No-IMG

عفوه او بخښنه د انبیاء کرامو صفت دی

محمود زاهد

 

یو ډیر ښکلی مطلب لیکلی دی:

ابوهریره رضی الله عنه وويل، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

په مؤمنانو کې د کامل او پوره ایمان خاوند هغه څوک دی، چې اخلاق یې ښه وی او په تاسو کې غوره هغه دی، چې دخپلوښځو لپاره ښه وی.

له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

ژباړه: زه فقط د ښو اخلاقو د بشپړتيا په مقصد بشريت ته را لېږل شوی یم – نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل رسالت مقصد همدغه ښه اخلاق او نېک خویونه بللي دي

ځکه يي وکولاي سول چي هغه ورانه ویجاړه د تاوتریخوالی، کینې، دښمنۍ، فسق اوفساد څخه ډکه ټولنه په يوه ښه بیلګه او سمبوليک ټولني بدله کړي

یو له دغو ښو آخلاقو څخه هم بخښنه او نرمښت دي، مسلمان پخپل ژوند کښي بايد د زغم نرمښت او بخښني په صفاتو ځان ښايسته کړي، ځکه اسلامي عقيده هم د عالي أخلاقو او ښه سلوک پر أساس او مبدأ ولاړه ده.

الله تعالی خپل محبوب پيغمبر ته دا رنګه هدایت کوي:

ژباړه: د الله جل جلاله په رحمت او عنايت ته د هغوی سره نرم چلند کوه، او که ته سخت زړه او بد خوی واى نو دا خلګ به ستا څخه ليرې او جلا شوي واى.، نو ته دوى ته عفوه وكړه، بخښنه ورته وغواړه او په كارونو كښې مشوره ورسره وكړه، او کله چې د يو کار قصد وكړی بيا پر الله جل جلاله توكل وكړه، يقينا چې الله تعالى توكل كوونكي خوښوي.

الله جلاله د خپل رسول په بخښه أمر کړيدی

يعنې: د بدی بدله هماغسې بدي ده، خو که څوک بخښنه وکړي او په اصلاح لاس پورې کړي نو د هغه بدله او اجر پر الله دي.

عفوه او بخښنه د انبیاء کرامو صفت دي:

د آحد په غزا کښي چي کله یو أعرابی مربع بن قيظي یو مټ خاوري په لاس کښي ونيولي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يي وويل که پوه سم دغه خاوري غير له تا بل چا ته نه رسیږي ما به ته پر مخ ويشتلي واي، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم ډیر بي أدبي او سپکاوي یی وکړ.

صحابه کرامو کوښښ وکړ چی مړ يي کړي لكن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – په حلم عفو او رحمت امر کړه او وئي ويل: «

« پريږدي دي ړوند سترګي ړوند زړه دي ».

د طائف کفارو چي کله مبارک ص په ډبرو و ويشت سر مبارک ئي ور زخمي کړ پښي مبارکي يي ورويني کړي خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم و ويل: « اللَّهُمَّ اهْدِ ثَقِيفاً »

(یا الهی ج هیدایت ورته وکړی )

د غرونو ملکه ورته وایيي پر ما امر وکړه چي دغه دوه غرونه پر راچپه او ونړوم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

بلکه أميد لرم چي الله تعالی ج  د دوي څخه داسي کسان پيدا کړي چي خاص او يوازي د الله عبادت کوي او د هغه سره شريک نه نيسي .

عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ وايي:

لکه زه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګورم د يو نبي حکايت کوي چي خپل قوم وهلي او په وينو ئي لړلي وو، د مخ څخه يي ويني پاکولي أو ويل ئي « الهي زما قوم ته بخښه وکړي دوي نه پوهيږي.

که څه هم هغه کفار وه خو رسول الله صلی الله علیه وسلم يي هلاکت نه غوښت ځکه د هغه وظيفه د بشريت سعادت او د جهنم څخه خلاصون اونجات ورکول دي نه هلاکت .

کله چي رسول الله صلم الله علیه وسلم مکة المکرمة فتح کړل او په کعبه شریفه کښی یی لمونځ وکړ، بيا يې قريشو ته وويل:

« اى قريشو ! تاسي څه ګومان كوئ چي زه به له تاسي سره څه وكړم ؟ ” هغوي ورته وويل: مونږ ګومان كوو چي ته زمونږ سره د ښو؛ ښه ورور او ښه وراره په توګه كړنه كوې.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: « نو زه تاسي ته هغه خبره كوم چي يوسف علیه السلام خپلو وروڼوته كړې وه:

﴿ پر تاسي هیڅ نيوکه او سرزنش نسته، ځئ تاسي ټول عفو او آزاد ياست ).

:الله سبحانه وتعالی فرمايی:

ژباړه: ښيګڼه او بدي هیڅکله يو ډول نه دي . ته د بدۍ په مقابل کښي ښېګڼه وکړه هغه چي ډير ښه وي، ته به وګورې هغه څوک چې له تاسې سره دښمني لري هغه به مو ټينګ او خواخوږی دوست ګرځېدلی وي .

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟