No-IMG

د عثمانيانو د دورې جالب عادتونه

زاهد جلالي

 

اوبه او قهوه: کله چې به مېلمه چا کره ورته نو له قهوې سره به يې يو ګيلاس اوبه هم ورته راوړې. که مېلمه له قهوې څخه مخکې اوبه څښلې نو کوربه پوهېده چې مېلمه وږی دی، نو ډوډۍ يې تياروله. او که به يې قهوه لومړۍ څښله نو معنا دا وه چې موړ دی.

سره او زېړ ګلان: کوم کور کې به چې څوک ناروغ وو، نو د کور مخې ته به يې زېړ ګلان ېښودل. د دې معنا دا وه چې ګاونډيان او نور خلک چې پر کوڅه تېرېږي نو بايد شر و شور جوړ نه کړي او ناروغ نارام نه کړي. خو که به د کور مخې ته سره ګلان اېښودل شوي وو، د دې معنا دا وه چې دلته کومه نجلۍ د واده عمر ته رسېدلې ده. يعنې که څوک د خېښۍ اراده لري ورتلای شي او بل هدف دا و چې د کور مخې ته څوک نامناسبې خبرې ونه کړي.

د دروازې ټکولو زنګونه: هغه مهال به د کور پر دروازې د ټکولو له پاره دوه کړۍ ځړېدلې وې: يوه وړه او بله ستره. کله چې به د وړې کړۍ د ټکولو غږ شو، خلک به پوهېدل چې دروازه ښځه ټکوي، نو د کور ښځه به ورتله او که به غټه کړۍ وټکول شوه نو د دې معنا دا وه چې نارينه دروازه ټکوي، نو نارينه به دروازې ته ورغی.

خيرات: د عثمانيانو مالدارو او پيسه دارو به فقيرانو ته په داسې شکل صدقه ورکوله چې مقابل لوری پوه نه شي او ځان مديون ونه بولي يا د خجالتۍ احساس ونه کړي. هغوی به دوکانو ته ورتلل، د هغوی د قرض کتابچې به يې اخيستې او د فقيرانو قرضونه به يې پرې کول.

دري شپېته کلني: کله چې به څوک له دري شپېته کلنۍ پورته شو، دوی به دا عیب باله چې خپل عمر د نبي عليه السلام له عمر پورته وبولي، نو که چا به د عمر پوښتنه کوله، ويل به يې :«عمر مو له حد ډېر شوی دی».

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟