No-IMG

محکمات او متشابهات

قال الله تبارک وتعالی: هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ.(العمران:۷)

ژباړه:هُوَ الَّذِي أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ:الله هغه ذات دی چې دا کتب ئې پر تا باندې نازل کړ.

مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ ۖ :چې ځینې آیتونه ئې محکم دي،چې دا د کتاب بنسټ دياو نور ئې متشابه دي.

فَأَمَّا الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ :نوهغه چي په زړنو کې کوږوالی دی.

فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاءَ الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ ۗ : په متشابه پسي درومي، دفتنې په لټه کي او دتاویل په لټه کي.

وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلَّا اللَّهُ ۗ :په داسي حل کي چې په تاویل ئي له الله پرته بل هیڅوک نه پوهیږي.

وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا ۗ:او هغه چې دا رسخ علم خاوندان دي وايي: موږ ایمان پرې راوړی، ټول زموږ درب له لوري دي

وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ.:پند نه اخلي مګر دعقل خاوندان.

سبب دنزول: دنجران عسویانو یو هیئت مدینې منورې ته راغی ،دسیدنا حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) حضور ته حاضر شول دخپلې تثلیث عقیدي په ملاتړ ئې دلایل وویل.

حضرت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په څرګندو او قانع کونکو دلایلو سره دالله سبحانه وتعالی د وحدانیت دلایل وړاندي کړل چې ټول قانع او ومنل شو، خو د قرآنکریم په دي مبارکو کلماتو ئې وضاحت وغوښت چې حضرت عیسی (علیه السلام) ته په قرآنکریم کې د (روح الله او کلمة الله) خطاب شوی؟

په دې مبارک آیت کې د دې شبهې ځواب ورکړل شو چې قرانکریم دوه برخي او دوه ډول آیتونه لري محکمات او متشابهات.

محکاتو ته (اُم الکتاب) چې همدا آیتونه د شریعت او احکامو بنسټ دي، الفاظ او معاني ئې څرګند او روښانه دي، لکه اوامر، نواهي او دپند حکایتونه،هغه چې الفاظ او معاني  ئې ښکاره او احکام پرې مرتبیږي.

عن ابن عباس أنه قال : المحكمات ناسخه ، وحلاله وحرامه ، وحدوده وفرائضه ، وما يؤمر به ويعمل به.

وقال يحيى بن يعمر : الفرائض ، والأمر والنهي ، والحلال والحرام.

 عن سعيد بن جبير : ( هن أم الكتاب ) يقول : أصل الكتاب ، وإنما سماهن أم الكتاب ، لأنهن مكتوبات في جميع الكتب.

امام راغب فرمايي: محکم عبارت دی له هغه آیتونو نه چې لفظ او معنی کي شبهه نه وي.

جلیل القدر مفسرینو د محکم آیتونو زیات تفسیر کړي ، چې ټول ئې ورته والی لري.

متشابهات : جلیل القدر مفسرینو د متشابهاتو ډیري معنی او تفسیرونه کړي  دبیلګې په توګه: حضرت ابن عباس او ابن مسعود(رضی الله عنهم) په قول: متشابه عبارت دمنسوخ آیتونو دي.

امام ملک(رحمه الله) فرمايي متشابه عبارت له هغو آیتونو څخه دی چې علم ئې دالله سبحانه وتعالی لپاره ځانګړی وي.

یا په لنډ ډول هغه آیتونه چې مطلب او مراد ئې یواځي الله سبحانه وتعالی ته معلوم دی ، په مفهوم ئې پوهیدل غور او دقت غواړي او د داسي ايتونو معنی او تفسیر به د محکماتو د دڅرګندو او روښانه آیتونو په رڼا کې ارزوئ لکه عیسی علیه السلام ته روح الله او یا کلمة الله خطاب شوی چې داسي کلماتونه دالله سبحانه وتعالی سره په خدائې کې د شراکت شبه واردیږي، خو دا متشابهات په د محکماتو په رڼا کې ارزوئ لکه قرآنکریم کې د سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) په هکله په څرګنده توګه ویل شوي چې عیسی (علیه السلام)  دالله (عزوجل) غوره بنده او دهغه مخلوق دی .

قال الله تبارک وتعالی: قَالَ إِنِّي عَبْدُ اللَّهِ آتَانِيَ الْكِتَابَ وَجَعَلَنِي نَبِيًّا.(مریم: ۳۰)

ژباړه:(عیسی علیه السلام، چې نوی زیږیدلی ماشوم و) وئې ویل:یقیناً چي زه دالله بنده یم،ماته ئط کتاب را په برخه کړی او زه ئط پیغمبرګرځولی یم.

قال الله تبارک وتعالی: إِنْ هُوَ إِلَّا عَبْدٌ أَنْعَمْنَا عَلَيْهِ وَجَعَلْنَاهُ مَثَلًا لِّبَنِي إِسْرَائِيلَ.( الزخرف :۵۹)

ژباړه:هغه خو یواي یو داسي بنده وو چي پیرزوینه مو پرې وکړه او دبني اسرائيلو لپاره مو بیلګه وګرځاوو.

غوره کړی شوی په نبوت، ښکاره معجزو، علم، عمل او حکمت.

د ده پیدایښت دالله سبحانه وتعالی دقدرت نښه ده چې پرته له پلاره ئې خلق کړ.

قال الله تبارک وتعالی:إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِنْدَ اللَّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِنْ تُرَابٍ ثُمَّ قَالَ لَهُ كُنْ فَيَكُونُ:(العمران:۵۹)

ژباړه: دعیسی مثال خو دالله په نزد یقیناً د آدم دمثال په څیر دی، چي له خاوري ئې پیداکړ بیائې ورته وویل : وشه نوهغه وشو.

سیدنا حضرت عیسی (علیه السلام) په پیدایښت کې په مثل د آدم(علیه السلام) چې هغه پرته له مور او پلاره خلق شو او دی پرته له پلاره.

متشابهات درې ډوله دي :

لمړی : هغه چې دهغه علم  دبنده لپاره نه وي، لکه راتګ او قیام دقیامت، وتل د دابة الارض، حقیقت دروح او ...

دویم: د بنده لپاره دپوهیدو یوه لار وي چې په فکر، تدبر او علم سره پرې پوهیدل دي.

 دریم: دهغې پوهه راسخینو لره وي او نور پرې نه پوهیږي.

عبدالله ابن عباس(رضی الله عنهما) فرمايي چې متشابهات عبارت دي له حروف مقطعاتو نه چې د ځینو سورتونو په سرکې راغلي.

دمتشابهاتو په اړوند د تاویل هڅې هغه څوک کوي چې په زړونو کي کوږ والی وي.

عَنْ عَائِشَةَ ، قَالَتْ : سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ هَذِهِ الآيَةِ: (هو الذي أَنْزَلَ عَلَيْكَ الكِتَابَ منه آيَاتٌ مُحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ، فأمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ ما تَشَابَهَ منه ابْتِغَاءَ الفِتْنَةِ وَابْتِغَاءَ تَأْوِيلِهِ، وَما يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إلَّا اللَّهُ، وَالرَّاسِخُونَ في العِلْمِ يقولونَ آمَنَّا به كُلٌّ مِن عِندِ رَبِّنَا، وَما يَذَّكَّرُ إلَّا أُولو الألْبَابِ) قالَتْ: قالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وَسَلَّمَ: إذَا رَأَيْتُمُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ ما تَشَابَهَ منه، فَأُولَئِكَ الَّذِينَ سَمَّى اللَّهُ فَاحْذَرُوهُمْ.(متفق علیه)

همدا راز :ابن کثیر(رحمه الله د دطبراني په روایت):

رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عليه وَسَلَّمَ فرمايلي: ماته دخپل اُمت په درې(۳) خبرو کې ویره ده.

۱دکثرت دمال له وجې به یو بل سره کینه ، جنګ او قتلونه به کوي.

۲: دقرآنکریم تر جمې په لوستو به هر أمي او جاهل دعوی کوي چې دی په قرآن پوهیږي او دهغه څه(متشابهاتو) په معني مراد پسي به هڅه کوي چې د پوهیدلو نه دي ، ځکه دهغو په معنی مراد یواځي الله سبحانه وتعالی پوهیږي

۳ : علم به ئې زیات شئ ، خو ضایع به ئې کړي( نور به دعلم زدکړې هڅه به نه کوي).(ابن کثیر)

په متشابهاتو کې ډیر داسي شیان دي چې حقیت ئې بیان دی خو کیفیت ئې نه دی معلوم لکه الله سبحانه وتعالی ته داوریدلو ، لیدلو ، لاس ،پښه او... حقیقتونه ثابت دي خو کیفیت ئې موږ ته نه دي معلوم او دلیل ئې هم خپله قرآنکریم فرمايي:(لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ ۖ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ: الشوری ،۱۱)،د داسي متشابهاتو په تاویل او تحقیق پسي هغه خلک  هڅه کوي چې په زړونو کې مرض وي

امام مالک رحمه الله، نبوي مسجد کې درسي حلقې ته ناست و، یو تن ننوت او پوښتنه ئې وکړه:د الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى په کیفیت...

امام(رحمه الله) په فکر کې لاړ، سر ئې ښکته کړ سختي حالت ئې په بدن کې ښکاره شو، کله ئې چې سر پورته کړ وئې فرمایل: الاستواء معلوم والکیف مجهول والإیمان به واجب، والسؤال عنه بدعه وأظنک زندیقا أخرجوه من المسجد .

د(الاستوأ) حقیقت معلوم، کیفیت ئې نامعلوم( یعني په کیفیت داستوأ نه پوهیږوخو دا ستوأ دسي دي څنګه چې شان درب العالمین دی)،ایمان پرې واجب یعني  پر دې زموږ ایمان دی، په داسي مواردو کې پوښتنه بدعت دی، (اې پوښتونکیه) زه ګمان کوم چې ته زندیق ئې، له مسجده ووزه!

حضرت علي (رضی الله) قول دی : دالله په ذات کې فکر مه کوئ، دالله په قدرتونو کې فکر وکړئ...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟