No-IMG

نوري ژبي څنګه ژر زده کړو؟

علي الله متوکل

 

په څو ژبو پوهېدل کمال دئ. د ژبو په مټ ژوند اسانه او رنګین کیږي. که ستاسو یوه ژبه زده وي، ګواکي تاسو یو انسان یاست، که مو دوې ژبي زده وي، نو دوه انسانان؛ هغه داسي، چي د هري ژبي په زده کولو تاسو د هغو خلکو کلتور، عادات او د ژوند ډول پېژنی. د هغوی د علم، کتابونو او تاریخ څخه ګټه اخیستلای سئ. چي څومره ژبي زده کوئ هغومره مو کارونه اسانه کیږي او علمي بصیرت او پوهه مو لوړیږي.

ژبپوهانو، د ژبو استادانو او د پوهنتون پروفیسورانو په بېلا بېلو کتابونو، لیکنو او ویډیوګانو کي د ژبي د ژر زده کړي لپاره ځیني لارښووني وړاندي کړي. راسئ، وې لولو:

یو: د ژبي زده کولو سبب: ولي ژبه زده کوئ؟ سبب مو معلوم کړئ. د کار لپاره، تعلیم لپاره او که یا هسي ملګرو او کورنۍ ته د ځان ښودني لپاره. څومره چي مو سبب قوي وي، هغومره به ئې په لېوالتیا زده کړئ. افغانستان کي تر ډېره ځایه تعلیم د سند لپاره کيږي. د ژبي په زده کړه کي که مو سند هدف وي، نو بیا ډېر داسي تعلیمي مرکزونه دي، چي د یو څو پیسو په بدل کي سند درته جوړوي- وخت به مو هم نه مصرفیږي.

دوه: صحیح درسي مواد: دا خورا اړین دي. ځیني خلک په ژبه کي یو داسي څه باندي تمرکز کوي او وخت ورباندي لګوي، چي هغه د ژبي په زده کړه کي چندان رول نه لري. د بېلګي په توګه: څوک چي غواړي د روانو خبرو او ورځنیو ستونزو د حل لپاره انګلېسي زده کړي، نو د انګلیسي ژبي و ټولو دولسو زمانو ته اړتیا نه لري. یوازي ۸ زمانې بسنه کوي. دترکي ژبي په اړوند هم خبره عیني ده؛ د ښوونځي په وختونو کي ترکی استادانو و موږ ته د ترکي ژبي له شپاړلسو زمانو څخه یوازي ۹ زمانې ویلې. نو ځکه موږ د افغان ترک لېسې ټولو زده کونکو کولای سوای د یوه کال په ترڅ کي په ترکي ژبه رواني خبري وکړو.

درې: وړ ښوونکي: ښوونکي د ژبي په زده کړه کي لوی رول لري. د ژبي زده کړه له هغه ښوونکو څخه ښه کیږي، چي د هغوی مورنۍ ژبه وي. یعني انګلیسي د امریکایي، کاناډایي او انګلېسیانو څخه ښه زده کولای سئ، ترکي ژبه له ترک او عربي له عرب څخه. خو داچي زموږ هیواد کي دا اسانتیا نسته، نو بیا هڅه وکړئ، چي د ژبي د زده کړي لپاره پر کیفیت برابر مرکز پیدا کړئ او تر شروع کولو مخکي ئې د ښوونکو سره مجلس وکړئ. یعني بې ځایه پیسې او وخت مه مصرفوئ. او که پر کمزوري استاد پېښ سواست، نو د ژبي د زده کړي شوق به له لاسه ورکړی.

څلور: د ژبي اساسي لغاتونه زده کول: هره ژبه کي ځیني داسي لغاتونه سته، چي تر ټولو زیات کاريږي. ددغو لغاتونو په زده کولو سره به ژبه په ډېره اسانۍ زده کړئ. اوس پوښتنه داده، چي په یو ژبه کي به اساسي لغاتونو څنګه پېژنو؟ ددې لپاره یوازي په انګلیسي کي کار سوی دئ او تر یوځایه په عربي، فرانسوي، هسپانوي او ترکي کي هم سوی دئ. په انګلیسي کي دا کار اکسفورډ کړی دئ.

پنځه: تمرین، تمرین او تمرین: څومره چي تمرین ډېر کوئ، هغومره به مو ژبه ښه زده کیږي. په تمرین کولو کولو به مو ژبه په ښه توګه زده سي. یوازي په تعلیمي مرکز یا ټولګي کي نه، بلکي له ټولګي دباندي هم د ژبي و زده کړي ته وخت ورکول اړین دي.

شپږ: چاپیریال جوړول: کومه ژبه چي زده کوئ، ټول چاپیریال مو په هغه ژبه جوړ کړئ. د بېلګي په توګه: د سودا لیست مو په هغه ژبه ولیکئ، خپل یاداښتونه، ملګرو ته میسجونه، لارښوني او نور په هغه ژبه ولیکی. د ملګرو، استادانو او ټولګیوالو سره مو په هغه ژبه و ږغېږی. خبرونه هم په هغه ژبه واورئ، دا صحیح دئ، چي په شروع کي به نه په پوهېږی، خو وروسته به عادي سئ.

اووه: له تېروتنو مه بېرېږئ: هرڅوک تېروتني کوي. تاسو چي کومه ژبه زده کوئ، له هرچا سره په هغه ژبه خبري وکړئ. له تېروتنو مه بېرېږی. که مو له تېروتنو و بېرېږئ، نو هیڅکله به ژبه نه کړئ زده. ماشومانو ته وګورئ. د څېړونکو په وینا ماشومان ځکه ژبه ډېر ژر زده کوي، چي له تېروتنو څخه نه بېرېږي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟