No-IMG

د نېکمرغې شپږ حالات

شپږ داسې حالات قران کریم بیان کړي دي چې له هغو سره هیڅکله شقاوت او بدمرغې نه يوځای کیږي، یعني که څوک دا شپږ حالات غوره کړي هغوی به خامخا نېکمرغه وی او په دنیا او اخرت کې به سوکاله او خوشاله وي. الله دې موږ و تاسو ته توفیق راکړي چې دا شپږ حالتونه خپل کړو او له بدمرغې ځانونه وژغورو.

له مور سره نېکې، یو انسان چې مور او طبعاً پلار سره نېکې کوي هغه په داسې حالت کې قرار لري چې هیڅکله به شقاوت او بدمرغې ونه ویني، عیسی علیه السلام فرمایی: زه یې جابر او بدمرغه نه یم ګرځولی، ځکه زه مې له مور سره نېکې کوم. (وَبَرًّا بِوَالِدَتِي وَلَمْ يَجْعَلْنِي جَبَّاراً شَقِيّاً).

له دعا سره شقاوت او بدمرغې نه یوځای کیږي، یعني څوک چې دعا او الله ته زارۍ کوي هغه به خوشاله او نېکمرغه وي. لکه د زکریا علیه السلام دا خبره چې قران کریم راخیستې ده، هغه وایي: او زه هیڅكله ستا څخه په دُعا غوښتنه کې نامراده پاتې شوی نه يم. وَلَمْ أَكُنۢ بِدُعَآئِكَ رَبِّ شَقِيًّا. [سُوۡرَةُ مَریَم : 4]

له قران سره شقاوت او بد مرغې نشته، یعني څوک چې له قران سره اوسي، هغه تلاوت کوي، زده کوي او عملي کوي؛ په دې حالت کې به انسان نېکمرغه او خوشاله وي. لکه رسول الله علیه الصلوة والسلام ته چې الله تعالی فرمایي: موږ پر تا قران د دې لپاره نه دی نازل کړی چې ته بدمرغه شې. مَا أَنزَلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْءانَ لِتَشْقَى.

د هدایت او الله تعالی پر سمه لاره تګ حالت سره شقاوت او بدمرغې نه سي یوځای کیدلی، لکه قران کریم چې وایي: نو څوك چي زموږ د هدايت پيروي وکړي، هغه به نه ګمراه شي او نه به په بد بختۍ اخته شي. فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَاىَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقٰى. [سُوۡرَةُ طٰه : 123]

پینځم حالت الله تعالی نه د وېرې حالت دی، له دې حالت سره هم شقاوت او بدمرغې نه یوځای کیږي او له الله ویریدونکي به تل خوشاله او نېکمرغه یي. لکه قران کریم وایي: څوک چې له الله نه ویریږي هغوی به پند او نصیت ترلاسه کړي او له دې (نصیحت) څخه هغه زيات بدمرغه خلک ډډه کوي. سَيَذَّكَّرُ مَن يَخْشٰى. وَيَتَجَنَّبُهَا الْأَشْقَى. [سُوۡرَةُ الاٴعلىٰ:10/11]

شپږم د تقوی حالت دی، تقوادار خلک به له شقاوت او بدمرغې خوندې یی. قران کریم وایي: ما تاسو له لمبه لرونکي اوره وویرولئ، چې هغه ته به یواځې ډېر بدمرغه ننوځي، هغه چې دروغ یې ویلي او له دینه ګرځیدلي او له دې اوره به ګېر متقي وژغورل شي. فَأَنذَرۡتُكُمۡ نَارٗا تَلَظَّىٰ. لَا يَصۡلَىٰهَآ إِلَّا ٱلۡأَشۡقَى. ٱلَّذِي كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰ. وَسَيُجَنَّبُهَا ٱلۡأَتۡقَى. سورة االیل.

الله تعالی مو دې د دنیا او

اخرت نېکمرغې نصیب کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟