No-IMG

د نړۍ د اقلیم په اړه نوی راپور؛ د بشریت لپاره د ستر خطر خبرداری

د ملګرو ملتونو د ساینسپوهانو یوه نوې څېړنه وايي پر اقلیم باندې د انسانانو زیان رسونکی اغېز یو واقعیت دی.

دا راپور وايي، د تودوونکو غازونو د خپرېدو د دوام له امله کېدای شې له یوې لسیزې کمه موده کې د نړۍ تودوخې درجه تریوې مهمې پولې واوړي.

راپورداهم وايي ناشونې نه ده چې د روانې پېړۍ ترپایه د سمندر د اوبو سطحه ۲ متره لوړه شي.

خو داسې نوې هیلې هم شته چې که په جدي ډول د زیان رسوونکو غازونو د خپرېدو مخنیوی وشي کېدای شي د نړۍ تودوخه کې یو ثبات رامنځته شي.

د نړۍ د اقلیم د بد لون په اړه د بین الحکومتي کمېټې، ای پي سي سي، راپور ۴۲ پاڼې د پالیسې جوړونکو لپاره د یو لنډیز په توګه ځانګړې شوی دي.

دا د اقلیمي بدلون په اړه له ۲۰۱۳ راهیسې لومړنۍ ستره څېړنه ده چې ورپسې به یو لړ نور راپورنه هم خپاره شي.

دا راپور په داسې حال کې خپور شوی چې له درې میاشتو نه په کمه موده کې به د بریتانیا په ګلاسګوښار کې د اقلیم په اړه یوه مهمه سرمشریزه غونډه (COP26) جوړه شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتېریش وویل: ''که موږ اوس په ګډه هڅې وکړو، د اقلیمي ناورین مخه نیولی شو. خو، هغسې چې دا وروستی راپور وايي د ځنډ او پلمو لپاره نور وخت نشته او زه د حکومتونو له مشرانو او ټولو برخه والو هیله کوم چې راتلونکې سرمشریزه غونډه بریالی کړي. ''

د ای پي سي سي دا وروستی راپور په کلکه وايي: ''شک نشته چې بشري اغېز د ځمکې چاپېریال، سمندرونه اوځمکه توده کړې ده. ''

د راپور یو لیکونکی، د بریتانیا د رېډېنګ پوهنتون پروفېسر اېډ هاکېنز وايي ساینسپوهان دا ټکی له دې روښانتره نه شي بیانولای. هغه وايي: ''دا یو واقعیت دی، خورا یقینی ده، هیڅ شک او تردید پکې نشته چې انسانان ځمکه تودوي. ''

د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان سرمنشي، پتېري تالس، وویل: ''که د ورزش اصطلاح وکاروو ویلای شو چې د ځمکې اتموسفېر له ډوپينګ سره مخ دی، په دې معنا چې له پخوا نه بېسارې افراطي پېښې زیاتې شوې دي. ''

د راپور لیکونکی وايي له ۱۹۷۰ راهیسې، د ځمکې د مخ تودوخه دومره ګړندۍ لوړه شوې ده چې په تېرو ۲۰۰۰ کلونوکې د ۵۰ کالو په موده کې کوم ساری نه لري.

د نړۍ د اقلیم دې تودېدلو همدا اوس دنړۍ په هره سیمه کې سختې پېښې رامنځته کړي، لکه هغه ناڅاپي تودوخه چې په دې وروستیوکې په یونان او شمالي امریکا کې ولیدل شوه، یا هغه سیلاوونه چې په جرمني او چین کې رامنځته شول. تېرې لسیزې وښوده چې لامل یې انساني اغېز دی.

د ای پي سي سي د راپور د واقعیتونو یو څو بېلګې

 

د ۱۸۵۰-۱۹۰۰ پرتله په ۲۰۱۱-۲۰۲۰ لسیزه کې د نړۍ د مخ تودوخه د سانتیګراد ۱،۰۹ درجې لوړه وه.

د ۱۸۵۰ راهیسې تېر پنځه کلونه په بېسارې توګه ترټولو تاوده کلونه وه.

د ۱۹۰۱-۱۹۷۱ کلونو پرتله د سمندرونو د اوبو د سطحې د وروستۍ لوړېدلو چټکتیا تقریبا درې ځله زیاته شوې ده.

ډېر امکان لري (۹۰سلنه) چې له ۱۹۹۰ کلونو راهیسې، بشري اغېز د نړۍ د کنګلونو له منځه تلو او د قطبي کنګل د کمښت لامل شوی.

په نوي راپور کې داهم په ډاګه شوې چې د هوا تودېدو د ځمکې د ملاتړ زیاتره سیستمونه هم داسې بدل کړي چې په پېړیو پېړیو به نور بېرته اوسني حالت ته راونه ګرځي.

پروفېسر هاکینز وايي: ''د هر یوه تود والي له امله به یې پایلې لا نورې هم سختې شي، او زیاتره دا پایلې به بېرته نه راګرځېدونکې وي. ''

د سمندرونو د سطحې د لوړېدو په هکله، ساینسپوهانو د تودونکو غازونود خپرېدو د بېلابېلو کچو په اړه یو لړ اټکلونه کړي.

خو، کېدای شي د روانې پېړۍ ترپایه پورې د سمندر د اوبو سطحه ۲ متره لوړه شي- او تر ۲۱۵۰ پورې پنځه متره لوړه شي.

که څه هم دداسې پایلو رامنځه کېدو ګومان نه کېږي، خو که وشي نو تر ۲۱۰۰ پورې به په ساحلي سیموکې په میلیونونو وګړې د سیلاوونو له ګواښ سره مخ کړي.

د راپور یو مهم اړخ دادی چې د تودوخې درجه به څومره ګړندۍ لوړه شي او د انسانانو د خوندیتوب لپاره به په څه معنا وي.

په داسې حال کې چې د نړۍ د اقلیم په اړه په نومبرکې په ګلاسګو کې سرمشریزې غونډې کېدونکې ده، اعتراض کونکي له سیاستوالوجدي اقدامات غواړي

تقریبا د نړۍ ټولو هېوادونو د اقلیم په اړه د پاریس د ۲۰۱۵ کال تړون لاسلیک کړی.

ددې تړون هدف دادی چې په روانه پېړۍ کې د نړۍ تودوخې درجه د سانتیګراد له ۲ درجو ټیټه وساتي او هڅه وکړي چې ۱،۵ درجو ته یې راټیټه کړي.

د راپور لیکونکي باور لري چې که د کاربنې سون توکو په کارولو کې ستر کمښت راوستل شي کېدای شي په ټولو سناریوګانوکې تر ۲۰۴۰ پورې د ۱،۵ درجو هدف ترلاسه شي.

له بي بي سي ويب پاڼې په مننه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟