No-IMG

د افغان بيرغ شاليد

د افغانانو د بيرغ تاريخ اريايانو ته رسېږي، فردوسي شاهنامه د اريايانو په اړه ليکي چي د هغوۍ بيرغ سپين رنګ او د سيمرغ عکس لاره، وروسته د افغانستان لرغوني او لومړي باچا [يما] ورباندي ملي ترانه هم وليکل چي په مهابارت [لرغوني مذهبي کتاب] کي راغلې ده.

له اسلام راتلو وروسته پښتنو په عباسي او غزنوي دبارونو کي خپل بيرغونه لرله چي ددوی ته به سپېڅلي وه او هر څوک به چي حج ته تلی، بيرغ ئې د تقدس د پاره کعبې ته استول.

د محمود غزنوي (۹۷۱-۱۰۳۰) په دوره کي پښتنو قومونو بيل-بيل بيرغ لاره چي قومي جنډۍ يې بلله. هر قوم ځان ته بيرغ لاره او د يوې قبيلې د خېلونو حساب هم په بيرغونو کيږي.

ارواښاد عطايي په پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس کي ليکي:

"اپريديو پښتنو اته بيرغونه لرله چي د لويو قبيلوي جګړو په وخت کي را ايستل کيږي. په اپريديو کي چي کله ډېره درنه جګړه کيږي، نو تور بيرغونه هم ور سره را وباسي او تر تورو بيرغونو لاندي چي کومه جرګه وسي، د هغې پرېکړه په قطعي ډول له ماتېدو وځي. (اورېدلي مي دي، چي دا تور بيرغونه امير امان الله خان دوی ته ور کړي دي"*.

 *د ننګرهار د پخواني والي د سلېمانخېل په حواله

عکس: دې عکسونو کي درې بيرغه د مومندو دي چي د خپلواکۍ اخستلو په جګړه کي له برياليتوب وروسته...

د توپک لرونکو بيرغ د لوي پکتيا اولسي بيرغ دئ چي په د خپلواکۍ په جګړه کښي ئې تر ټولو پياوړی او غښتلی رول لاره.

په کندهار کي د خپلواکۍ د جګړې بيرغونه په اکثره کورنيو کي وه چي د ناروغيو پر مهال به ئې پر ناروغ تېرول، دغسي بيرغونه ښايي اوس مهال هم وي، تاسي ئې کومه خاطره لرئ؟

Mohmand hill tribe, marching with flags, North West Frontier, circa 1919

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟