No-IMG

چین او افغانستان؛ د اړیکو نوی فصل

څو ورځې وروسته به افغانستان کې د امریکا نظامي اشغال ته رسما د پای ټکی کېښودل شي. په همدې حساس وخت کې پرون د طالبانو له مشرتابې دوه مهمو اشخاصو کابل کې د چین سفیر سره هم ناسته درلودله.‌

دا او همداسې نورې پخوانۍ او اوسنۍ ناستې او فعالیتونه افغانستان د بهرني سیاست یو بل نوي فصل ته ننباسي.

تېر ۲۰ کاله که د افغانستان او امریکا اړیکي وڅېړئ، پوهېږئ چې دا اړیکې د دوه مستقلو هیوادونو اړیکې نه وې بلکې د افغانستان داخلي او بهرني سیاستونه داسې ډېزاین کېدل چې افغانستان پکې د امریکا د ګټو ساتلو لپاره منحیث یو ابزار استفاده شي. دا داسې هم نه وه چې هغه مهال پرې د افغانستان سیاسیون نه پوهېدل، دوی په دې پوه ؤ چې د امریکا او ناټو په شتون کې نه جګړه ختمېږي او نه هم افغانستان مخته تګ کولای شي.

اصلي پوښتنه دا وه چې تښتېدلو او د شکست خورده جمهوري روایت مشرانو په ذهن کې د هیواد د استقلال او پرمختګ خبره څومره مهمه وه. له ټولو اوله موضوع همدغه ده چې هغې افغان شکله مشرتابې اصلا د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پرمختګ اراده نه درلودله. دا د بل وخت بحث دی راځو د افغانستان او چین د اړیکو نوي فصل ته.

د چین او افغانستان د اړیکو په اړه زما په فکر لاندې نکتې مهمې دي.‌

» د چین او افغانستان د اړیکو نوی فصل به داسې نه وي لکه د امریکا او د تېر حکومت چې ؤ. دا اړیکې به د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته په احترام د دوه آزادو هیوادونو تر منځ ډپلوماتیکي اړیکې وي. چین نه دلته نظامي حضور لري او نه به پرې د افغاستان اقتصاد ټول په ټوله تکیه وي.‌ د نوي‌ حکومت پالیسي باید د سیمې د هیوادونو تر منځ همداسې ترسیم شوي وي چې مونږ په اقتصادي لحاظ ټول په ټوله په یو هیواد تکیه نه اوسو. د ځواک د بلانس له لارې باید مونږ د سیمې ټولو هیوادونو سره داسې اړیکې ولرو چې دوی ته هېڅکله په لاس کې داسې وسیله ورنکړو چې مونږ پرې د فشار لاندې ونیولی شي.‌

» چین له نوي حکومت څخه دا ویره لري چې د ترکستان ګوند جنګیالیان د دوی پر ضد بسپنه نه کړي. دی د امریکا په شتون کې له دې ډار درلود چې ګواکې امریکا یې د دوی په مقابل کې روزي. اوس هم چین افغانستان کې له همدې پدیدې ویره لري. دوی تر اوسه د طالبانو په ورکړو ټولو وعدو پوره اعتماد نلري. دوی به اول مخکې له ټولو دا کوښښ کوي چې له طالبانو د ترکستان ګوند پر وړاندې د دوی له موقف څخه ټینګ تائید واخلي.

» کله چې پر طالبانو د چین د بهرني سیاست د ستراتیژستانو دا باور پوخ شو چې د دوی ملي امنیت نور خطر سره مخ نه دی، له هغې وروسته به چینیان دې ته زړه ښه کوي چې افغانستان کې خپل اقتصادي فعالیتونه پیل کړي. دا چې دا باور به چینیانو ته څرنګه ورکول کېږي د آینده حکومت د بهرني سیاست د چلوونکو کار دی.‌

» چین په افغانستان کې د امریکا د اشغال له ماتې په تبلیغاتي توګه ډېره لویه استفاده کوي. دوی غواړي افغانستان کې د امریکا له ناکامۍ نړۍ ته دا وښايي چې په امریکایانو اعتماد لویه تېروتنه ده او دا چې امریکایانو له ویتنامه تر افغانستانه همېش خپل ملګري په سپین میدان پرېښي. چین غواړي په نړیوال سیاست کې له همدې لارې خپل ملګري مطمئن او د امریکا ملګري پر امریکا لا بې باوره کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟