No-IMG

د طالبانو د حکومت په وړاندې پرتې ستونځې او ننگونې!

عبد الوحيد وحيد

 

له ورخه تیرو اوبو پسې کره نه ګرزوم. له پخوانیو ارګ میشتو سره مې په هیواد کې د نننی ترینګلی سیاسی او امنیتی وضعیت په هکله په توره شپه او څپانده سمندر کې د ممکنه توپانی هوا د راتلو اندېښنې په همهغه وخت شریکې کړی او د ناورین وړاندوینه مى هم ورته کړې وه. طالبانو ته مې هم د جنګ له لاری د کابل او ولایتونو د نیولو خطرناکې پایلو په تړاو لیکنې کړی وی، خو متاسفانه زموږ سیاست له وختونو راپدېخوا په ملی ګټو نه را څرخیږی.اوس نه غواړم د ماضی په هکله په لیکنو باندی خپله انرژی او د لوستونکو وخت ضائع کړم چې په تیر وخت کې چا څومره غلطیانې وکړی او څوک څه ډول خلک وو. بس یوازې په دغه یوه جمله بسنه کوم چې د سولې په وړاندی د خنډونو اچولو له امله نننئ بدبختئ او توپان د ارګ میشتو او د ولسمشر غنی د سلاکارانو په ځانګړی ډول له غرب څخه را دیسانت شویو نازولو د فساد او ناوړه تګلارو څخه سرچینه نیسی.

زه په نن باندې خبره کوم. د ماضی په تړاو  قضاوت او د پړ وړ معلومول تاریخ ته سپارم. د نن خبره دا ده چې څوک خوښ او که نا خوښ وی، خو نن طالبان په هیواد باندې حاکم او افغانستان د مدیریت دنده ور په غاړه ده. زه باور لرم چې د تیر حکومت په پرتله د طالبانو په لیکو کې د فساد د کړنو کچه ښکته ده، خو بیا هم د صفر کچه کې نه ده. مشرتابه ته به یې نن بیا لمن وغوړوم او عذرونه به ورته وکړم  چې د دولتی شتمنیو خوندیتوب ته پام وکړی. د نظامی وسائطو او وسلو د چور قاچاق او بیځایه استعمال د مخنیوی په تړاو جدی او عاجل اقدامات وکړی.بله دا چې په واک کې د هغوى د انحصار روحیه، یکه تازی او په نورو باندې  د باور د نشتون له امله دغه هېواد له ژورو ستونځو سره مخ کیږی. داسې ژورې ستونځې چې نه یوازې زمونږ ولس په امنیتی او اقتصادی توګه ځپی بلکې د طالبانو لپاره به هم ناوړه پایلې ولری او د دغه تحریک د سختې ناکامی لامل به وګرزی.

 

پخوا مو هم نه غوښتل چې زمونږ ولسمشر ووژل شی او یا هم له هیواد څخه د تېښتې لاره خپله کړی، خو هر څه زموږ په خوښه نه کیږی. اوس هم قطعاً نه غواړو د یو بل خونړی اوښتون شاهدان واوسو. نه غواړو بل څوک د توپک په زور ارګ ته ننوزی. نه غواړو چې دا پاتې ملی شتمنئ بیا لوټ شی.په پښتو ژبه کې متل دى چې وایی “اباد کال د حمل له میاشتې څخه معلومیږی” په اوسنیو حالاتو او خورا ترینګلی سیاسی وضعیت کې په ډیرو پوستونو باندی د طالبانو لخوا د غیر مسلکی خلکو ګمارنې د دغې ډلې نیمګړتیا، د خپل ولس په لومړیتوبونو او نړیوالو حساسیتونو باندی ناخبری او یا هم لاپرواهی په ګوته کوی.یقیناً ویلاى شم چې د طالبانو په وړاندې د امریکا له تبلیغاتی توپان څخه د نجات، د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره د ولس د هیلو، د کاری فرصتونو برابرولو، اقتصادی بدحالی، له نړۍ سره په هسکه غاړه د اوسیدو لپاره د اړیکو جوړولو، د ځان بساینې لور ته د دغه هېواد د روانولو او د خپلو اقتصادی زیرمو د را سپړلو او اوبلنو زیرمو د مهارولو وړتیاوې او د موجوده بی نظمی د ختمولو لپاره له طالبانو  څخه د ډیر سخت او ستونځمن کار کولو هیله کوو.اوس داسې ښکاری چې امریکا پریکړه کړې چې  هغه کټې چې له طالبانو څخه یې په جګړه کې ترلاسه نکړاى شوې د بندیزونو او سیاسی فشار له لارې  په خورا اسانه توګه او له سترو لګښتونو پرته ترلاسه کړی. که طالبان لکه د اوس په شان په احساساتو ولاړه لاره باندی روان وی، تشریفاتی اړخ پالی چاپلوسانو ته توجه ورکوی او په ترانو باندې د ولس او هېواد ستونځې حل کوی نو بیا خو خداى ښه پوهېږی چې دا وړئ شړئ شی.البته که عجالتاً پیاوړی دیپلوماسی و کاروی، په جزئیانو او فرعیاتو پسې ونګرزی، د امریکا د اقتصادی، تبلیغاتی او نفسیاتی جګړې په وړاندې رغنده کاری اقدامات وکړی، نو په افغانستان کې اقتصادی او سخت بشری بحران راتلو او د طالبانو په وړاندې د ولس لخوا د غبرګون ښودلو مخه نیول کیداى شی.امریکا په خپلو بانکونو کې د افغانستان د پانګې له کنګل کیدو او د رسمیت پیژندلو له ستونځې ورهاخوا نور هم د فشار لپاره زیات غوراوى لری.

له افغانستان څخه د بشری او اقتصادی سرچینو وتل باید طالبان په خپلو تګلارو باندې بیا غور کولو ته اړ ایستلی واى، خو متأسفانه داسې لږ نښې نښانې لیداى شو چې طالبان د یویشتمې پیړۍ د حساسیتونو د درک او د خپلو نیمګړتیاو د سمون په تړاو جدی واوسی.شل کاله وړاندې په افغانستان باندې یرغل مطلقاً احساساتی او د ولسی باور ترلاسه کولو لپاره نا سنجول شوى ګام وو چې د مطلقې ماتې په شکل کې پاى ته ورسیده. په اوسنی مودرن عصر کې   نظامی استعمار له منطق څخه ورهاخوا سناریو دى. د اقتصادی ستونځو د پوره کولو لپاره غرب ته  اړتیا د پخوانی نظامی استعمار غوره او د عسکری اشغال په پرتله ډیر اغیزمن بدیل ګرزیدلى دى.غرب د لږکیو، ښځو، بشری حقونو او د بیان له ازادی څخه د سرغړونې او دیموکراسی څخه د دفاع تر عنوان لاندې په مختلفو هیوادونو باندی د اقتصادی تحریمولو لګولو، د IMF او نړیوال بانک د پورونو شرطونه او ملاماتونکی سود په مرسته د نړۍ په هیوادونو باندی خپل تسلط لاهم قائم ساتلى دى. تر هغو پورې به یقیناً بى وزله هیوادونه د غرب اقتصادی مستعمرې وی ترڅو چې د پورتنیو لویدیزوالو مالیاتی ادارو اقتصادی برلاسی شتون ولری.اوس دغه واقعیت له هیچا پټ نه دى چې د سیاست له پیچلتیاو سره د طالبانو د بلدیت نشتون  د یوه ټول شموله حکومت په جوړولو کې د هغوى پاتی راتلو ته لاره پرانیزی او خداى دې نکړی چې افغانستان د غربی نړئ له بندیزونو سره د مخ کیدو له امله د سختو اقتصادی ستونځو په محراق کې وسوځی.افغانستان هم یو له هغو بیوزله هېوادونو څخه دى چې د خپلو اقتصادی سرچینو او زیرمو د راسپړلو لپاره د غرب او غربی مالی بنسټونو  مالی مرستو ته اړتیا لری. موږ په هیڅ ډول نشو کولاى د نړیړالو له مرستو پرته د ځان بساینې خوا ته لاړ شو. په اوسنی معاصر دور کې  اقتصادی وده او په ځپل ځان بساینه د ازادی او خپلواکی ضمانت دى.خپلو کورنیو اړتیاو او وړتیاو ته په کتو به په اوس وخت کې به غوره او ویښ مشرتوب هغه وی چې د حساسیتونو او نزاکتونو د درک له لارې داسې انډولیزه کورنۍ تګلاره او له نړۍ سره د داسې اړیکو درلودلو هڅه وکړی چې هم خپلې اړتیاوې ملی ګټې خوندی کړی او هم افغانستان د نړپوالو رقابتونو د ډګر ګرزیدلو مخه ونیسی.

د خورا ترینګلی سیاسی او اقتصادی صورت حال او له هیواد څخه د کادرونو د تېښتې له امله رامنځته شوى بشری ناورین او د ولس اړتیاو ته په کتو، یقیناً ستونځمن کار وی چې د طالبانو حکومت  هیواد له اوسنی بحران څخه را وباسی. هغه بحران او ننګونې چې کابل ته د توپک په زور د طالبانو له ننوتلو وروسته رامنځته شوې دى.بیا هم سپارښتنه مو داده چې اوسنى حکومت د مسلکی او تجربه لرونکو افغانانو په ګمارلو عجالتاً لنډمهاله منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه ترتیب کړی. په لمړی سر کې د کادرونو د تشویق کولو له لارې د هغوى د وتلو مخه ونیسی، د افغانئ د ارزښت ساتلو او د اړینو توکو د نرخونو د کنترول لپاره عاجل ګامونه واخلی . په واقعی توګه په ټول شموله حکومت باندی  کار وکړی او نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د هغوى د ګټو خوندیتوب او د افغانستان لخوا منل شویو نړیوالو قوانینو پلى کولو ته ژمن دی.پوهیږم چې له بېوزلو هیوادونو څخه د غرب اکثریت غوښتنې غیر منطقی او په هیڅ ډول نورمونو باندی برابرې نه دی، خو باید ومنو چې له نړۍ سره اوږه په اوږه تللو او د امریکا په سترګو کې، سترګو اچولو ته لاهم موږ ډیر اوږد واټن په مخکې لرو. کله که موږ او اسلامی امت د خپلو سرچینو د کارولو په مټ په اقتصادی توګه په ځان بسیا شو، بیا به خپلواکی او استقلالیت لمانځو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟