No-IMG

حکمتيار: د کابل ميدان هوايي چاودني د استخباراتي شبكو كار دئ

وروڼو خوېندو!

د هوائي ميدان خونړۍ پېښي چي د دوه وحشيانه چاودنو په نتيجه كي تر دوه سوه زيات مظلوم افغانان ئې په وينو كي ورغړول، تر 95 زيات وژل شوي او تر 150 زيات ژوبل شوي، دا چاودني د امريكايي سرتېرو تر كنترول لاندي برخي كي وشوې، تر چاودنو وړاندي د بريتانيا او امريكا استخباراتي چينلونو د چاودني په اړه لا د مخه خبردارى وركړى وو!! او له دې په څرگنده توگه معلومېږي چي دا چاودني د همدغو استخباراتي شبكو كار دئ؛ نن چي په ټول افغانستان كي جگړه بنده شوې؛ دا ولي يوازي په هغي برخي كي لا د افغانانو ويني توئېږي چي امريكايي سرتېري په كي فعال او نظامي حضور لري؟ تر دې وړاندي ټولي دا ډول چاودني د دوى تر واك لاندي سيمو كي ترسره كېدې!!

له دوو سيمو پرته؛ په ټول افغانستان كي د جنگ اور او شعارونه ختم شوي؛ يوازي د كابل هوائي ميدان كي لا د ډزو او د مظلومو افغانانو د مرگ ژوبلي خبرونه ترلاسه كوو او له پنجشير د جنگ شعارونه اورېدل كېږي!! د كابل هوائي ډگر د پېښو تر شا د أمريكا لاس دئ او د پنجشير د جنگي شعارونو تر شا د فرانسې د استخباراتي شبكې لاس دئ. همدا اوس د فرانسې يو ډېر شرير او بدنام يهودي الاصله جاسوس؛ هنري ليوي؛ مصروف دئ او غواړي له پنجشير د شرارت او فتنې مرصاد او سنگر جوړ كړي؛ هغه په أفغانستان، تركيه، عراق، سوريه، صومال او گڼ شمېر نورو هېوادونو كي د فتنو او كورنيو جگړو رامنځته كولو مهندسي او مأموريت پر غاړه لري؛ د تركيې او عراق كردان هم د ده له لوري او د فرانسې د استخباراتي شبكې په امر جگړي ته هڅول شوي.

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟