No-IMG

ذاکرالله منيب

انا لله وانا الیه راجعون!

ذاکر الله منيب د مامور صاحب جان محمد زوی د ورپیښی سختی ناروغی له امله نن خپل روح خپل خالق ته وسپاره، نوموړی دینی زده کړی د پیښور په جامعه اثریه کی په لوړو نمرو پای ته رسولی وی، په کم عمر کی ورته الله لوړ استعداد ورکړی و، ددینی علومو تر څنګ یی عصری علوم هم لوستل (د شرعیاتو لسانس او د حقوقو دريم کال محصل و) ،د ځیرکتیا او پوهی ترڅنګ د اوچتو اخلاقو خاوند ، متواضع او ډیر مودب و ، د قران حافظ او د ښکلی غږ خاوند و د ځوانانو په روزنه کی یی فعال رول درلود د اسرا اداری د تربیوی حلقاتو اداری مسوول و ، اګر چی په وروستیو کی د کینسر له ناروغی سره ډير په تکلیف و خو بیا به یی هم د هیواد د مختلفو ځایونو څخه راغلیو ځوانانو ته شپه او ورځ نه ستړی کیدونکی خدمات او ددرسی حلقاتو اداری کارونه پر مخ وړل ، په پای کی یوه میاشت وړاندی په پیښور کی له یوه حساس عملیات وروسته بیرته وطن ته ستون او نن یی د ۲۴ کلونو په عمر د اجل داعی ته لبیک ووایه

مهربان الله دی یی ټول عبادات قبول او دردونه او تکالیف دی یی د ګناهونو د رژیدلو سبب وګرځوي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟