No-IMG

د مستشرقینو د منافقت یوه بېلګه

    مستشرقینو د اسلامي تاریخ په سترو شخصیتونو کې خامخا خپل منافقت ښکاره کړی او د هغوی د بدنامه کولو په اړه یې له دجل او منافقته کار اخیستی. لکه د عباسي خلیفه هارون الرشید رحمه الله د اسراف او بد خرڅي په اړه یې یو ځای لیکلي: د هغه په دسترخان به د یوه کوچني لوښي خوړو قیمت دوه سوه درهمه و! اوس دا کیسه دوی همدومره راخیستې ده او اصلاً دا کیسه مشهور مسلمان مؤرخ المسعودي داسې راخیستې ده:

    هارون الرشید د خپل ماما کره میلمه شو، هغه مختلف خوراکونه ورته تیار کړل، په دسترخوان یوه کوچني لوښې کې وړه وړه غوښه ایښې وه ده پوښتنه وکړه دا د څه شي غوښه ده؟ اشپز ورته وویل: دا غوښه نه ده، دا د ماهيانو ژبې دي! چې د قیمت پوښتنه یې وکړه، اشپز وویل: دوه سوه درهمه! هارون الرشید ورته وویل: دا لوښی واخله، بهر چې اول محتاج کس مخته درغی هغه ته یې ورکړه او له خپله جیبه یې دوه سوه درهمه هم ورکړل، چې دا هم ورسره ورکړه، ځکه دا تاوان زما لپاره شوی و. اوس دې کیسه کې حقیقت او د مستشرق منافقت ته وګورئ!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟