No-IMG

څومره بد دود شو!

د روان بحران دا دی پوره شل کاله تېر شول او لا هم د سولې او امن کوم څرک نه تر سترګو کیږي، د دې جنګ د قربانیانو ستره برخه عام ملکي وګړي تشکیلوي ځکه د ټولو ښکیلو خواو له اړه تل زیانمن شوي دي او لا هم د جګړې په اور کې کړیږي خو هیڅ لوری ورباندې نه رحم کوي او نه یې هم د ژغورلو کوم پلان او تدبیر لري.

جالبه او دردونکې خو لا دا ده، کله چي د کوم لوري له اړخه ظلم او جنایت ترسره شي؛ سترګي ورباندې پټوي او چوپتیا غوره کوي، د دې په خاطر چي جنایت ته جنایت و ویل شي، ظلم ته ظلم و ویل شي او د مظلوم له حق څخه ننګه وشي نو ضرور او لازمي ده چي د قلم او ژبې خاوندان غږ پورته کړي جنایت او ظلم محکوم او په سختو ټکو یې وغندي؛ ترڅو یو بې احساسه او مړ ضمیر راویښ شي، وروسته له هغه بیا مسئول لوری احساس د مسئولیت کوي او د پېښې د څیړلو لپاره پلاوی ګماري ترڅو خو یا لږ څه حقایق ولس سره شریک کړي او یا هم پېښې ته یو بل رنګ ورکړي.

تر دې مهاله د هیڅ لوري پلټونکو پلاوو د هیڅ پېښې واقعي پایلې د متضررو اشخاصو له کورنیو او ولس سره ندي شریکې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟