغوره خو په مصر کې یې د هغوی د تربیي او روزنې لپاره کافی وخت نه درلود. نتیجه دا شوه چی د نیل د سیند له اوبو یې لا د قوم خپې نه وی وچی شوې چې دوی د سامري د خسکي عبادت شروع کړ. موسی ع ته به دوی همیش دا خبره کوله چی ته دی د خپل رب نه پوښتنه وکړه. داسی یی ورته نه ویل چی زمونږ له رب نه پوښتنه وکړه. کله به یې ورته ویل چی موسی ته په مونږه ملنډی وهې. همدې قوم وروسته موسی ع ته په ډيري ګستاخۍ وویل چه ته او رب دی ولاړ شۍ او زمونږ لپاره هلته وجنګيږۍ.

د اسلام وروستني پیغمبر په کعبه کی ولاړ بتان مات نکړل. هغه صلی الله علیه و سلم دری ویشت کاله د خلکو د عقیدو او ذهنیتونو  په بدلولو داسی کار وکړ چې په نتیجه کی یې د هماغو کسانو په لاسونو د کعبی بتان مات کړل کومو چې یو وخت پدی لاسونو دا بتان د لمانځنې او عبادت لپاره جوړول.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟