No-IMG

حکمتيار: د اقتدار مستقلو جزائرو ټغر ټول شو

متن خطبه مشر معزز جمعه 5 سنبله 1400

 

الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم

يٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُوٓاْ إِنَّمَا ٱلۡمُشۡرِكُونَ نَجَسٞ فَلَا يَقۡرَبُواْ ٱلۡمَسۡجِدَ ٱلۡحَرَامَ بَعۡدَ عَامِهِمۡ هَٰذَا ۚ وَإِنۡ خِفۡتُمۡ عَيۡلَةٗ فَسَوۡفَ يُغۡنِيكُمُ ٱللّٰهُ مِن فَضۡلِهِۦٓ إِن شَآءَ ۚ إِنَّ ٱللّٰهَ عَلِيمٌ حَكِيمٞ. التوبه: 28 صدق الله العظيم

الله تعالى فرمايي:

اې مؤمنانو! مشركين ناولي او پليت دي، نو له سږكال وروسته دي مسجدالحرام ته نه نږدې كېږي، او كه له نادارۍ وېرېږئ نو كه الله وغواړي له خپل فضل به مو شتمن كړي، يقيناً چي الله باحكمت پوه دئ.

(28)- دا آيت مسلمانانو ته څو لارښووني لري:

•             مشركان پليت او ناولي دي، له دې كال وروسته به هغوى مسجدالحرام ته (د حج او عمرې د مراسمو ادا كولو په موخه) نه نږدې كېږي.

•             كه د دې حكم له پلي كېدو دا اندېښنه لرئ چي په دې سره به د مكې ستر تجارتي بازار سوړ شي او تاسو ته به له اقتصادي پلوه تاوان ورسېږي، نو پوه شئ چي كه الله تعالى وغواړي نو نه يوازي د دې حكم پلي كېدا او مسجدالحرام ته د مشركينو په ننوتو بنديز به تاسو ته كوم تاوان ونه رسوي بلكي د پراخ فضل له خزانو به تاسو ته هومره څه دركړي چي شتمن شئ، او هيچا ته اړ او محتاج نه وئ. په دې سره حكيم خداى جل شأنه مسلمانانو ته لارښوونه كوي چي كه د دښمن له لوري په اقتصادي محاصرو وگواښل شوئ، او له دښمن سره مقاطعې او پرېكون دا وېره درسره راپيدا كوله چي ښايي له فقر، لوږي او اقتصادي ستونزو سره به مخامخ شئ، هيڅ پروا ئې مه كوئ، ډاډہ اوسئ چي الله تعالى به ستاسو ستونزي او مشكلات حل كوي.

دلته يوه بل ټكي ته هم پام كول ضروري دي او هغه دا چي د مشركينو نجاست او پليتوالى معنوى نجاست او پليتوالى دئ، هدف ترې د دوى شركي عقائد او ناپاك افكار او اخلاق دي، او له نږدې كېدو مراد د حج لپاره مسجدالحرام ته راتگ دئ، له دې دا حكم راايستل چي هيڅ مشرك مسجدالحرام او حتى نورو مسجدونو ته نشي ننوتى او مسلمانان بايد دا اجازه ورنه كړي؛ كه دا اجازه وركړي نو گناه ئې كړې!! صحيح انتباه نه ده، نه د دې آيت له الفاظو دا انگېرنه استنباط كېدى شي او نه پيغمبر عليه السلام داسي كړي، پيغمبر عليه السلام له ډېرو كافرانو او مشركانو سره په نبوي جومات كي ليدني كتني كړې او هغوى ته ئې بلنه وركړې ده

د دې مبارك آيت د لارښوونو له مخي بايد مطمئن وو چي الله تعالى به د افغانانو دا ستونزه هم حل كړي چي نن ئې أمريكا او اروپا گواښي چي كه د دوى د خوښي جوړ نه كړي نو افغانستان به منزوي كړي، حكومت به ئې په رسميت ونه پېژني، تحريمونه او محدوديتونه به وضع كړي او د افغانستان ټول بانكي حسابونه به منجمد كړي.

نن له ډېرو سره دا اندېښنه شته چي دا د په پرديو مشروط مرستو متكي افغانستان به څنگه د بهرنيو د مرستو له بندېدو وروسته وتوانېږي خپلي مالي او اقتصادي ستونزي حل كړي؛ په داسي حال كي چي اردو او امنيتي ځواكونه ئې اجير وو، ټول لگښتونه، معاشات او تجهيزات ئې د بهرنيو مرستو له لاري تأمينېدل، د دولت د اداري پرسونل معاشات او لگښتونه هم د همدغو مرستو له حساب اجراء كېدل، نن دا مرستي د دې لپاره قطع كېږي چي مرسته كوونكي د خپلي خوښي سيكولر نظام او په حكومت كي د غربپالو فعال حضور غواړي!!

آيا افغانان كولى شي دا ستونزي حل كړي؛ پرته له دې چي د غربي استعمارگرانو شرائطو ته تسليم شي او خپل استقلال او عزت د نورو په پښو كي ذبح كړي؟!

ساده او د ايمان په رڼا كي ځواب ئې دئ:

هو؛ افغانان كولى شي له د ې آزمويني هم بريالي او سرلوړي ووځي؛ همغسي لكه چي په يوې پېړۍ كي له دريو زبرځواكونو سره په اوږده او نابرابر جنگ كي بريالي شول!! كه دوى داسي لار غوره كړي چي خپل حكيم او عليم رب ورښودلې، دښمن او د هغه شرائطو ته د تسليمېدو پر ځاى پر خپل رب توكل وكړي؛ نو يقيناً چي الله تعالى به هغه ژمنه ترسره كړي چي په تلاوت شوي آيت كي ئې له مؤمنانو سره كړې:

وَإِنۡ خِفۡتُمۡ عَيۡلَةٗ فَسَوۡفَ يُغۡنِيكُمُ ٱللّٰهُ مِن فَضۡلِهِۦٓ إِن شَآءَ ۚ إِنَّ ٱللّٰهَ عَلِيمٌ حَكِيمٞ :

او كه له نادارۍ وېره لرئ نو كه الله وغواړي له خپل فضل به مو شتمن او بې نياز كړي، يقيناً چي الله باحكمت پوه دئ.

الله تعالى افغانانو ته دومره پرېمانه نعمتونه وركړي چي په ډېرو مواردو كي د دوى هېواد د نړۍ تر ډېرو هېوادو زيات غني دئ؛ يوازي معادن، اوبه او حساس سټراټيژيك موقعيت ئې داسي دي چي د نړۍ ډېر شتمن او مهم هېوادونه نشي ورسره پرتله كېدى. خو په اوبو مو گاونډيان سمسور شوي او زموږ سمسوره زمكي له تندي په شاړو زمكو بدلي شوې!! ستر ستر معادن مو ټول تر زمكي لاندي پاته دي، موږ نه د معادنو د استخراج فرصت ترلاسه كړى او نه مو لازم ظرفيتونه او إمكانات ورته برابر كړي. د دې پر ځاى چي د افغانستان سټراټيژيك موقعيت په داسي مدبرانه او حكيمانه توگه وكاروو چي په ډېرو هېوادونو خپل مشروع شرائط ومنو؛ د همدې موقعيت له كبله د نورو د گټو لپاره قرباني شوي يو!!

حقيقت دا دئ چي الله تعالى موږ ته ډېر څه راكړي؛ له څه چي محروم وو او د اسارت او ذلت په څو پېړيو كي مو نه درلودل؛ هغه خپلواكي او صالح حكومت وو؛ هيله او الله تعالى ته دعاء مو دا ده چي له نن وروسته هم خپلواك شو او هم صالح حكومتونه او مؤمن زعامتونه ولرو.

وروڼو خوېندو!

د هوائي ميدان خونړۍ پېښي چي د دوه وحشيانه چاودنو په نتيجه كي تر دوه سوه زيات مظلوم افغانان ئې په وينو كي ورغړول، تر 60 زيات وژل شوي او تر 150 زيات ژوبل شوي، دا چاودني د امريكايي سرتېرو تر كنترول لاندي برخي كي وشوې، تر چاودنو وړاندي د بريتانيا او امريكا استخباراتي چينلونو د چاودني په اړه لا د مخه خبردارى وركړى وو!! او له دې په څرگنده توگه معلومېږي چي دا چاودني د همدغو استخباراتي شبكو كار دئ؛ نن چي په ټول افغانستان كي جگړه بنده شوې؛ دا ولي يوازي په هغي برخي كي لا د افغانانو ويني توئېږي چي امريكايي سرتېري په كي فعال او نظامي حضور لري؟ تر دې وړاندي ټولي دا ډول چاودني د دوى تر واك لاندي سيمو كي ترسره كېدې!!

له دوو سيمو پرته؛ په ټول افغانستان كي د جنگ اور او شعارونه ختم شوي؛ يوازي د كابل هوائي ميدان كي لا د ډزو او د مظلومو افغانانو د مرگ ژوبلي خبرونه ترلاسه كوو او له پنجشير د جنگ شعارونه اورېدل كېږي!! د كابل هوائي ډگر د پېښو تر شا د أمريكا لاس دئ او د پنجشير د جنگي شعارونو تر شا د فرانسې د استخباراتي شبكې لاس دئ. همدا اوس د فرانسې يو ډېر شرير او بدنام يهودي الاصله جاسوس؛ هنري ليوي؛ مصروف دئ او غواړي له پنجشير د شرارت او فتنې مرصاد او سنگر جوړ كړي؛ هغه په أفغانستان، تركيه، عراق، سوريه، صومال او گڼ شمېر نورو هېوادونو كي د فتنو او كورنيو جگړو رامنځته كولو مهندسي او مأموريت پر غاړه لري؛ د تركيې او عراق كردان هم د ده له لوري او د فرانسې د استخباراتي شبكې په امر جگړي ته هڅول شوي.

د پنجشير مؤمن ولس ته مو مشوره دا ده چي پرې نږدي د دوى سيمه په داسي حال كي د جگړي په ميدان بدله شي چي په تېرو شلو كلونو كي له جنگ خوندي وه؛ هغو ته اجازه مه وركوئ چي په تېرو شلو كلونو كي ئې ستاسو ډېر زامن د پرديو لپاره د آزادي غوښتونكو افغانانو او مجاهدينو په خلاف وجنگول، په پنجشير كي ئې د سي آى اې لپاره خصوصي زندانونه جوړ كړي وو.

وروڼو خوېندو!

طالبانو نه غوښتل كابل ته له وسلو سره ننوځي؛ خپلو جنگياليو ته ئې ويلي وو چي د كابل په دروازو كي متوقف شي. موږ د دې دريځ ملاتړ وكړ، ولس ته مو وويل د خپلو حوزو او ساحو امنيت په خپله تأمين كړي او د شرخوښو مخه ونيسي. خو د كورنيو او بهرنيو دښمنانو خطرناكه توطئه دا وه چي كابل د كور په كور جگړي، پراخ لوټمار، وحشتانكو غچ اخيستنو شاهد وي؛ د همدې لپاره ئې د يوه انتقالي حكومت جوړېدا او په سوله ايزه او منظمه توگه هغه ته د اقتدار د انتقال مخنيوى وكړ؛ ارگ ناستي په پټه وتښتېدل؛ د دوى د وتلو او په بهر كي د ډاډمن پناه ځي ترلاسه كولو شرائط ئې برابر كړل، د دوى له وتلو سره سم او د مخكنۍ منصوبې مطابق ئې د خپلو أفغاني همكارانو له لاري د طالبانو مشرانو ته په دوحه كي اطلاع وركړه چي اشرف غني تښتېدلى، هغوى ئې وهڅول چي بايد كابل ته داخل شي؛ هغوى په ځواب كي ورته ويلي چي د دفاع او داخله وزارتونه دي امنيت تأمين كړي، موږ ئې مرسته كوو، نه پرېږدو چي زموږ جنگيالي كابل ته ننوځي، دا ئې هم ورته ويلي چي دا تضمين به څوك كوي چي امريكايي ځواكونه به عكس العمل نه ښيي او له هوائي ځواك به كار نه اخلي. د خليلزاد او امريكايي ځواكونو د مسئول له لوري په مستقيم او غيرمستقيم توگه اطمئنان وركړى شوى چي موږ هيڅ عكس العمل نه ښييو!!

يقيناً چي دا يوه خطرناكه توطئه وه چي نه يوازي د امنيتي ځواكونو او دولتي اداراتو په متلاشي كېدو منتج شوه بلكي يوازي د الله تعالى په فضل ئې له بدو پايلو وژغورل شو او له هغو خونړيو پېښو او پراخ لوټمار وژغورل شوو چي دښمنانو غوښتل.

 پرون شپه، له دوو سترو چاودنو وروسته يوه بله ستره چاودنه هم وشوه چي ويل كېږي د صفر يو - دوه قطعاتو له لوري او د خپلو تجهيزاتو او مهماتو د تخريب لپاره تر سره شوې، أمريكا غواړي دا قطعات له ځان سره بهر ته انتقال كړي؛ يا ئې په كوم ولايت كي ځاى پر ځاى كړي؛ چي په راتلونكي كي ترې استفاده وكړي؛ د امريكايي چارواكو له اظهاراتو همدا معلومېږي چي وايي: د فوځونو د ايستلو معنى دا نه ده چي په دې سره زموږ فعال حضور په افغانستان كي پاى ته رسي!!! 

عزيزانو!

متأسفانه نن د تاجكستان له پلازمېني دوشنبه هم أورو چي جمهور رئيس ئې غواړي د افغانستان د تاجكانو د حقوقو د مدافع په توگه راڅرگند شي او هغوى ته په حكومت كي د پراخ سهم او حضور  خبره وكړي!!

هغه ته وايو: لطفاً په داسي حساسو ورځو كي له داسي ناسمو او پاروونكو اظهاراتو ډډه وكړئ؛ د خپلو تاجكانو غم وخوره او ستونزي ئې حل كړه؛ د تاجكستان مېشت اوزبكانو او نورو اقليتونو حقوق تأمين كړه.

موږ ته دي ووايي چي د ده په حكومت او كابينه كي څومره اوزبكان او نور اقليتونه برخه لري، ولي دې هېواد ته د تاجكستان نوم وركړى شوى؟ ولي ئې رسمي ژبه تاجكي ده؟، ولي ئې پرون تعليمي او تدريسي نصاب په روسي ژبه وو او نن يوازي تاجكي پرې علاوه شوې؟

ده ته په كار ده چي د مداخلې او جنگ ژبه ونه كاروي، ښايي ده روسيې ته مخكنۍ نظامي اډې په همدې موخه وركړې وي او د افغانستان پولي ته نږدې گډ نظامي مانور ئې د همدې لپاره ترسره كړى وي!! دا د تاجكستان په زيان دئ؛ دا ناسم سياستونه به تاجكستان بيا په يوې مستعمرې بدلوي او د ده نوم به بېرته رحمانوف شي!!

وروڼو خوېندو!

زموږ له نظره د وروستيو ورځو انكشافات تر ډېره حده مثبت وو: لكه دا چي:

1.            جگړه په ټول هېواد كي پاى ته ورسېده.

2.            د اقتدار مستقلو جزائرو ټغر ټول شو.

3.            بهرني ځواكونه خپل وروستي قطعات زموږ له هېواد باسي.

4.            د طالبان ورود كابل او نورو ښارونو ته له پراخ تشنج،  ناامنى او انتقام اخيستنو سره توأم نه وو.

5.            د طالبانو مسئولين وايي: نوى حكومت به ټول شمول وي.

موږ د دې انكشافاتو مرسته او حمايت كوو او أفغان ولس ته وايو: د اوسني بدلون مرسته وكړئ او مه پرېږدئ د شر او فساد كورني او بهرني ځواكونه شرارت وكړي او فتنې راولاړي كړي.

سُبْحَانَكَ اللهُمَّ بِحَمْدِكَ نَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنْتَ، نَسْتَغْفِرُكَ وَنَتُوبُ إِلَيْكَ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟