No-IMG

اشرف غني ستا زندانونه الله ج مات کړل

لطيف الله صادق

 

له ولس سره یی د بندیانو د ازادی وعدی کړی وی چی ریس جمهور شو په لمړیو ورځو کی پلچرخی زندان ته راغی بندیانو له خوشحالی نه اوښکی تویولی ځینو بندیانو ځانونه تیار کړی وو چی همدانن شپه مو ازادوی.

 خو څو ورځی وروسته یی فرمان راورسیده چی مجاهد بندیان باید عاجل باګرام ته انتقال شي ...دا چی مونږ یی په کوم وحشت سره باګرام ته انتقال کړو د ویلو ندی خو پدی یی زړګی یخ نشو په  بل فرمان سره یی د کرزی لخوا  راکړل شوی فرمانونه هم لغوه کړل پدی یی هم بسنه ونکړه په مجاهدینو یی مطلق د تخفیف فرمان بند کړ....

داچی بګرام کی دښاغلی غنی عسکرو په مونږ څه لوبی وکړی نو زما دی د الله ج په ذات قسم وی که زه چاته هغه صحنی او کیسی وکړم که د چا زړه له ډبری هم جوړ وی په چیغو چیغو به وژاړی

وایی له ازاره چا بازار موندلی ندی

زه په پوره باور ویلی شم چی  ددی سړی ددغی شرمیدلی تیښتی ستر عامل د بندیانو ښیری وی

د افغانستان تر ټولو غل غدار ظالم ریس جمهور.

اتقوا دعوة المظلوم......

څه ویل صادقه زندانونو درته څه ویل؟؟؟؟

ستا د زولنو مظلوم سینګار به داځل څه راوړی؟؟؟

انځور کی د باګرام د وحشی او جهنمی زندان پنجری ګوری.

پرون الحمدلله پداسی حال کی ورغلی وم چی زندان مات او زولنی په لاره پرتی وی. په باګرام کی می یوه ورځ د زولنو دلاسه پښی سختی خوږیدلی بیا می دابیتونه لیکلی وو

ایوبی نشته چی اوښکی می حساب نلری..

نور می پښی د زولنو د وړلو تاب نلري.....

دا ولچکی به ماتیږی زما لاس ستا ګریوان....

داسی نده چی دا ورځی انقلاب نلری....

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟