No-IMG

د مېږیانو په زړه پورې بېلګه

    یوه فیلسوف لیکلي که (100) تور مېږیان او (100) سره مېږیان د شیشې بوتل کې واچوو، هیڅ هم نه کیږي مېږیان به عادي اوړي راوړي. خو که دا بوتل راواخلو او په پوره قوت سره یې وښوروو او بېرته یې پر مېز کېږدو، نو د تورو او سرو مېږیانو تر منځ به جګړه او قتل و قتال پیل شي. سره مېږیان به وایي دا زلزله تورو مېږیانو جوړه کړه او دوی زموږ دښمنان دي او تور مېږیان به په دې فکر وي چې دا کار سرو کړی او دوی زموږ دښمنان دي.

    خو د دوی اصلي دښمن هغه کس دی چې د شیشې بوتل یې ښورولی. همدا د مېږیانو بېلګه د انساني ټولنو باره کې هم صدق کوي، هر کله چې جګړې رامنځته کیږي دواړه لوري باید غور وکړي چې بوتل چا ښورولی او د جګړې اصلي لامل څوک دی.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک