No-IMG

د امریکا خطرناکه تبلیغاتی جګړه

عبد الوحيد وحيد

 

په اوسنی معاصر وخت کې یوازې مونږ یو چې د دود له مخې په خپل دریز ولاړ پاتې کیدل ویاړ ګڼو او هر وخت د دریز بدلون راته د پیغور وړ خبره ښکاری. مګر په نړیوالو اړیکو کې د تګلارو په تړاو هر سمون او بدلون د ملی ګټو په چوکاټ کې صورت نیسی. د نړیوال سیاست محور ملی ګټې دی. په ځانګړې ډول زبرځواک هیوادونه  نه تلپاتې ملګرتیا پیژنی، نه معیارونه، نه هم په خپل قاموس کې د وفا تورى لری. ښه او په زړه پورې بیلګه یې د افغانستان د ترینګلی وضعیت په تړاو د امریکا او د ناتو په تګلارو کې وروستی ناببره بدلونونه دی.  امریکا او ناتو له افغانستان سره د ستراتیژیک امنیتی تړون، لسګونو ځله ژمنو او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره د خپلې خوښې ولسمشر له ټاکلو سره سره دغه هېواد په داسې بشری ناورین کې پریښوده چې انسانی قوانین خو څه د ځنګل په قانون کې هم ورته د توجیه کولو دلیل نشو موندلاى.

په دغه هکله مې پخوا هم لیکنې کړې دی، خو طالبانو ورسره احساساتی چلن کاوه.بشپړ باور لرم چې د امریکا لخوا د کابل په هوایی ډګر کې د افغانانو د توهین او تحقیر روانه ډرامه د جګړې په ډګر کې د امریکا د مفتحضانه ماتې یو بل ډول انتقام، د طالبانو د مشرانو لپاره د خطر زنګ، د یوې بلې فاجعې پیلامه او د ټول افغان ولس لپاره د سختې اندېښنې وړ شومه پدیده ده. د کابل په هوایی ډګر کې روان ناورین د یوې پیچلی تبلیغاتی جګړې داسې پیل ده چې مونږ یې د ګټلو وړتیا او توان نلرو او خطرناکه پایله درلوداى شی.طالب چارواکی د تبلیغاتو د توپان د شنډولو لپاره یوازې د اعلامیو په صادرولو بسنه کوی او مونږ یې وینو چې د ملی غرور جنازه مو ایستل کېږی، له افغانستان څخه د افغانانو د تېښتې شرمناکه ننداره په نړیوالو رسنیو کې زمونږ د ملی غرور د ماتولو او د امریکا د بدنامی پټولو هڅه ده.په هوایی ډګر کې پراته ټول خلک نه د امریکا ګوډاګیان دی، نه هم ورته د طالبانو لخوا د ژوند ګواښ شتون لری خو د غربی رسنیو تبلیغاتی جګړه، فقر او اقتصادی بدحالت یې مجبوروی چې هیواد پریږدی.په دغه تړاو د لویدیزو رسنیو تبلیغاتی جګړه یقیناً د طالب چارواکو په وړتیاو کې د سترو نیمګړتیاو څرګندوى ده. که هغوى نور هیڅ نشو کولاى، اقلاً په هوایی ډګر د ایسار مخلوق لپاره خو د د څښاک د اوبو او هغوى ته د علم منطق استدلال پربنسټ د ډاډ ورکولو هڅه خو یې کړاى شواى.

په هیواد کې د ستونځو کچه ورځ تربلې لوړیږی. نرخونه پورته ځی. نظام فلج دى، بانګونه پوهنتونونه او دفاتر بند پراته دی. سوداګر هره ورځ زیانونه ګالی. نه سودا کولاى شی ،نه تعرفه تاویلولاى شی، نه د تأدیاتو اقساط پرېکولاى شی، ځکه چې د بانکی حسابونو د بندوالی له امله د پیسو استول نه کیږی. دغه کار د هیواد په اقتصادی وده، مارکېټ او د توکو په قیمتونو باندی منفی اغیزې لری. پانګه وال د تېښتې تکل کوى. طالبان باید ومنی چې په جګړه کې ګټلی بریا یې د سیاست په لوبه په ډګر کې د بایللو په درشل کې قرار لری.همدغه ناخوالې مو انځورولاى شوې چې په هره لیکنه کې مو له دواړو اړخونو غوښتنه کوله چې په واک کې د پاتې کېدو په تړاو د غنی سرټمبه دریز او په جګړه کې د طالبانو لخوا د بریا لټون دغه هیواد د سختو ستونځو په ګرداب کې نښلولاى شی.زه یقیناً د خپلو تیرو څو لسیزو د ناورینونو د عینی شاهد په توګه پوهیدم چې د توپک په زور ارګ ته ننوتل څومره بوږنوونکې فاجعه رامنځته کولاى شی. ځکه خو مې هره دروازه وټکوله. هر هغه چا سره چې سترګه ور اوښته کیناستم، لمن مې ورته وغوړوله چې د مصالحې لاره خپله کړی. د خبرو په میز د څه واخله او څه ورکړه فارموله وکاروئ. له سیاستوالو  سره مې د خپل ولس اندېښنې او هیواد ته متوجه ګواښونه شریک کړل.د حکومت مشرانو ته مو په هره ناسته کې وویل چې سوله ستاسو لخوا د واک او امتیازاتو قربانی ته اړتیا لری. سوله په فرمایشاتو باندی نه راځی. د ارزښتونو تر نوم لاندې ستاسو د واک غوښتنې له حرص څخه ولس تنګ شوى او د ناهیلی خواته روان دى. یکه تازی او د واک د انحصار تګلاره ناکامه نسخه ده او ناورین زیږوی. ډېرې زارئ او عذرونه مو وکړل چې د جګړې دواړه اړخونه د انعطاف تحمل زغم او د یو بل د وژلو پرځاى د یو بل د منلو تګلاره خپله کړی.له طالبانو څخه مو وغوښتل چې مبهم  الفاظ مه کاروئ د سولی په تړاو ذهنیت ته مو په څرګندو الفاظو کې ولس ته وړاندې کړئ. خلک او نړیوال غواړی پوه شی چې تاسو څه ډول حکومت غواړئ. ستاسو په نظام کې به هغه کوم بدلونونه راځی چې په اوسنی نظام نشته او یا هم د اوسنی نظام کومو تګلارو ته به بدلون ورکوئ، خو متاسفانه حکومت او طالبانو په واقعی سوله باور نه درلوده. سوله یی د مقابل لوری تسلیمېدل ګڼل.بدبختانه،

چې نه ولسمشر غنی له عزت او درناوی سره ارګ پریښود او نه هم طالبان له ملی او بین المللى مشروعیت څخه د برخمن کیدو له لارې په سوله ییزه توګه ارګ ته ننوتل. د تراژیدیو د تکرار تسلسل ته یوه بله کړئ وراضافه شوه. طالبانو ټول افغانستان د توپک په شپیلۍ ونیوه خو د حکومت او نظام په جوړولو کې یې دومره ستونځې او مشکلات ورته مخته پراته دی چې هغوى یې تصور نشی کولاى او زه د اوس لپاره د ملی مصلحت په موخه نه غواړم د خپل ولس د اندېښنو ګراف لوړ کړم.د طالبانو په مشرتابه کې د نظم نه شتون هم داسې ستونځه ده چې د هیواد راتلونکې او په خپله طالبانو ته ننګونې ایجادولاى شی.په بادى النظر داسې ښکاری چې کابل میشتی سیاسیون طالبانو ته داسې مشوره نه ورکوی چې د هغوى  بریا یقینی او د پرمختګونو لاره ورته پرانیزی او یا هم طالبان د بى باوری په خطرناک رنځ اخته دی. په هیچا باور نه کوی او په خپله پریکړه نشی کولاى چې څه کول ورته په کار دی.ځینې کابل میشتی سیاسیون شاید پوهیږی چې طالبان د طبیعت په خلاف د مشروعیت د لټون په لار کې هره دروازه د ۶ gt  ټکوی

او همدغه یې د ضعف نقطه ګڼی. هغوى غواړی چې غواړی چې طالبان د اوس په شان د ستونځو په منجلاب کې نښتی وساتی او بیا ورڅخه د خلاصون په بدل ستر امتیاز ترلاسه کړی.هر حاکم په زور له ارګ څخه وزی او بل د توپک په زور ارګ ته ننوزی. که خبره را لنډه کړم نو ولسمشر غنی د خپلو غلطو تګلارو او هوایی محاسبو له امله له ولس څخه واټن ونیوه، نو د بشپړې وارخطایی په عالم کې له کابل څخه ووت او طالبان پرته له دې چې له تاریخ څخه زده کړه وکړی د غنی د ماتې لاملونه وڅېړی په غیر سنجیده توګه هغه لاره تعقیب او ارګ ته ننوتل چې اسلاف یې په دغه ډول ننوتلو باندی ناکام شوی وو.په هر حال مونږ پوهیدو چې له ولسمشر غنی سره د سولې،  فساد ختمولو او مثبت بدلون راوستلو په تړاو هیڅ ډول ارادې شتون نه درلوده او مونږ دغو اصلاحاتو ته جدی اړتیا لرله. مونږ له جګړو څخه کرکه کوو. نه غواړو طالبانو ته ستونځه ایجاد کړو. له طالبانو څخه په اوسنیو حالاتو کې د توقعاتو ګراف ښکته ساتو، خو د کار او نوښتونو غوښتنه ورڅخه کوو. د مخالفینو په تبلیغاتو پسې سر نه ګرزوو. د خپلو نیمګړتیاو او د نړیوالو څو مخیزه سیاستونو د درک وړتیا لرو. تر هغو چې توان لرو ددغه هېواد د هوساینې او پرمختګ لپاره د طالبانو مرسته کوو، خو په زغرده وایو چې د بنسټیزو ملی ګټو په خلاف له هیچا سره یو قدم هم مخته نه ځو.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟