No-IMG

راتلونکي ته تل خوشبينه اوسه

زاهد جلالي

 

يو چا ډېر جالب ليکلي وو:

راتلونکي ته تل خوشبينه اوسه او خپل حال ته په کتو د راتلونکي په اړه مه مايوسېږه. ځکه؛

يوسف عليه سلام زنداني او داسې زنداني چې د ازادۍ هېڅ هيله يې نه وه، ځکه د پاچا په دوښمنۍ کې بندي شوی خو، خو داسې ورځ هم راغله چې د همدغه هېواد ستر چارواکی شو.

موسی علیه سلام له خپل وطن څخه داسې ځای ته فراري و چې هېڅوک يې په کې نه پېژندل، په ژبه تتله و، تش جېب او تشه خېټه و، بالاخره د لسو کلونو له پاره شپونکی شو. د شپانه دنده له خلکو او فرصتونو انسان مطلق لرې کوي، خو داسې ورځ راغله چې د الله تعالی ستر نبي شو.

ذکريا عليه سلام په داسې حال کې چې ډېر بوډا و او مېرمن یې د اولاد راوړلو قدرت له لاسه ورکړی و او عاقره وه، الله تعالی اولاد ورکړ.

يونس عليه سلام په داسې حال کې چې د سمندر په تل کې د ستر نهنګ په خېټه کې و او د ژوندي پاتې کېدو يو سلنه چانس يې نه و، الله تعالی بېرته ژوند ورکړ.

نو انسان بايد تل خوشبينه اوسي، پر الله تعالی نېک ګومان وکړي او د هغه پر هره فيصله راضي اوسي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟